The news is by your side.

ځيني د امنيت شورا سلاکار ښاغلي محب ملامتوي چې ولې…/ خوشال خلیل

0

ځيني د امنيت شورا سلاکار ښاغلي محب ملامتوي چې ولې يې د‌خپل نږدې متحد امريکا پر وړاندې داسی تيزې څرګندونې کړې دي او فکر کوي دې سره به امريکا لا زياته غوصه او اړيکې ورسره خرابې شي او ددغو خرابو اړيکو څخه به په کور دننه جنګسالاران ګټه پورته کړي او مورال به يې لوړ شي.
دا دواړه اندېښنې په ځای دی، خو دا خبرې حتا دوه مياشتې مخکې بايد شوې وای او دا پيغام بايد امريکايانو ته ورکول شوی وای چې دوی له پاکستان سره د افغانستان په سر کوم پټ ډيل روان کړی، افغانانو ته د منلو وړ نه دي او افغانان حق لري پوه شي ددوی د برخليک په اړه څوک څنګه معامله کوي.
د امريکې سياست په اړولو او جوړولو کې تر افرادو د بنسټونو نقش زيات دی او محب بايد د افغانانو اندېښنې دغو بنسټونو ته رسولې وای او دا کار وشو، داسې هم نه ده چې خليلزاد هر کاره دی او هره خبره يې امريکايانو ته کاڼی کرښه ده، د امريکا په کانګرس او حکومت کې ډېر نور خلک هم د خليلزاد له دغه ډيل سره جوړ نه دي اوس که موږ رښتيا غواړو امريکا باندې خپله خبره ومنو نو خپله خبره مو همدا ده چې موږ طالبانو سره باعزته سوله غواړو، د نظام موجوديت او د دغه نظام د هر ډول وسله وال مخالف پر ضد که هغه جنګسالار وي که تروريست د قوي مشروع استعمال د حکومت حق ګڼو او خپل بهرني سياست د پاکستان په ولکه کې نه ورکوو، نو بايد سره يو موټي اوسو او امريکې ته وښيو چې موږ د خپل منتخب ولسمشر او امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ يو او دا ملت جنګسالاران او ددې وطن په سر هيڅ معامله نه مني، که موږ متحد اوسو هيڅوک را باندې خپل شوم سياستونه نشي منلی.
پرون راهيسی د امريکا سفير او د بلخ موضوع کې افغانانو خپله هوښياري او اتحاد وښود او دا يووالی بايد د څو فيسبوکي سياستوالو په غلطو اوازو او تبليغاتو خراب نشي.

(Visited 115 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.