The news is by your side.

که غواړئ افغانستان جوړ پاتې شي نو

اجمل ستانکزی

0

که غواړئ افغانستان جوړ پاتې شي نو امنیتي ځواکونه مو غیرسیاسي، غیرمذهبي او غیرقومي کړئ.
غیرسیاسي پدې معنا چې باید د هیڅ سیاستوال په ملاتړ قوانین مات نکړي او یوازې د منتخب ولسمشر امر ومني.
غیرمذهبي پدې معنا چې له هیڅ مسلمان دښمن سره باید همدردي ونلري او د خپلې عقیدې په وجه ورسره نرمي ونکړي یا ورته تسلیم نشي. همدارنګه د عقیدې لپاره په هیڅ نامسلمان همکار ډز ونکړي او د مسلمان دښمن په مقابل کې ان د خپل نامسلمان وطنوال یا همکار کلکه دفاع وکړي.
غیرقومي پدې معنا چې هیواد ته پخپل قوم لمړیتوب ورکړي او هیڅ قومي ټیکدار یې غلط نکړای شي .
پوهیږم په افغانستان غوندې هیواد کې دا کارونه سخت دي خو ناممکن هم نه دي. که دا ولسمشر د پورته اصلاحاتو شروع وکړي نو یو څو ولسمشره وروسته به مونږ هم داسې امنیتي ځواکونه ولرو چې له ډاره یې څوک نه موازي حکومتونه اعلان کړای شي او نه هم څوک له ګاونډیانو جهادونه ورسره وکړای شي او نه یې هم د قوم او ژبې په نوم څوک غلط کړای شي.

(Visited 42 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.