The news is by your side.

ولی د ۱۸۹۳ وروسته د افغانستان د مرکزي دولت د ړنګیدو جګړې دوام لري؟

سید سلیمان اشنا

0

د افغانستان د ځواکمن کیدو په اړه تر ټولو لویه اندیښنه لمړی ځل په ۱۷ پیړۍ کې شروع شوه. هاغه وخت بریتانیې د خپل حاکمیت د تمویل لپاره په ۱۶۰۸ کې د تجارت په بهانه هند ته ننوتل خو وروسته یي د ۱۸۵۷ نه تر ۱۹۴۷ پورې هند اشغال او تر هغې مستعمره کړ چې په دری ټوټو یي تجزیه کړ.

الف: 
بریتانیي د ۱۶ پیړۍ په پیل کې د هند په وچه کې د آپینو انحصاري تجارت کولو او غوښتل یي د آپینو تولید په افغانستان کې هم مروج کړي – خو بریتاتیې په آمیر دوست محمد خان شک درلود چې آمیر د روسانو سره ملګرتوب لري او (۱۸۳۹) د پرزولو لپاره یي ۱۲،۰۰۰ پوځي لښکر واستاوه. شاه شجاع یي واک ته ورساوه او د خپل پلوه سلطنت د ساتلو لپاره یي په کابل کې خپل ګارنیزیون توظیف کړ. خو محلي مقاومت بریتانویان دیته مجبور کړل چې لښکرې یي د ختیځ پر لور عقب نشیني وکړي. پدې شاتګ کې د بریتانیې د احتیاط قواوې هم رسیدلې وې خو د کابل-جلال آباد په لاره د افغان مقاومتي لښکرو لخوا ووژل شول. د ۱۸۴۲ کال دا پیښه د بریتانیې په تاریخ کې د ترټولو خونړۍ تراژیدۍ په نوم ځکه ثبت ده چې په یوځل یي شاوخوا ۱۷ زره عسکر او پرسونل د افغانانو لخوا ووژل شوو.

ب:
بریتانیه د احمد شاه ابدالي د سلطنت څخه اندیښمنه پاتې وه چې د افغانستان تر دیرشو زیات مختلف اقوام او د هندوکش غرنۍ لړۍ بیلې شوې پرګنې یی تر واحد حاکمیت لاندې راټولې کړي وې. احمدشاه دراني د داخلي ثبات او اعتماد ترڅنګ د مرکزي آسیا شرق او غرب کې د سلطنت سرحدي حاکمیتونه تر پوځي تهدید لاندی هم ساتل.

بریتانیې چې د نړۍ سمندرونه یي خپل تسلط کې لرل او لوی هندوستان یي د خپلې امپراتورۍ غذایي ګدام ګڼلو، د افغانستان له عقیدتي سلطنت نه په اندیښنه کې وه.
د هماغه ۳۰۰ کاله پخوانۍ عقدې راهیسې تر ننه د افغانستان مرکزي حاکمیت د ختیځ پاکستان له اړخه تر تهدید او اور لاندې ساتل کیږي. هغه قبیله او سیاسي کتله ډیر ژر له منځه وړل کیږي چې د لوی افغانستان، واحد افغانستان یا متحد افغانستان دپاره مبارزه کوي.

د افغانستان اوسنی دولت مکلف دی هغه حقایق عام کړي چې د ستراتیژیکو تړونونو په بهانه د ۲۰۰۸ کال راهیسې محرم ساتل کیږي او د څو سوه ملیون پوڼډ یا ډالرو په بدل کې، په ولس روانه جګړه تپل دوام مومي او ناپوهه افغانان د پوهه افغانانو سره جنګول کیږي.

د افغانستان د مرکزي حاکمیت پرضد به دا ډول نیابتي جګړې تر هغې دوام وکړي چې ترڅو د افغانانو اصلي دښمن په خپلو دوه هدفونو کې یو یي ترلاسه کړي:

۱/ یا افغانستان د خپلو نیابتي ډلو لخوا اشغال کړي چې ولس جاهل، دولتي دستګاه فلج، لرغونی فرهنګ محوه، ولس د تحقیق، ساینس او مدني حقوق محروم او د ختیځ پاکستان د پروژې په اومه موادو تولیدي سیمې بدل شي. ددې بیلګې ۱۳ مورده ښاغلي امرالله صالح عام څرګند کړي چې د پاکستان د رسمي غوښتنو په نوم ورته سپارل شوي وو.

۲/ افغانستان دوه درې ټوټې او داسی تجزیه شي چې غرونو بیلې کړې قبیلې او قومونه یي د دښمنۍ او کرکې اوج ته ورسول شي ترڅو د تجزیه شویو قبیلو او سیمو اشغال او کنترول ورته آسانه شي.

(Visited 37 times, 2 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.