The news is by your side.

د شرر شاعري او د شعر اغیز (مرکه)

مرکیاله: شېبه ګهیځ

0 381

دا یو منل شوی حقیقت دی، چې ژبه د افام او تفهیم وسیله ده. له دې جلمې څخه هنري ژبه او په ځانګړي توګه شعري ژبه بیا داسې وسیله ده، چې ژبې ته ښکلا وربخښي او دا ښکلا ددې لامل کېږي، ترڅو خبرې ژر د انسان ذهن او زړه ته لاره وکړي. لامل یې همدا دی چې هنري ژبه د ژبې یوه اړخ ته ، چې هنري ښکلا ده، پام کوي. په عام انساني ژبه کې موږ یوازې او یوازې مانا لېږدوو؛ خو په هنري ژبه کې همدغه کار بیا په داسې یو انداز کېږي چې یوه ځانګړې ښکلا ولري او موضوع داسې وتوږل او انتقال شي چې له معمولي ژبې سره یې توپېر وشي.
په یاد موضوع مو له شاعر شرر ساپی صېب سره مرکه کړې.

مرکیاله: شېبه ګهیځ
مرکه کېدونکی: شرر ساپی

 

 شرر څوک دی؟
شرر ساپې چې خپل نوم يې محمد طاهر او د شير احمد خان زوې دې په 1360 لمريز کال د سلواغې په مياشت کې دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالې کې په يوه متدينه او غريبه کورنې کې زيږيدلې دې .
د روسي سره استعمار د يرغل پر محال يې کورنې گاونډِِي هيواد  پاکستان ته مهاجره شوه . نوموړې شپږ کلن و چې د پلار د رحمت له سيوري نه بې برخې شو . زده کړه  : شرر ساپی په کال ۲۰۰۰ م کې له دولسم ټولکي نه فارغ شو او په همدغه کال یې کلیة لغة العربیة کې داخله واخسته او دعربي ژبې ادبیات یې ولوستل . په کال ۲۰۰۱ م کې یې افغان پوهنتون په عمومي ازموینه کې ګډون وکړ او دطب پوهنځي ته بریالی شو خو داقتصادي ستونزو له کبله يې پریښود . دوه کاله یې د  کنړ ولایت په باختر اطلاعاتي آژانس د عمومي مسؤل په توګه دنده سرته رسولې .
دوه کاله یې د هندوکش خبري رسانۍ سره کار کړی دی

شېبه: څنګه مو شعر لیکل پیل کړ؟
ساپی:  له کوچنیتوبه مې شعري کیسې لوستلی، په لسګونو کتابونه مې ولوستل ذوق مې همدغومره و، بیا د رحمان بابا دیوان واخیست، تر هغې دا خوندور و، ورپسې مې د حمید بابا دیوان واخیست، دا مې له هغه نه ډېر خوښ شو، تر دې چې په سلګونو شعرونه مې په یادو زده شول، بیا خپل د شعر په نامه یو څه ولیکل، د کودک په نامه اونیزې ته مې ولیږل، چاپ شول او کیسه همدغسې پیل شوه.

شېبه: څومره کتابونه مو چاپ شوي او د شعر تعریف په هکله ستاسو نظر؟
ساپی: د مادیاتو د عروج په زمانه کې
شرر بیا هم په خبرو پسې مړ دی
تر اوسه مې کوم کتاب نه دی چاپ شوی
شعر کوم جامع او مانع تعریف نه لري، ځکه چې هر وخت د نوښت په حالت کې دی، خو د شعر په اړه زما احساس دی، چې شعر د طبیعې نظام نه بغاوت او د خپلو نفسیاتو سره سم، په اهنګینو الفاظو د نوی نظام جوړول دی

شېبه: پر ټولنې او په ځانګړي ډول پر ځوانانو د شعر اغېز؟
ساپی: د بشر په تاریخ کې شعر ډېر سرونه له داره راښکته کړي او ډېر یې په دار خېژولي، د میوند سوبې ارزښت د ملالې، شعر ته راګرځي.
که په دې اړه تفصیل ورکړو شاید لسګونه صفحې شی

شېبه: اوس مهال څنګه شاعري ته اړتیا ده؟
ساپی: شاعري هغه ده چې په زمان او مکان پورې نه وي تړلي، کومه شاعري چې د ضرورتونو پر بنا رامنځ ته کیږي د شاعر له مړینې مخکې مري، نو د شعر لپاره به زمان او مکان نه محدودو.

شېبه: په نوي شاعرانو کې مو د چا شاعري لوستلې ده یا مو شعرونه خوښ دي؟
ساپی: د ټولو شاعري لولم، که نومونه واخلو ډېر به شي، خو ښه شاعري د هر چا لولم، د ښه شاعر تعریف د اغلبیت پر بنسټ کیږي، د چا چې ښه شاعري ډېره وي، موږ یې ښه شاعر بولو.

شېبه: د نویو ځوانانو د شعرونو په هکله مو نظر.
ساپی: ځوانان باید د شعر تر لیکلو مخکې په خپل ادبي ذوق صیقل کړي، ادبي ذوق، د ښو شعرونو په انتخاب ښه تر سره کیږي، له هغه وروسته دې بیا د شعر په لیکلو پیل وکړي، پښتو ادب کې د شعر کیفیت ته ډېره اړتیا ده، کمیت یې تر ټولو زیات دی.

له جناب شرر صېب نړۍ مننه چې وخت یې راکړ او له رنګینو خبرو یې برخمنه شوم. په پای کې هم د شرر صېب خوندور غزل.

 غزل

کرار درنه نور ځان راټولومه لکه زړه
تر څو به په خپل ځان ظلم کومه لکه زړه

تر څو به لکه سیوری درپسې وم درپسې
تر څو به دې سینه کې ګرځومه لکه زړه

تر څو درته معلوم نه شي د خوږ زړګي ارزښت
تر هغې به دې ښکليه زورومه لکه زړه

یو وخت و چې هر وخت به په هر چا مینېدم
هغه وخت کې بیخي نو داسې ومه لکه زړه

شرره د خوږ زړه درزا مې وینې او که نه؟
خو بیا دې هم په سترګو ښکلومه لکه زړه

Leave A Reply

Your email address will not be published.