The news is by your side.

کله ناکله د مولايانو ناپوهي د هيواد او وګړو د تباهۍ لامل ګرځي

قاضي باران

0

ابن حجر عسقلاني (773 _ 852 هـ.ق) روايت کوي:
کله چې د طاعون تباه کوونکى افت مصر کې خپور شو، ځينو مولايانو ګومان وکړ چې د وچ کالى په څېر ابتلا ده او د استسقا لمونځونه بايده وشي ترڅو له طاعون څخه مومنان نجات ومومي، نو هغو بشپړ وګړو ته د استسقا جماعت لمونځ اعلان وکړو.
د مولايانو غوښتنې برابر ټول خلق راغونډ شول ډاګ ته ووتل او مولايانو دعاګانې وکړلې چې دا افت رفع شي هو به هو د استسقا په څېر.
د مولايانو په دې کړنې سره ګڼ شمېر مخلوق تباه شول او طاعون نور هم وګړو او په هيواد کې سرايت وکړو د استسقا بلنې ناسمه او سرچپه نتيجه ورکړه.
عراقى مورخ او ټولنپوه علي وردي د 1830 کال پيښو په هکله روايت کوي چې د عثمانيانو د والي داود باشا د دندې وروستیو کې د طاعون افت د عراق بغداد کې خپور شو، ګڼ مخلوق د طاعون له امله هلاک شول.
د انګلستان قنصل په عراق کې مسټر ريج د قونصلګرۍ طبيب په مرسته د طاعون د مخنيوى لپاره عاجل کاري پلان جوړ کړو او داود باشا ته يې وړاندې کړو ورته يې مشوره ورکړه چې وګړي بايده د څو مودې لپاره قرنطین شي ترڅو د طاعون مخنيوى او درملنه ترسره شي.
داود باشا د انګلستان د قنصل پلان منظور کړو او فرمان يې د پلې کولو ورکړو خو دلته مولايانو د اعتراض ږغ پورته کړو او وګړو ته يې فتواګانې ورکړلې چې دا پلان او قرنطين کول د شريعت خلاف کړنه ده.
د قرنطين او د طاعون د مخنيوي پلان شنډ کړل شو د انګلستان قنصل خپلو کارکوونکو سره بصرې ښار ته تېښته وکړه او والي داود باشا د کاظميه پټيو ته پناه يوړه.
هماغه وو چې طاعون بغداد کې خپور شو ناروغي له کنټروله ووتله سړکونه او بازارونه د مړو په تنو ډک شول.
کله ناکله د مولايانو ناپوهي د هيواد او د وګړو د تباهۍ لامل وګرځي لکه نن صبا چې قاري صاحب اياز فتوا ورکوي ايمانداره عوامو ته ترڅو په دې کورونايي حالاتو کې راغونډ شوي د هغه په جومات کې.
څرنګه چې دولت د هيواد او هيوادوالو د روغتیا دنده په غاړه لري همدارنګه مولايان هم بايده خپله دنده په ځيرکتيا سره ترسره کړي خپل زان او هيواد د تباهۍ منګولو ته ونه سپاري

(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.