The news is by your side.

وایي: هغه مرغۍ سره کیني، چې وزرې یې یو ډول وي!

ارشاد رغاند

0

وایي: هغه مرغۍ سره کیني، چې وزرې یې یو ډول وي!

د شاه محمود میاخېل ولایت له داسې کارونو ارزولی شئ.
د کرونا ویروس پر وړاندې یې عامه پوهاوی له خپلو فردي اړیکو او امکاناتو پیل کړ، کوم میلیون څه چې کومه روپۍ لګښت یې ونه کړ، خو ننګرهاریانو سره کېناست، ورته ورغی، فیسبوک ته اړم شو، د روغتیا وزارت تر رسمي مبلغینو زیات یې کرونا پسې لیکل وکړل، خلک یې پوه کړل او ان یې کمینټ بازۍ او ناندرۍ ورسره وکړې، څو د کرونا خلاف یې وپوهوي.
د کرونا فنډ په نوم یې بېوزلو سره د لاسنیوي صندوق جوړ او داسې خلک د بسپنو ټولولو ته وهڅول، چې نېک نامي او تدبیر یې د همده غوندې و.
ډاکټر ناصر کامه وال:
د ننګرهار د یادو او درنو خانانو یوې کورنۍ سره تړاو لري، خو ولس ته په خیر غوښتو نه شرمیږي.
هغه د ولایتي شورا له محدود ترینو سنګینو او د حساب وکیلانو څخه دی، چې نه یې د غصب، نه فساد، نه باج ګیرۍ او نه نورو بدعملیو څرک لګي.
-ډاکټر شمس الحق مجاهد: 
هم د یوې بانفوذې کورنۍ سړی دی، هم ولسي- مسلکي سړی دی او هم د سوداګرۍ خونه کې د کار پاکه سابقه لري.
د دغه درانه سړي موجودیت هم د کرونا فنډ په مرسته ټولولو کې غنیمت دی.
ډاکټر ایمل ذکي:
ډاکټر صیب ذکي د ډاکټرانو ټولنې مشر دی، خو علمیت او لیدلوری یې د یوه ګڼ مسلکه سړي دي.
د دغه سړي پوهې او منطق ته د سړي رخه راځی؛ کاش بحراني وضعیت نه غیر هم ځوان نسل ته د ویلو ډېر فرصت ولري!
نوټ: دغه ټیم نور رضاکاره ملګري هم لري، چې د ټولو د مثالي، شفافو او موثرو هڅو قدردانی په کار دی.
کرونا دې زر خدای ورکه کړي، چې ولس د خپلو سختو ورځو دا ملګري ونازوي!

(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.