The news is by your side.

ښاغلى اتمر د الکترونيکي تﺫکرو د وېش سرسخت مخالف و

0

موږ چې کله د دې هېواد د مالکانو په حيث د افغانستان په ملي تاريخ بحث کوو، د دې بحث د شرط او مقدمې په توګه په کار دي، چې د افغان ملت په ملي هويت باندې باور ولرو.
اتمر صيب په يوه اعلاميه کې د دې هڅه کړې، چې خپل ځان د افغان ملي تاريخ د مدافع په توګه را څرګند کړي.
ﺯموږ نه هېرېږي هغه وخت، چې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تصويب او تطبيق تر بحث لاندې و، په الکترونيکي تﺫکره کې د ملي هويت د ليکلو د مخالفو ګروپونو څو تنظيمونکي د امنيت شورا له مالي حمايتونو برخمن وو.
کله چې د تقنين چارې بشپړې شوې، ښاغلى اتمر د الکترونيکي تﺫکرو د وېش سرسخت مخالف و. هغه به د حکومت کاري ډلې په دې وېرولې، چې که تاسې د تﺫکرو وېش پيل کړى د کابل کوڅو کې به وينې وبهېږي. خو ملت هوښيار، ويښ او په خپل ملي هويت مين دى. تر اوسه يو لک تﺫکرې وېشل شوي، چې نيمايي يې غير پښتنو افغانانو اخستي دي. د کابل په کوڅو کې هم کراره کراري ده.
د افغانستان د ملي هويت او ملي تاريخ منکران اکثر د اتمر صيب په ټيم کې را ټول دي. د اتمر صيب د لومړي مرستيال يونس قانوني د خبرو په اساس د متمرکﺯ او رياستي اداري او سياسي نظام مخالفت هم د افغانستان له ملي تاريخ سره له دښمنۍ نه سرچينه اخلي.
د انساني عاطفې په لحاظ به نيک کار وي، خو په سياست کې د لطيف پدرام غوندې ملت دښمنه او هېواد دښمنه سړي سياسي عيادت ته درېدل د افغانستان د ملي تاريخ په وړاندې ستره بې اعتنايي ده.
لطيف پدرام د افغانستان تاريخ جعل بولي او څو ځلې يې غاﺯي امان الله خان ته علني توهين کړى.
هغه وخت چې د اتمر صيب ليکوال د ملي تاريخ په ننګه اعلاميه ليکله هماغه شېبه اتمر صيب د ملي تاريخ له يو شمېر منکرانو سره د لطيف پدرام عيادت ته ولاړ و.

 

اجمل هوډمن

(Visited 703 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.