cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
ارمان ښار، یو خطرناک خوب دی – afghansabawoon
The news is by your side.

ارمان ښار، یو خطرناک خوب دی

لیکوال: مایکل شرمر - ژباړه: احمدشاه الکوزی 

0

ارمان ښارونه؛ د کمال ته رسېدلو ټولنو په اړه ارماني هیلې دي. ارمان ښار پالنه د همدې هیلو او فکرونو تحقق دی. ستونزه له همدې ځای څخه پیلېږي. ټامس مور په ۱۵۱۶ کال د خپل اثر لپاره د اوتوپیا نوې کلمه جوړه کړه او دا ماډرن ژانر یې په قانع کوونکي ډول پیل کړ. د دې کلمې معنا «هيڅ ځای» دی، ځکه کله چې نیمګړي انسانان کمال ( شخصي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کمال ) ته د رسېدلو لپاره هڅه کوي؛ خو نه بریالي کېږي، نو د ارمان ښار تیاره هینداره، دیستوپیا یا ویجاړښار دی. ناکامه ټولڼیزې تجربې، دیکتاتور سياسي نظامونه، او امرانه اقتصادي نظامونه د ارمان ښار د خوب د عملي کولو پایلې دي.

کله چې « کمال ته رسېدلې ټولنه » یو نیمګړي انسان ته طراحي کېږي؛ دا عقیده چې ګواکې انسانان کمال ته رسېدلای سي، ځینې تېروتنې رامنځته کوي. د ژوند کولو تر ټولو ښه طریقه نه سته، ځکه د ژوند کولو د طریقې په اړه د انسانانو غوښتنې ډېر توپیرونه لري. په همدې خاطر، تر ټولو ښه ټولنه نه سته، هغه څه چې موږ یې وینو یوازې زموږ د اندروني غوښتنو پر بنسټ د ټولنو بېلابېل ډولونه دي، چې زموږ طبیعت راباندې تپلي دي.

د بيلګې په توګه، کله چې د ټولنیز مالکیت، ګډ کار، دیکتاتور حکومت او نظارتي اقتصاد پر بنسټ ټولنیزه نظریه؛ زموږ د خپلواکۍ، فردي ازادۍ او انتخاب له طبیعي او ذاتي لېوالتیا سره په تضاد کې سي، ارمان ښار په بشپړه توګه زیانمن کېږي. سربېره پر دې، د خلکو په هره ډله کې د وړتیاوو، غوښتنو او ترجیحاتو طبیعي توپیر، د ژوند او کار په شرایطو او پایلو کې د نابرابرۍ لامل ګرځي، چې برابرو شرایطو ته ژمن ارمان ښار یې زغم نه لري. څرنګه چې د رابرت اوون د نیو هارموني (New Harmony) ټولنې یو ابتدایي اوسېدونکی په نولسمه پېړۍ کې د اینډیانا رود په ټاپو کې وایي:

موږ د سیسټم او حکومت هره د تصور وړ بڼه ازمایلې وه. موږ کوچنۍ سوې نړۍ درلودله. موږ د فرانسې انقلاب یو ځل بیا نمایش ته وړاندې کړ او پایله یې د مړو د جسدونو پر ځای ناهیلي زړونه وه. … داسې ښکارېدله چې دا پخپله د طبیعت ذاتي قانون یا د تنوع قانون دی چې پر موږ برلاسی دی… زموږ «ګډې ګټې» په څرګنده توګه د اشخاصو له فردیت، شرایطو او د نفس د صیانت له غریزې سره په جګړه کې وې.

