The news is by your side.

کوم افغاني غيرت؟ / عبدالنافع همت

0

ښځي به په اووو پردو کي نغاړي، ښوونځي ته به يې نه پرېږدي، که ډاکټر ته يې بيايي، نو نرس ته به وايي چي مړوند يې مه لوڅوه پر لستوڼۍ سربېره پېچکارۍ ورولګوه، خو بلي خوا ته به د همدې ټولني سوداګر د پاک لمنو مېرمنو لمن پر شا وراړوي. دا خبره ځکه کوم چي له کابله تر هراته پوري د لويي لاري دواړو څنډو ته سلګونه دوکانونه، رسټورانونه، د تېلو پمپونه او نور تجارتي ځايونه جوړ سوي دي، خو ايا د ښځو لپاره يو تشناب سته؟ په دې دومره اوږده لاره کي مېرمني د رفع حاجت يا اودس مات لپاره چېري ولاړي سي؟ ايا پرده دې ته وايي چي د ښځو مخونه، مړوندونه او ذهنونه پوښلي وساته او د شرم ځای يې ښکاره کړه؟ که کومه مېرمن د اودس مات لپاره د لاري څنډي ته او يا په پټي کي پر اودس مات کښېني، نو بل غيرتمند به يې په موبايل عکس واخلي، په فيسبوک کي به يې خپور کړي، نور به بيا دغه ناوسه مېرمنه د اطرافي، وروسته پاتي، نالوستي او نورو تورونو ولړي. اوس خو عام ذهنيت دا دی چي خلک له افغاني ناموس سره دې جفا ته هم مدني فعاليت وايي.

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.