The news is by your side.

په دې ورځو کې د پاکستان د تجزيې سخته هوا الوځي

0

په دې ورځو کې د پاکستان د تجزيې سخته هوا الوځي، هند لګيا دی پدې کار کوي چې پر هندي پوځیانو بريد به بې ځوابه پاتې نشي، ايران بيا په خپلو پوځيانو د بريد پړه د امریکا او اسراييلو ترڅنګ په يو سيمه ايز هېواد چې اشاره يې پاکستان ته ده اچوي او د ايران بلوچ ناراضيان په مکران کې پټنځايونه لري، اروپايي ټولنې پاکستان د مالي محاسباتو په تور ليست کې شامل کړ او بله خوا ولسمشر غني د مونیخ په نړيوال مهم امنیتي کنفرانس کې دی او له هغه ځايه د پاکستان په منافقت نړۍ خبروي، دا يوازې بهرني فشارونه دي، په کور دننه پاکستان تر هر بل وخت سياسي ثبات او ملي اتحاد زيانمن ښکاري، سنديان او اردو ژبي هم لکه د پښتنو او بلوڅو په څير د پنجاب د استعماري سياست پر وړاندې راويښ شوي او اعتراضونه يې پيل کړي، اوس پاکستان له ځانه ددغه فشارونو د لري کولو پخاطر په طالب مشرانو کې پړي اچولي کله يې يوې خوا او بلې خوا ځغلوي او څارونکي وايي که اسلام اباد کې عمران خان له طالبانو سره وګوري، ددې احتمال بيخي زيات دی چې د پاکستان تر کنترول لاندې دا ډله به يې هم سره وويشل شي،لنډه چې نښې نښانې داسې دي چې سيمه کې لوی بدلون را روان دی او افغانانو ته پکار ده وضعيت تر جدي څارنې لاندې ونيسي تر څو يې د احتمالي خطرونو نه ځان ژغورلی وي او زه باوري يم چې ولسمشر غني تر بل هر چا دغه وضعيت ښه تشخيصولی او په رڼا کې يې ګامونه پورته کولی شي او موږ يې بايد ملاتړ وکړو چې په کور دننه مظبوط پاتې شو.

خوشال خلیل

(Visited 696 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.