The news is by your side.

پر قانون د پښو ایښودنې منطق ښکرونه باید مات شي

ایمل جلال

0

“د ملا تره خېل ساتونکو په رڼا ورځ د ترافیکو پولیس ووژلو، چا یې پوښتنه ونکړه. د اقبال صافي ډرایور سړی ووژلو چا یې پوښتنه ونکړه. د مسلمیار ارشد مشاور د وسلو، جعلي شناخت کارډونو، پلېټونو او پېسو سره ونیول شو، نه پوهېږم چې اوس چېرې دی خو څوک یې پوښتنه نه کوي. یوې وکیلې د صحت عامې په څلور لاري کې پولیس ته څپېړې بندې کړې، چا ورته پورته هم و نه کتل. د وکیلانو زامن د « و ج» په نامه یو تور پلېټ باندې لس غیر قانوني، یو کیلي او قاچاقي لوکس موټران ګرځوي، څوک یې پوښتنه نشي کولای. سکتوري وزیران ددې لپاره استیضاح کېږي چې د وکیلانو شرکتونو ته پروژې نه ورکوي، څوک چونګ نشي کولای. دا ځکه چې وکیلان نعوذ باالله خدایان دي. دا یواځې هغه دي چې په خپلو ګناهکارو سترګو لیدلي دي.
اوس چې پولیسو حد اقل دومره جرائت پیدا کړی چې ددې شیانو پوښتنه وکړي، جنابان نیمه شپه اضطراري جلسه رابولي او د امنیتي سکتور د وزیرانو استعفا غواړي!
جنابان د امنیتي سکتور د وزیرانو سره مشکل نه لري. اصلي قضیه د ټاکنو بحراني کېدلو ته زمینه برابرول دي. یو ځل بیا د ۲۰۱۴ د سناریو تکرار ته لمن وهل دي. کنه دا جنابان دومره تکړه نه دي چې په نیمه شپه له خوبه را پاڅي او جلسه ونیسي.
که پولیس سرغړونه کړې وي، عدلي او قضايي ارګانونه شته دی. دوی نور څه غواړي؟ د ملت یو شمېر ریښتني وکیلان له دې قاعدې مبرا ګنم خو په ټوله کې د قانون جوړونکي لخوا پر قانون د پښو ایښودنې منطق ښکرونه باید مات شي او دا کار باید همدا قانون وکړي چې دوی جوړ کړی دی.”

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.