The news is by your side.

!!له پي ټي ایم سره د افغانستان د پښتنو په فکري ملاتړ انتقاد؟

0

یو شمیر تاجیک او هزاره له پي ټي ایم سره د افغانستان د پښتنو په فکري ملاتړ انتقاد نیسي

یو شمیر تاجیک او هزاره له پي ټي ایم سره د افغانستان د پښتنو په فکري ملاتړ انتقاد نیسي. خو دا خلک خپله بیا د ایرانیانو چاپلوسي کوي او د ژبې او وینې له لارې ځان په هغوی پسې تړي او نه یوازې دا چې بې معنا ایراني لغتونه ترینه کاپي کوي بلکې دومره د کمترۍ په احساس اخته دي چې حتا ایراني لهجه هم ترینه کاپي کوي او خپله شیرینه لهجه پټوي. دا هماغه خلک دي چې ځانونه افغانان نه ګڼي او د افغانستان تاریخ جعلي ګڼي.
مونږ چې دوی ته د ایران (چې دوی ته تر سپي هم ټیټ ګوري) په چاپلوسي څه نه وایو نو دوی ولې په مونږ د پاکستان د پښتنو (چې مونږ ته د مشر ورور په حیث ګوري) په فکري ملاتړ انتقاد نیسي؟ دوی به یا له ایران سره د وینې تړاو ولري یا نه خو پښتانه خو په وینه هم سره تړلي.
خو ښکاره خبره ده چې تعصب لري. او پدې تعصب کې دومره ړانده شوي چې د خپل دولت په ضد ان د دښمن ملاتړ کوي.
دا ډله خلک په ظاهره د پاکستان مخالفت کوي خو چې د عمل وخت راشي نو دا تیرو څه د پاسه لسو کلو وښودله چې دوی بیا هماغه څه کوي کوم چې پاکستان غواړي. دا ډله خلک هم لکه وحشي ټالیب د پاکستان سپي دي.
نو دولت څنګه قوي شي چې له یوې خوا یې پښتانه مذهبي افراطیان ددین په نوم د پاکستان لپاره ورانوي او له بلې خوا یې تاجیک او هزاره قومي او ژبني افراطیان د قوم او ژبې په نوم د پاکستان او ایران لپاره ورانوي.

اجمل ستانکزی

(Visited 52 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.