د نولسمې پېړۍ ډېری داسې د ارمان ښار تجربې نسبتن بې خطره وې، ځکه ډېر غړي او سیاسي او اقتصادي ځواک یې نه درلود. خو که دا عوامل ورزیات کړئ؛ هله به ووینئ چې د ارمان ښار غوښتونکي کېدای سي؛ د ویجاړښار په قاتلانو بدل سي. خلک د خپلو باورونو پر بنسټ عمل کوي، او که په دې باور اوسئ چې یو بل شخص یا ډله جنت ته د رسېدلو په لار کې ستاسو یا ستاسو د کورنۍ، طایفې، قبیلې، توکم یا دین مخه نیسي، هغه وخت نو ستاسو کړنې کوم محدودیت نه لري. د بل وژنې څخه تر نسل وژنې، د دیني او مسلکي باور په نامه د خلکو وژنې په تاریخي شخړو کې د بې شمېره انسانانو د مرګ لامل ګرځېدلي دي، له صلیبي جګړو، په کلیسا کې د مذهبي باورونو تفتیش، جادو او د تېرو پېړیو له مذهبي جګړو څخه نیولې بیا تر مذهبي شخړو، نړیوالو جګړو، ډله ییزې وژنې او د تېرې پېړۍ نسل وژنې.

کولای سو ووایو؛ چې د ارمان ښار د منطق تر شا  د « تراموا» مشهوره اخلاقي مسئله ولاړه ده، هغه مسئله چې ډېری کسان یې په ځواب کې وايي: کولای سم د پينځو کسانو د ژغورلو لپاره یو کس ووژنم. مسئله داسې ده: تاسو د اورګاډي پر کرښه له یوې دوراهي سره  هغې تڼې ته نږدې ولاړ یاست؛ چې د اورګاډي لوری بدلولای سي. اورګاډی د پينځو کارکوونکو په لور روان دی. که تنۍ کېکاږئ د اورګاډي لوری هغې خوا ته اوړي چې یو کارکوونکی وژني. که تڼۍ نه کېکاږئ نو اورګاډی به پینځه کارکوونکي ووژني. اوس نو څه کوئ ؟  ډېری خلک وایي چې تڼۍ کېکاږم . ان که د نننیو لویديځو هیوادونو روڼ اندو اوسېدونکو ته دا چاره د منلو وړ وي؛ چې د پینځو کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره د یو کس وژل له اخلاقي اړخه جواز لري، تاسو وانګېرئ؛ چې څومره به دا اسانه وي چې د دیکتاتوري دولتونو اوسېدونکو ته چې پر ارمان ښار باورمن دي، دا عقیده ورکړل سي؛ چې ۱۰۰۰ کسه دې د ۵۰۰۰ کسانو د ژوند ژوغورلو لپاره ووژل سي، یا ۱۰۰۰۰۰۰ کسه دې ووژل سي چې ۵۰۰۰۰۰۰ کسه پرمختګ وکړي . دا څو صفرونه به څه ارزښت ولري؛ کله چې د بې پایه نېکمرغۍ او ابدي خوښۍ په اړه خبرې کوو؟

په ګټوره ارمان ښار پالنه کې تر ټولو خطرناک د کمزورۍ ټکی په یوه بله فکري ازموینه کې موندلای سو: تاسو د یو روغتون په تمخونه کې یاست او نوکريوال ډاکتر هلته پينځه بېل ناروغان لري چې د مرګ په حال کې دي، ډاکتر کولای سي ستاسي په قرباني کولو او ناروغانو ته ستاسو د بدن د غړو په ورکولو سره هغوی وژغوري. ایا څوک غواړي په داسې یوې ټولنه کې ژوند وکړي؟ معلومه ده چې نه، او له همدې امله پر هر ډاکتر چې داسې کار وکړي په محاکمه کې د قتل حکم کېږي.

پروتوپیا هغه وضعیت دی چې په هغه کې نن تر پرون ښه دی، که څه هم کېدای سي لږ ښه وي.

