The news is by your side.

اخترمېنګل: پاکستان اول د کډوالو نه مجاهدين، طالبان او بيا ترهګر جوړ کړل

0

د بلوچستان نيشنل ګوند (مېنګل) مشر ويلي “مونږ (پاکستان) څو ځله د خپلو وقتي ګټو دپاره ملک په خطر کې اچولی”، اول يې “د کډوالو نه مجاهدین او طالبان جوړ کړه او بیا يې دغه طالبان ترهګر جوړ کړل”.

بلوڅ ملتپال مشر سردار اختر مېنګل وايس اف امريکا سره په مرکه کې ويلي، په کال ۱۹۷۹ کې په افغانستان کې د سويت يونین (روس) د راتلو وروسته کډوال جوړ کړی شوي او بيا د دغو کډوالو نه مجاهدین او طالبان او بيا ترې ترهګر جوړ کړل شو.

مېنګل ويلي نن د ملک د دفاع (ساتنې) غټه برخه د هغو ترهګرو سره په جګړه لګېږي کوم چې مونږ (پاکستان) په خپله جوړ کړي وو.

د وي او اې اردو څانګې د خبر تر مخه بلوڅ مشر حکومت ته خبرداری ورکړی چې ملک درېمې سيمه ييزې جګړې پلې روان دی ځکه چې رياست د نورو د ګټو دپاره ملک سيمه ييزې جګړې ته راکاږي.

هغه ويلي دې ځل له به د جګړې مرکز قبايلي علاقې نه بلکې بلوچستان وي.

نوموړي ايران او سعودي عرب پله په اشارې کولو سره ويلي چې رياست يو ځل بيا د نورو د ګټو دپاره ملک درېمې سيمه ييزې جګړې ته ور ديکه کوي او د هغې مرکز به بلوچستان وي.

اختر مېنګل دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې روانه مياشت په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي “په بلوچستان کې د شخړو نوې علاقې پرانستل شوي او پښتنو علاقو ته خورې کړی شوي دي”.

اېچ ار سي پي ويلي ؤ، د دوي په تجربه کې راغلې چې په بلوچستان کې په ليويز ځواک بريدونه څرګندوي چې د تندروۍ اډې د صوبې دپاره اوس هم غټه مسله ده.

د بلوچستان صوبې په لورالايي ضلع کې د جنورۍ په مياشت کې په امنيتي ځواکونو او د ډي ايي جي په دفتر برید شوی، بيا د ايدهي فاؤنډېشن ځايي مشر او بيا ارمان لوڼی وژل شوی او له هغې وروسته د زيارت په سنځاوۍ سيمه کې په ليويز وسله وال بريد او هم روانه مياشت بيا به کوټه کې چاؤدنه شوې هزاره ګان پکې وژل شوي وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سياسي مذهبي ګوندونو او مدني فعالانو د دغو پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي او ویلي يې ؤ د يو پلان لاندې د سيمې امنيت د خرابولو هڅې کيږي.

اختر مېنګل چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت اتحادي دی، ويلي يې دي حکومت ته پکار ده چې په بهرنۍ پاليسۍ ټولې صوبې او فريقېن په اعتماد کې اخلي ځکه چې د دې اغېزې په عام اولس وي.

د بلوچستان د مسلو او بې درکه خلکو په اړوند نوموړي ويلي رياست تراوسه پورې جمهوري مبارزين مطمئن نه کړی شو غرونو ته ختلي خلک به څنګه په اعتماد کې واخلي.

هغه ويلي په بلوچستان کې وسلې پورته کوونکي ډېر لرې وتي دي بيرته راستنول يې ګران دي خو ناممکنه نه دي او د دې دپاره به رياست ته ګام پورته کول وي.

هغه د بې درکه کسانو مسله د بلوچستان د مسلو حل ګڼي او ويلي يې دي څو پورې چې دا مهمه مسله نه وي هواره شوي بلوچستان د مسلو حل پله نه شي تلی.

هغه ويلي د پي ټي ايي حکومت ورته د يو کال موده ورکړې چې په اتحاد کې د شاملېدو غوښتنې به يې پوره کوي او که پوره يې نه کړې هغه به يې ملاتړ پرېږدي.

voadeewanews.com

(Visited 90 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.