The news is by your side.

په دولتي ادارو کی په ښځو ولی جنسي تورونه لګول کيږي؟ 

0

د ټولی نړی په دولتي او نادولتي ادارو کی د جنسي اړيکو او حتا جنسي زورزياتي خبرې شته . دا پيښې په کلي ، ښار او بل هر ځای کی هم پیښيږي خو ګرم فرد وي ، نه اداره ، نه کلی او نه ښار .
نه پوهبږم ولی په دی ورځو کی د جنسي اړيکو تورونه زموږ د هيواد په مهمه دولتي اداره ارګ راپورته شوي دي او ولی يی سياسي بازار دومره تود کړی دی ؟
ولی دا تورونه د هيواد په اوسنيو حساسو سياسي حالاتو کی دومره راتاوده شول او ولی د فرد په ځای ادره تورنيږي ؟
زه ويره لرم چی د دی مسلی ترشا د پرديو استخباراتي شبکو او کوم ( بغدادي پير ) کوم شيطاني فکر او توطيه پرته نه وي او د ښځو دغه نسبي پرمختګ چی د زده کړو ، کار او ټولنيز ژوند کی راغلی ، بيا په ټپه ودروي .
دښمن د افغان ملت کمزورې نقطې تر موږ ډيرې ښی پیژني .
بله ورځ به د دغسی تورونو لړی تر پوهنتونونو او ښوونځيو هم وغځوي او د غيرت په نوم به ډيری افغان خويندی د زده کړو له حقه محرومی کړي ، ډيری افغان ميرمنی به د کار څخه په کور کينوي او په پايله کی به د ټولنی نيمه برخه چی ښځې دي ، نافعال کړي.
نو هيله کوم هغوی چی د ولسمشر سره د سياسي مخالفت له مخی هم دغسی تورنو ته لاسونه پړکوي ، د دی مسلی ژورو ته هم پام وکړي او د خپل کمپاين او سياسي مخالفت له پاره له هری وسلی کار وانخلي .
شيرولي شير

(Visited 52 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.