The news is by your side.

کابو څو مياشتې مخکې مو د بندونو د جوړېدو سوچونه کول

عثماني

0
کابو څو مياشتې مخکې مو د بندونو د جوړېدو سوچونه کول، چا به پر کونړ سيند د بند لپاره د چندو خبره کوله او چا به د کوکچې د بند پر ګټو بحثونه کول. د پاشدان او بخش آباد، د اوبو د بندونو له جوړېدو ښايسته خبرونه راتلل، د شاتوت پر بند د کار لپاره تياری نيول کېده. شاه او عروس بند پرانيستلو ته چمتو و، شورابک تازه بشپړ شوی و او د دالې بند ته بوديجه ځانګړې کېدله. هره اوونۍ به د کجکي بند د دويم لاټ د کاري پرمختګ انځورونه او راپورونه خپرېدل. د اداينې او تنخا د سيسټم د ډيجيټل کېدو خوښۍ وې. شپږ ميليونه خلکو ته نوې تذکرې وېشل شوې وې او په هره اوونۍ کې زرګونو نورو ته وېشل کېدې.
د نيمروز په وچو دښتو کې کانالونه جوړېدل، نوې ځمکې تر اوبو لاندې کېدې او افغانستان د ځان‌بسياينې په لور سوکه سوکه مزل کاوه. په دې منځ کې به هرومرو فسادونه او خيانتونه ول خو بيا هم د هېواد لپاره يو څه کېدل. په کارځای کې خامخا ګډوډي، چټلي، خاورې، خځلې، شور ماشور، ګيلې او ناندرۍ او غصې او خپګانونه وي.
مګر اوس کرۍ ورځ په دې اړه سوچ کوو چې افغانان له لوږې مړه نه شي، بشري مرستې ورورسېږي. روغتيايي سيسټم فلج نشي، بانکونه دېوالي نشي، ښوونځي او پوهنځي پرانيستل شي او څوک مو ونه وژني.
د څه لپاره؟ ولې؟
عثماني
Leave A Reply

Your email address will not be published.