The news is by your side.

په خدای که لا تر ايرانیانو پوه یو/ نصیر احمد احمدی

0

په خدای که لا تر ايرانیانو پوه یو، یا وطنپرسته یو او یا مو اقتصاد ور نږدې وي. په ايران کې دوه هفتې مخکې سيلابونه راغلل، سره له دومره امکاناتو يې کلي او ښارونه يوول، خرابیانې يې ورسولې او نږدې دوه سوه کسان اوبو ډوب کړل.
خو زما په دې خوار وطن کې د کوټه سنګي عکسونو کښته پورته کېږي. ان هغه دوکاندار هم پر ښاروالي نفرين وايي چې هر سهار د دوکان جاروشوې خځلې د دوکان تر مخ لښتي ته ور اچوي.
وه بابا! ځه! ته يې د کابل ښآروال. له دې بې نخشې، ګډوډ او بې کاناليزيسونه ښاره به دا اوبه څنګه باسې؟!
تا تر اوسه څه کړي دي. ایا په لښتي کې کوم لويدلي پلاستيک ته ور ټيټ شوی يې؟ ایا ګاونډي ته دي ويلي چې وروره، د کور یا دوکان دا مرداري دي په دې جویچو کې مه اچوه؟ ایا خپل ماشوم دې پوه کړی چې د کور کثافات چېرته واچوه؟
ایا کوم چاته دريدلی يې چې دا د کابل د سیند غاړه ده، که کور پکې جوړ کړې، نو د باران د اوبو مخه نيسي او سېل زما کورته راخيژي.
بس! یوازې نيوکو ته جوړ یو.
مه راته وایاست چې دا ملياردونه ډالره څه شول؟ پوهېږم! تر نیمايي ډيرې پيسې غلا شوې، خو که پر ځای هم لګېدلې وای، نوی ښار جوړېدای شوي، خو د کابل غوندې له زاړه او بې نخښې ښاره اوبه نه شوای ایسته کېدلای.
زه انجنیر نه یم، خو انجنیرانو راته ويلي چې اتیا فیصده بې نخشې ښار به ورانوې، بيا به د اوبو د وتلو لارې پکې باسې.
لطفا هر څه ته چيغې مه وهئ. باران د طبیعت برخه ده. اوري به، په داسې بې نخشو ښارونو کې به خټي جوړوي، اوبه به راځي، خرابي ورسره تړلې ده.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.