The news is by your side.

ویښ ځوان، ویده ځوان او سوله

0

اجمل ستانکزی ـ

ویده ځوان: مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ويښ ځوان: دولت خو وايي چې د سولې لپاره د هیواد دننه او بهر د ټالیب په خوښه ځای کې خبرو ته تیار یم. که ټالیب غواړي زه ورته په هیواد کې دننه هم دفتر ورکوم. ټالیب دې ووايي زه اماده یم. 
ویده ځوان: بس مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ويښ ځوان: سوله له چا غواړې؟ دولت خو سولې ته اماده دی. دولت خو ان یو طرفه اوربند هم وکړ. خو ټالیب دی چې جګړه کوي او له خپل دولت سره د سولې په اړه حتا خبرو کولو ته هم تیار نه دی. ورشئ ټالیب ته ووایئ چې ولې له دولت سره د سولې په اړه خبرې نه کوي. 
ویده ځوان: نو چې ټالیب یې نه مني دولت دې یې ومني. مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ویښ ځوان: نو دولت څه ومني؟ نور څه وکړي؟ ستاسې څه غوښتني دي؟ ټالیب ته افغانستان پریږدي؟ 
ویده ځوان: زمونږ غوښتنه سوله ده. دولت چې هر څه کوي مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. 
ویښ ځوان: سوله خو د دولت په لاس کې نه ده چې تاسې ته یې درکړي. سوله خو د ټالیب په لاس کې ده ځکه جنګ ټالیب کوي. دولت خو یوازې دفاع کوي. که ټالیب جنګ ودروي نو سوله به خپله راشي. لاړ شئ ټالیب ته ووایئ چې جنګ بس کړه. 
ویده ځوان: مونږ ټولو ته وایو چې مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ویښ ځوان: نو چې د حل لاره هم درته نه ده معلومه. ټالیب هم سوله نه کوي. تا ته اوس څنګه سوله راولو؟ تاسې ووایئ چې د سولې راوستو لپاره کومه لاره باندې لاړ شو؟ 
ویده ځوان: مونږ نه پوهیږو هر څه چې کوئ مونږ سوله سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ویښ ځوان: ته د سولې قیصو نشه کړی یې. کله دې چې نشه خلاصه شي او په ارام فکر پدې خبره سوچ وکړې بیا ملامت او سلامت معلوم کړه او چې څوک سوله نه کوي هغه راونیسه. 
ویده ځوان: نور نه پوهیږم خو مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ. 
ويښ ځوان: دا اوس لکه ماشومانو بیځایه ضد دی چې ته یې کوې. دا بیځایه ضد دې سوله نشي راوستلای. که ریښتیا هم سوله غواړې نو له خپل دولت سره دې ودریږه او قوي یې کړه چې ټالیب په زور سولې ته مجبور کړي. خو که ته همداسې په خوله سوله غواړې او په عمل کې د دولت او ټالیب ترمینځ بې طرفه اوسې بیا نو د سولې د نه راتګ یو غټ خنډ ته یې.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.