The news is by your side.

یوازې پۀ دې نارو سورو باید بسنه ونۀ شي

0

غلام رباني فیاض ـ

یوازې پۀ دې نارو سورو باید بسنه ونۀ شي چې د فیسبوک پر دیوالونو همدا د بدنامۍ شعارونه ځړوو:
خوست کې قصابانو د خرو غؤښې خرڅؤلې.
هغه قصابان ونېؤل شؤل چې مردارې غؤښې یې خرڅؤلې
او دې ته ورته ……………
خبره داده چې تر څو پۀ هېواد کې سیسټم او نظام ونۀ لرو تر هغو به مونږ د همداسې بدمرغیو سره مخ یو.
ښاروالي د څۀ لپاره وي؟
د روغتیا وزارت یا ریاست څۀ دنده لرې؟
ایا تاسو پر دې خبرې غؤر کړی دی چې دا لومړی ځل نۀ دی چې داسې نادوده رامنځته شوه.
لۀ ما نېؤلې تر تاسو هر یؤ به حتماً لۀ همدې مردارو خؤړلي وي او دا یؤ تریخ حقیقت دی.
ځکه چې خپلسري چې پۀ عربي کې ورته عشوائیه یا عشوایت وایي چېرته هم واکمنه وي هلته دا ډؤل کړنې څۀ نوې خبره نۀ ده.
نو:
ټول باید دا هوډ وکړو چې تر هغې به غؤښه نۀ اخلو تر څو سیسټم مو منظم شؤی نۀ وي.
① هر قصابي دوکان باید د ښاروالۍ سره ثبت شي.
②هر قصاب باید د غؤښې د خرڅلاؤ لپاره لایسنس ولري.
③ قصاب باید چې خېرن او پر وینو لړلی نۀ وي بلکه خپل یونیفرم باید ولري او هغه باید چې پاک او ستره وساتل شي.
④ د ښاروالۍ لۀ خوا دې پر همدې منظور یؤ منظم د څار پلاؤی جوړ شي چې لۀ هر دوکانه څارنه وکړي.
⑤ د قصابانو لپاره باید ځانګړی مارکېټ شتون ولري.
⑥ هیڅ قصاب ته باید اجازه ورنۀ کړل شي چې د بازار پۀ منځ کې یا د سړک پر غاړه څارؤی حلال کړي بلکې کۀ شونې وي ددې لپاره دې ښاروالي مسلخ یا (حلالتون) جوړ کړي.
⑦ د هر حلال شوي څاروي پر غوښه باید د ښاروالۍ د څار کمیټې مهر ولګېږي.
⑧ د قصاب دوکان باید چې بغېر لۀ یخچاله نۀ وي.
⑨ د قصابۍ دوکان باید بې دروازې او وره نۀ وي تر څو لۀ مچانو خؤندي وساتل شي.
⑩ قصاب دې پۀ دوکان کې د اوبو پایپ ولري.
نورې بلا ډېرې خبرې دي خو لیکل یې راته بې ګټې ښکاري خو یوه خبره اړینه ده چې هر سرغړوونکی قصاب باید د ښاروالۍ لخوا نغدي جریمه شي.
زۀ پوهېږم چې زما دا ټولې خبرې به تاسو ته اپلتې ښکاري خو کۀ ریښتونی هوډ ولرو او لۀ مردارو ځان ساتل غواړو نو دا به زغموو.
خېر دی کۀ د پنځه سوو پر ځای کیلو غؤښه پۀ شپږ سوه واخلو.
خېر دی کۀ د اونۍ پر ځای غؤښه چېرته پۀ میاشت کې وخورو خو لږ تر لږه خو به مو داسې څۀ خؤړلي وي کنه چې زړۀ مو ومني.
کۀ هر یؤ دا نارې وهو چې ښاروال دا ونۀ کړل او ها یې ونۀ کړل نو دا راته بې انصافي ښکاري.
اوس ښاروال به خلکو او ولس ته ضمیر لۀ کومه اخلي او کۀ بیا یې ورته واخلي نو ددې مردار خوړې ټولنې پۀ مغزو کې یې څنګه ورپیچکاري کړي.
راځئ چې ټول لاس پر کار شو !
راځئ چې شخصي ګټي یؤ اړخ ته کړو او ملي ګټو ته ترجیح ورکړو.
د یؤ ښېرازې او پاکې ټولنې پرلور
ورور مو غ – ر- فیاض

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.