The news is by your side.

یو وخت وو. افغان دولت له شوروي سره ولاړ وو

اجمل ستانکزی

0

یو وخت وو. افغان دولت له شوروي سره ولاړ وو. په پيښور کې د امریکا کونسلګري وه او د افغان دولت ضد مجاهدینو سره به یې مرستې کولې. هغه وخت به پاکستان افغانانو ته ویلې چې هیواد ته مو کافر روسان راغلي ورشئ جهاد ورسره وکړئ. زمونږ احساساتیانو به هم ټوپک ته لاس کړ او د پاکستان په خوله به یې د خپل دولت په ضد جګړه کوله.
نن افغان دولت له امریکا سره ولاړ دی. په پیښور کې د روس کونسلګري خلاصه شوې او د افغان دولت ضد مجاهدینو (ټالیبانو) سره مرسته کوي. نن بیا پاکستان افغانانو ته وايي چې هیواد ته مو یهود امریکایان راغلي. ورشئ جهاد ورسره وکړئ. نن هم زمونږ یو شمیر احساساتیانو د پاکستان په خوله له خپل دولت سره جګړه شروع کړې.
له دومره اوږدې ډرامې وروسته هم یو شمیر په عقل ړانده فکر کوي چې د افغان دولت ضد یاغیان (مجاهد، ټالیب او نور) په سمه دي. دوی له پاکستانه دومره پوښتنه نه کوي چې ولې دې پرون د امریکا په مرسته له روس سره جنګولم او نن مې د روس په مرسته له امریکا سره جنګوې؟
ځه هغه وخت خو نه پوهیدې نو اوس څه بلا درباندې شوې؟ اوس دې ولې سترګې پټې دي؟ اوس دې ولې پاکستان له خپل دولت سره جنګوي؟ پاکستان خپله کله له روس نه مرسته اخلي او کله له امریکا نه او تا پرې خرابوي. ته څه بلا وهلی یې چې کله په روس ځان تباه کړې او کله په امریکا. ولې ته لکه پاکستان له دوی نه ګټه نه اخلې؟ د دې بیځایه احمقانه غیرت په وجه خو خوار او ذلیل یې. دنیا په څه کې ده او زمونږ احمقان لا هم د جهاد، هجرت، شهادت، یهود، عیسوي، مسلمان، اسلام، کفر او نورو بې معنا قیصو باندې اخته دی. نن نړۍ ته ملي ګټې تر عقیدو مهمې دي او هیڅوک به هم خپل هیواد لکه زمونږ پسه ملت د خپلې عقیدې لپاره قربان نکړي. هغه سعودي چې د کال ملیاردونه ډالر د اسلام په وجه ګټي هم به د اسلام لپاره خپل هیواد خراب نکړي.
هی مذهبي افراطیانو! چې نور به مو خلک څومره غلطوي؟ چې تاسې به کله عقل استعمالوئ؟ چې تاسې به کله د نورو په ځای هیواد ته وفاداره کیږئ؟ چې تاسې به کله د ۲۱مې پيړۍ انسانان کیږئ؟

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.