پر دې سربېره، دا هغه څه دي چې د شلمې پېړۍ د ارمان ښاري سوسیالیستي ايدیالوژۍ په سترو تجربو کې پېښ سول. څرنګه چې په مارکسیسته/لنینیسته/استالینیسته روسیه (۱۹۸۹-۱۹۱۷)، فاشیسته ایټالیا (۱۹۴۳- ۱۹۲۲) او نازي المان (۱۹۴۵-۱۹۳۳) کې مو ولیدل، ټولې پراخې کړنې چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز (او ان توکمیز) کمال ته د رسېدلو لپاره د خپلو دولتونو له خوا یا له نورو دولتونو سره د شخړې په پایله کې د لسګونه میلیونو کسانو په وژنې ترسره سوي دي، په پای کې یې جنت ته د رسېدلو پر لار خنډ جوړ کړی دی. لیون تروتسکي، مارکسیست انقلابي او نظریه وړاندې کوونکی، په ۱۹۲۴ کال په خپله یوه رساله کې د ارمان ښار خوب داسې بیان کړی دی:

د انسان یوه ډول به، چې له هومو ساپینس (ناطق او عاقل انسان) څخه رامنځته سوی دی، یو ځل بیا له بنسټیز شکلي بدلون سره مخ سي، او په خپل لاس به د مصنوعي ټاکنې او جسماني روان د ښوونې د ترټولو پېچلو کړنلارو ښکار سي. … له فکري اړخه متوسط انسانان به د ارستو، ګویته، یا مارکس د تعالي ترټولو لوړو پوړیو ته ورسېږي. او تر دې پورته به نورې لوړې څوکې هم څرګندې سي.

دا ناشونې موخه په عجیب و غریبو ازمایښتونو پای ته ورسېدله لکه ایلیا ایوانوف چې ترسره کړل، هغه څوک چې استالین په ۱۹۲۰ لسیزه کې د انسان (د یوې نوې نه ماتېدونکې بڼې) رامنځته کولو په موخه د انسان او بیزو د پيوند کولو دنده ورسپارلې وه. کله چې ایوانوف ونه سوای کولای د انسان – بیزو ترکیب رامنځته کړي، استالین ونیوی، بندي یې کړ، او قزاقستان ته یې تبعید کړ. همداسې تروتسکي، کله چې یې د شوروي د کمونیست ګوند د غړي په شان واک ترلاسه کړ، د هغو کسانو لپاره یې د اجباري کار کمپونه جوړ کړل چې د ارمان ښار له دې ستر ازمایښت څخه به یې ډډه کوله، او په پایله کې یې د ګولاګ د ټاپوګانو ټولګه رامنځته سوه چې د شوروي میلیونونه اوسېدونکي پکې مړه سول، هغه اوسېدونکي چې د ارمان ښار خیالي جنت ته د رسېدلو پر لار د خنډ په توګه ګڼل کېدل. کله چې پخپله د ده د تروتسکیسم نظریه د استالین له استالینیزم سره په مخالفت کې سوه، دیکتاتور استالین هغه په ۱۹۴۰ کال کې په مکزیک کې ووژی. د دیکتاتورانو برخلیک تل همداسې وي.

د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، انقلابي مارکسیسم په کمبودیا، شمالي کوریا او د سوېلي امریکا او افریقا په څو نورو هیوادونو کې د وژنې، ډله ییزو وژنو، نسل وژنې، قومي وژنو، انقلاب، مدني جګړو او د دولت په ملاتړ شخړو لامل سو، دا ټولې چارې د دې لپاره ترسره سوې چې پر ځمکه جنت رامنځته سي او د دې لپاره د فکري او باغي مخالفانو له منځه وړلو ته اړتیا ده. په ټوله کې، ۹۴ میلیونه کسان د انقلابي مارکسیستانو او ارمان ښار پالو کمونیستانو له لاسه په روسیه، چین، شمالي کوریا او نورو هیوادونو کې ووژل سول، دا ډاروونکې شمېره د فاشیستانو له خوا د ۲۸ میلیونو کسانو وژل کېدلو په پرتله ډېره لوړه ده. کله چې لسګونه میلیونه کسان وژل کېږي چې د ارمان ښار خوب په رښتیا بدل سي، یوازې او یوازې ویجاړ ښار عینیت مومي.

