The news is by your side.

آیا له ټوپک سره مو ولې مینه ده؟/ مخلص درمل

0

د افغانانو ټولنیز، اقتصادي جوړښت داسې و، چې اقتصادي ملکیت (په تېره بیا ځمکه، کور، رمه، اوبخورسیستمونه، غر، ځنګل، څړځای او نور) یې د کورنۍ د نرینه (مېړونو) تر منځ وېشل کېدل، دغه وېش د تربورګلوۍ سیالي رامنځته کوله او هرکله به چې افغان ته پردی دوښمن نه کواښېده، نو په خپل کور یې ځان ته دوښمن پیدا کاوه، تربور، او حتی ورور او وراره. په دغه کورنۍ سیالۍ کې هم د ځانساتنې او ځان لوړاوي په خاطر وسله په کاروه او دلته نو وسله د کور ګاڼه ګڼل کېده.
(ویښتیا روښانتیا او بدلون  لېوال)

په کتابونو کې داسې ویل کېږي، چې (د یوځل خطاء څخه تجروبه واخلئ او په راتلونکي کې ورنه ګټه پورته کړئ) خو متأسفانه چې موږ د دې خبرې برعکس کاروونه کوو د وسلې پر مټ به مو ریښتیا هم په پخوا  جنګ ګټلی وي زه څه نه وایم؛ خو اوس دومره وایم چې باید له دې لس کلنې جګړې څخه دومره تجروبه باید حاصله کړوو چې نن جنګ د ټوپک نه بلکي فکري او اقتصادي جنګ دی او په راتلونکي کې ورنه ګټه پورته کړو، سوچ وکړئ که چېرې په دیارلسوه نویمو کلونو کې د خلکو جامو ته نظر واچوو نو پوه به شو چې جامې به یې لنډې کولې او پنڅې به یې لویې ورکولې خو اوس اوږدې جامې او کوچنۍ پنڅې ورکوي که چېرې د هغه وخت رواج اوس یو څوک وکړی نو ټول خلک به ورپورې وخاندي او حتأ ځینې به لېونی هم ورته ووایې.

بل مثال: لس کاله پخوا به افغانانو دا رنګه وېښتان نه جوړول لکه څنګه چې یې اوس جوړي نو که چېرې  یو چا لس کاله پخوا د نن به شکل وېښتان جوړ کړي وای نو په ټولنه کې به د ټولو له  خوا رټل شوی وای او ټولو به ورپورې خندا کړې وای او د زیاتو ربړو سره به مخ شوی وای؛ نو اوس هغه وخت رارسېدلای چې د ټوپکو او تورو د جنګ رواج له منځه تللی، خپل ځای یې فکری او اقتصادي جنګ ته پرېښی او متأسفانه چې نن ورځ افغانان په همغه پخواني سټایل کې دي او به خپلو منځونو کې جګړې سره کوي او ځان یې د ټولو ملکونو دخندا کړی دی او د ټولو یرغلګرو د جنګي وسلو د استعمال ځای هم ګر ځېدلی، اوس له بې پلوټه تیارې سره په ټوپک جنک کول یو بې شعور کار دی، زموږ او د دنیا فرق دادی چې نړۍ ټوپک جوړوي، خو موږ پرې یو اوبل پرې وژنو.

حل لاره: موږ باید خپلو راتلونکو بچیانو ته داسې روحیه ورکړو څو تر څو له ټوپک څخه فاصله پیدا کړي، نه مینه، د وطن راتلونکي بچیان باید داسې وروزل شي تر څو ټو پک جوړ کړي، نه چې پرې جنګ وکړي، ټول باید جوړونکي و اوسېږي، خرابونوکو په مقابل کې باید شعوري اقدام وکړوو.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.