The news is by your side.

اتلس کاله جګړه د افغانستان که د کشمیر لپاره

0

محمد الیاس سعیدي

د قهر او غوسې پر مهال انسان د زړه خبره کوي. د کشمیر په اړه د پاکستان د مسلم ليګ د مخکښ غړي شهباز شریف څرګندونې په افغانستان کې د طالب په نوم د روانې جګړې پټ مخ نور هم را څرګند او روښانه کړ.

د طالب د جګړې شرعي مشروعیت د مکې د امام له فتوا نیولې د اسلامي هېوادونو شورا پورې ټولو ننګولی او تازه یې د استخباراتي اهدافو مخ هم ښه روښانه شو. نور نه څوک طالب د ملي ارزښتونو پالونکی بللای شي او نه طالب د افغان په نوم او چوکاټ کې خرڅولای شي.

د پاکستان له جوړېدو دغه هېواد د کشمیر پر سر له هند سره اختلاف لري او د کارګیل په څېر جګړو کې یې د خپل هېواد له مشروع قوې پر استفادې سربېره تل د غچ اخیستو لپاره غیر دولتي عناصر هم روزلي او پاللي دي.

د لشکر طیبه ډلې د پخواني او د جماعة الدعوه ډلې د اوسني مشر حافظ سعید او نورو ټروريسټي ډلو فعالیتونه له غیر دولتي عناصرو د استفادې یوه بېلګه ده، خو خبره دلته ده چې پاکستان د خپلو نیابتي جنګیالیو په وسېله څنګه د افغانستان ثبات د کشمیر له مسالې سره تړلی دی؟ تر ټولو مهمه خو دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې طالب ولې د پاکستان د دې هدف لپاره افغانستان لوټه لوټه کړ؟ ولې یې زرګونه ملکیان په نښه کړل؟ او یوازې په تېرو پنځو کلونو کې یې له پنځوس زرو زیات افغان سرتېري قرباني کړل؟

د افغانستان حاکم زعامت ته په روان وضعیت کې دوه لوی او پېچليمسوولیتونه ور تر غاړې دي. لومړی چې حاکم نظام د سولې په خبرو کې روغ وساتي او دویم، طالب هم د غلامي له پېچلې کړۍ را وباسي، ځکه هغوی چې ځان خرابوي، نور هم خرابوي او اوس افغان حکومت ته بله لار نه ده ور پاتې.

همدا اوس د سولې ټوله پروسه د هند او پاکستان د جنجالونو له وجې ولاړه ده، خو د طالب چونګ هم نه خېژي او باید و نه خېژي، ځکه د غلامي په پېچلې کړۍ کې ښکېل طالب به اوس څنګه ځان له سیمه‌یزو سیالیو خلاصوي؟

تر ټولو مهمه خبره اوس دا ده چې کله افغاني ډیالوګ پیلېږي، د افغان سولې په متن بحث هغه مهال کېږي؛ نو طالب به څه ډول له دې سیمه‌یزې لوبې د خلاصون تضمین ورکوي؟

له القاعده، حقاني نیټورک او نورو نړیوالو ترهګرو سازمانونو د بېلتون تضمین سخت دی، خو تر ټولو سخت د پاکستان له نیابتي استازولي د ځان خلاصول دي چې همدا اوس یې له امله د افغان سولې بهیر په ټپه ولاړ دی. پر دغو سیمه‌یزو ټولو اړخونو سربېره بله سخته پوښتنه دا ده چې طالب ولې او څنګه د کشمیر د ازادي لپاره له پنځوس زرو زیات افغان سرتېري شهیدان کړل، په لکونو نور عام ملکیان یې په ویر کېنول او هره ورځ یې د لویو ښارونو په یوه څنډه کې په لسګونو کورنیو اور بل کړی وي.

د یو سرټمبه حیوان غوندي هر وژونکی که نن یوازې په خپل زور حساب کوي او هر څه یې چې زړه وغواړي هغسې کولای شي، خو کله چې د نړیوالو ضمانت کوونکيو او تاييد کوونکيو تر منځ د خبرو مېز ته کېنې، د پورتنیو پوښتنو ځواب ویل بیا دومره اسانه کار نه دی.

په جګړه کې په زور او بارود حساب کېږي، خو په خبرو کې په منطق، استدلال او تضمین حساب کېږي. د نیابتي جګړې په میدان کې که مالي سرچینې پټې وي یا عمده برخه یې جرمي اقتصاد وي، خو په خبرو کې بیا دې هر څه حساب او تضمین کېږي.

که د بحث د خلاصې په ډول یې ووایو، په تېرو اتلسو کلونو کې طالب د کشمیر د جګړې لپاره په افغانستان کې نظام او خلک وکړول او پاکستان چې دغه ځواک را منځ ته کړ، له هغې ورځې یې تر ننه د کشمیر مساله له دوی سره غوټه وساتله.

طالب خپله ټوله جګړه د پاکستان لپاره کړې کوي يې، له هماغه ځایه قومانده ورکول کېږي او له هماغه ځایه تجهیزېږي. د طالب په جګړه کې یوازې افغانستان وران شوی، افغان وژل شوی او افغان ځپل شوی.

له طالب سره سوله د افغانستان مجبوریت دی، ګنې د هغه چا چې هدف، قومانده او تجهیز پردی دی، هغه څوک چې د بل لپاره خپل کور ورانوي او هغه څوک چې د بل لپاره په ځان پورې بمونه تړي، نورو ته هيڅ خیر هم نهشي رسولای.

طالب د افغان ټولنې مات لاس دی او په غاړه یې پروت دی، نه ترې کار اخیستل کېږي او نه ایسته غورځول کېږي، خو درد به یې زغمې او پر غاړه به یې ګرځوې، تر هغو چې جوړ شي روغ شي او خپل بار په خپله پورته کړي.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.