جوروج اورل په ۱۹۴۰ کال، د زما جګړه (Mein Kampf) کتاب په نقد کې؛ بشپړې خوښۍ ته د رسېدلو لپاره د ارمان ښار لټون د یو نیمګړې موخې په توګه یادوي:

هیتلر… د ژوند په اړه د خوند پالنې لیدلوي په ناسم والي پوه سوی دی. له وروستۍ جګړې څخه را وروسته نږدې ټولو لویدیځ والو نظریو، په مسلمه توګه هره (پرمختګ غوښتونکې) نظریه داسې فرض کړې ده؛ چې ګواکې انسانان تر هوساینې، امنیت او له درد نه خلاصون ماسوا بل هیڅ نه غواړي. … [هیتلر] پوهېږي چې انسانان یوازې هوساینه، روغتیا، لنډ کاري ساعتونه، صحي خدمتونه، د زېږون کنټرول او په ټوله کې هغه څه چې عامه پوهاوی يې وایي نه غواړي؛ هغوی همدارنګه، په پرله پسې توګه، مبارزه او سرښندنه هم غواړي…

اورل همدا شان د فاشیسم او سوسیالیسم د بې درېغه جذابیت په اړه زیاتوي:

داسې حال کې چې سوسیالیسم، او ان پانګه والي په ډېرې بې شرمۍ، خلکو ته ویلي دي «تاسو ته یو خوښ ژوند درکوو» هیتلر هغوی ته ويلي دي «زه تاسو ته مبارزه، خطر، او مرګ وړاندې کوم» او په پایله کې ټول ملت ځانونه د هغه پښو ته غورځولي دي. … موږ باید داسې احساسي جذابیت ته په کمه سترګه و نه ګورو.

نو کوم څه باید د ارمان ښار نظریې ځای ونیسي؟ یو ځواب کولای سو په يوه بله نوې کلمه کې ومومو – پروتوپیا- د ښه والي په لور چټک ګامونه، نه د کمال په لور. هماغسې چې کوین کېلي پوه او  وړاندویونکی د خپلې نوې کلمې، پروتوپیا، په اړه داسې تشریح وړاندې کوي:

پروتوپیا هغه وضعیت دی؛ چې په هغه کې نن تر پرون ښه دی، که څه هم کېدای سي لږ ښه وي. د پروتوپیا انځورول ډېره ډېره ستونزمنه چاره ده. ځکه پروتوپیا په هماغه کچه چې ګټې لري، نوې ستونزې هم رامنځته کوي، د کارکولو او زیانمن کېدلو د تعامل وړاندوینه ډېره ستونزمنه ده.

په اخلاقي لېندۍ(۲۰۱۵) کتاب کې مې ښودلي دي؛ چې پروتوپیایي پرمختګ څنګه کولای سي، له تر ټولو ښه لارې د څو تېرو پېړیو سترې لاسته راوړنې توضیح کړي: د جګړو کمښت، د مرېیتوب له منځه تګ، د شکنجې او اعدام مجازاتو پای، د رای ورکولو عمومي حق، لیبرال دموکراسي، مدني حقونه او خپلواکي، د هم جنسانو ودونه او د ژویو حقونه. دا د پروتوپیایي پرمختګ بېلګې دي، په دې معنا چې د تاریخ په اوږدو کې ګام په ګام پېښ سوي دي.

پروتوپیایي راتلونکی نه یوازې دا چې عملي دی، بلکې د رښتیا کېدلو او درک وړتیا هم لري.

———————————

مایکل شرمر د «اسکېپتیک» مجلې خپرندوی، د « ساینټېفیک امریکن » میاشتنۍ لیکوال او د « ځمکې پر سر جنت: د مرګ نه وروسته ژوند، تلپایښت، او آرمان ښار علمي پلټنه» (۲۰۱۸) کتاب لیکوال دی. هغه څه چې مو ولوستل؛ له لاندې سرلیک سره د ده لیکنه ده.

Michael Shermer, ‘Utopia is a dangerous ideal: we should aim for protopia’, Aeon,

. 7 March 2018

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.