The news is by your side.

پوښتنه دې عیب نه وي / اجمل ستانکزی

0

د ملي امنیت قطعې څلور کسه ځوانان په ننګرهار کې ووژل. په عکس العمل کې یې د ملي امنیت مشر استعفا ورکړه او ولسمشر د تحقیقاتو امر ورکړ.
وحشي ټالیب څو ورځې مخکې په فراه کې د یو پولیس ټوله کورنۍ (درې ماشومان او ښځه) ووژل، تیره ورځ یې په کابل کې په خودکش حمله کې ۱۶ بیګناه افغانان مړه او ۱۱۹ زخمیان کړل او دا دی نن یې بل ځانمرګی برید وکړ او ۱۰ بیګناه افغانان یې مړه او ۴۲ نور یې زخمیان کړل.
اوس پوښتنه دا ده چې د ننګرهار د څلورو کسو مرګ ولې دومره خلک یادوي خو د دې نورو بې نومه مړو په اړه بیا دومره څه نه وايي؟
هغه عکس ته ما له ډیره درده ونشوای کتلای کوم کې چې دغه پولیس د خپلې کورنۍ د مړو سر ته ناست وو. خو بیا هم ډیرو دا کس یاد هم نکړ. په کابل کې یې په دوه ورځو کې لسګونه انسانان ووژل خو دومره پرې چا عکس العمل ونه ښود. ولې د دولت پواسطه د وژل شویو څلورو کسانو په عکسو او د مرګ په خبرو فیسبوک ډک دی؟ خو د وحشي ټالیب پواسطه وژل شویو ته بیا دومره توجه نه ورکول کیږي. ولې؟
البته هدف مې دا نه دی چې دا ۴ کسان ګناهګار وو. هدف دا دی چې ولې د دولت پواسطه مرګو ته داسې هوا ورکول کیږي خو د وحشي ټالیب پواسطه د لسګونو ګمنامو بیګناه انسانانو مرګونو ته دومره هوا نه ورکول کیږي (که څه هم دولت وايي چې تحقیقات به کوو خو وحشي ټالیب وايي نر غوندې مو کړی). ځینې احساساتیان ان د دولت او نظام ورانولو خبرې کوي. دې کې خو به د دښمن لاس نه وي؟ پوهیږم یو شمیر خلک به له درده داسې وايي خو د دوی درد هغه وخت چیرته وي چې وحشي ټالیب تر دې لوی لوی وحشتونه کوي؟
د هر ملکي افغان په مرګ باید خفه شو که هغه دا تنکي څلور ځوانان دي چې له عکسو یې فیسبوک ډک دی او که هغه بې نومه او بې عکسه ځوانان، ښځې، ماشومان او سپين ږیري چې عکسونه او نومونه یې په فیسبوک کې نه یادیږي.
حکومت له وحشي ټالیب سره په جګړه بوخت دی او په داسې حالت کې د حکومت په ضد فکري جګړه کول په حقیقت کې وحشي ټالیب ته کمپاین دی. له دولته مو ګیله وکړئ، ځوابونه ترینه وغواړئ، اصلاحات وغواړئ خو داسې نه چې پښې یې ووهئ او سبا د دې څلورو په ځای د څلور میلونه نورو د مرګ سبب شئ.
احساسات مو کنټرول کړئ کنه احساسات به مو یو ځل بیا دا هیواد وران کړي. تاسې به یو سر ګټئ خو د احساساتو په وجه به مو لکونه نور سرونه قربان شي. د خپل عقل او فکر په مټ مو فیصلې وکړئ تر څو سبا هم پښيمانه نشئ.

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.