The news is by your side.

ښاغلي محمد حنيف اتمر و نه شول کولای د سولې او اعتدال ټیم د غير متجانس ترکیب

0

ښاغلي محمد حنيف اتمر و نه شول کولای د سولې او اعتدال ټیم د غير متجانس ترکیب له امله په يوه مشترکه طرحه باندې راټول کړي، دوی حتا د ټاکنيز کمپاین د تبليغاتي موادو د محتوا په اړه اختلاف درلود. هغه څه چې څو مياشتې وړاندې د ښاغلي قانوني په غږيز کليب کې د سولې او اعتدال ټیم د طرحې په توګه افشاء او بيا وروسته په رسنيو کې د ولس له پراخ مخالفت سره مخامخ شول، د دې وړ نه وو، چې په تبليغاتي موادو او کمپایني ويناوو کې بيان شي. ښاغلی اتمر په دې پوهيده، چې د سیاسي نظام په جوړښت کې له ښاغلو هريو قانوني او عطامحمد نور سره منل شوي تغيرات به د سولې او اعتدال ټیم له سختو چلنجونو او مخالفتونو سره مخامخ کړي او که بالعکس د کمپاین په بهير کې يې په دې مواردو سکوت کړی وای، دا بیا د ښاغلي قانوني او عطامحمد نور لپاره د منلو نه و.
اتمر صاحب په دې پوهېده، چې په دواړو حالتونو کې ټیم له قطعي ماتې سره مخ کیږي، نو ځکه يې انتخاباتي ډګر پرېښوده. که په دې وضعیت کې هر بل څوک وای همدا کار یې ممکن کړی وای، خو اتمر صاحب د خپل ټیم ملامتي د ټاکنو په پروسه ور تاوان کړه. له ټولو اختلافي مسايلو سره سره چې د درک وړ دي، د ټاکنو له ملي پروسې سره دغسې يو برخورد ښه کار نه دی. د افغانستان له لوبېدليو سياستوالو دا توقع نه کېده، چې لويې ملي پروسې د خپلو ډلو د داخلي ضعفونو او سياسي اختلافاتو قرباني کړي.

اجمل هوډمن

(Visited 65 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.