The news is by your side.

ښکرور غوايي او بې لکیو خره

ندیم فقیري

0

د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت د استخباراتو بیورو چیف محمد یوسف په خپل کتاب ( Afghanistan -the bear trap) کې لیکي:
” د افغانستان د ننه یوه ورځ ماښام د خدای او رسول د لارې د مجاهدینو په یوه غونډه کې د اور شاو خوا ناست وو، په همدې وخت کې ما ووېل: آیا داسې یو غیرتي مجاهد به پیدا نشي چې د دې اور څخه په لوڅ لاس د اور یوه غټه سکروټې راواخلي؟
بیا زیاتوي: زما د دې خبرې سره سمدستي یو خیرن او څڼیور مجاهد رامنډه کړه، د اور له مینځ څخه ېې سکروټه راجګه کړه، تر هغې یې په لاس کې تاو راتاو کړه چې سکروټې ېې لاس ورته وسوځولو، خو هیڅ چرت ېې هم خراب نشو تاسو پوهیږئ چې ولې؟
بس همدا یې غوښتل چې ماته ځان وفادار، زړه ور غلام او مادون ثابت کړي. بله ورځ ما د هغې وخت د ای ایس ای پخواني مشر جنرل اختر عبدالرحمان ته پیغام واستولو اوو ورته ومې لیکل چې مبارک دې وي، د افغانستان د بربادې او تباهي خوبونه به مو هرو مرو یوه ورځ رښتیا او په حقیقت بدل شي، ځکه داسې ښکرور غوايي او بې لکیو خره مې د افغانستان د ورانۍ لپاره پیدا کړي چې په ټوله نړۍ کې ساری نه لیدل کیږي

نوټ: 
په انځورونو کې تاسو د کابل د ښار موټرو د پلیټونو یو پنجشیری غل وینئ چې د جهاد او مقاومت او ځینې غربي تکنوکراتانو له لوړ پوړو چورواکانو سره ېې ګډ انځورونه اخیستي.

Image may contain: 10 people, people standing and beard

(Visited 113 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.