The news is by your side.

یو چا ویل چې پاکستان کې مذهبیان پورته شوي

اجمل ستانکزی

0

یو چا ویل چې پاکستان کې مذهبیان پورته شوي او له خیره سره هغه هیواد کې به هم جهادونه پيل شي.
خو د پاکستان مذهبیان لکه زمونږ د مذهبیانو احمق نه دي چې د عقیدې لپاره دې هر څه وران کړي. هغوی که راپورته کیږي هم نو د لارډ میکالې د قانون لاندې به راپورته کیږي او هیڅکله به هم د خپل دولت او خپلې اردو په ضد ټوپک پورته نکړي. برعکس که بل څوک یې د دولت او اردو په ضد ودریږي نو دوی به هماغه دقیقه د خپلې اردو ملاتړ ته ورودانګي.
پاکستاني مذهبیانو ته اول وطن مهم دی بیا اسلام. دا لوده ګان زمونږ مذهبیان دي چې د اسلام لپاره خپل هیواد هم ورانوي. هر څومره مارچونه او مظاهرې چې وشي بیا به هم د پاکستان پالیسي د افغانستان په اړه هماغه زړه د وژنې او ورانونې پالیسي وي چې تر فضل رحمانه به یې ټول مني او عملي کوي.

(Visited 23 times, 2 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.