The news is by your side.

اروايي ادبپوهنه (۲)برخه

پوهاند لعل پاچا ازمون

0 478

ستا په تور مې مال تالا، ماڼۍ نړېږي
راشه ګوره! كه په دا دې زړه سړېږي
ستا غمونو لره هر كله ژوندى واى
په دا لږ عمر مې زړه كله مړېږي
وايې ما ويشتلي څه كا، حال يې څه دى؟
په كوڅه كې دې لا دم وهي غړېږي
د فراق په شپه يې خوب په ما حرام كړ
وايي مالګې مې په سترګو كې دوړېږي
لا به ګوره څه شان شان غوټيه وا كا
د ښايست بهار دې اوس نوى غوړېږي
ما به هېڅ په ورټ ورټ نه ژړل عالمه!
ولې څه كړم چې مې ننه زړه ژړېږي
د رښتيا خبرې خير و بركت دى
په قاضي د دروغژن ژبه اړېږي
د خوشحال خټك په كار پورې حيران يم
مينه لا ورباندې زور شوه څو زړېږي ( کلیات، خوشال خان، ( ۱۳۹۷هـ ل). د سید محي الدین هاشمي په زیار، ۲۸۶م)
د خوشحال په دغه لوړ کلام کې خبره په مخاطب یعنې (ستا) پورې تړلې ده. ستا هغه څوک ښيي چې د ده په روان کې نغښتی دی. ده له خپل مخاطب سره یو ورک ژوند کړی دی. دی له لا هم په هغې ورک پسې ورک او په لټون دی چې که عمر یې هم وخوړ، خو لا هم د مینې په لټه کې دی. که د مینې دغه لټون نه وای او دی په دې ورکې پسې ورک نه وای، نو د ده دغه وینا به هم نه وای. (ستا) یوازې د یوه شخص یا مخاطب لپاره ضمیر نه دی، بلکې د (ستا) تر شا هغه ورکه دنیا پرته ده چې خوشال پسې ورک او په لټه دی. (ستا) هغه کلمه ده چې د خوشال ذهن او زړه ورپورې تړلی دی. په دې کې هر څه ویني، خو (ستا) ورک دی. که (ستا) ورک نه وای او دی یې په لټه کې نه وای، نو په (ستا) کې به هم دنیا ورکه وای.
خوشال په رواني لحاظ هغه شاعر دی چې رښتینې مینه یې نه ده لیدلې. دنیا ته د جسم تر راتګه وړاندې یې روح ته پروردګار مینه ورکړې وه، خو ده خپله مینه نه ده لیدلې، کله چې یې روح مجسم شو، نو بیا یې هغه هم د قبایلي ژوند له مخې په کړاو لیدلی دی. سیند ډوب کړی. له څپرې پرې تیږه را لوېدلې، د ده سر یې مات کړی. په دیارلس کلنۍ کې وسله والې جګړې ته تللی دی. واده یې د خپل چاپېرچل او کولتور له مخې د بل په خوښه کړی. د واده په شپه پرې تبه راغلې چې ان مرګ ته یې رسولی دی. همداسې نورې پېښې چې تر زړښته یې دی کړولی، پر ده یې د مینې لاس لیدلی نه دی او بالاخره په زړښت کې هم د زامنو له شر او شخړې سره مخ شوی دی. د خوشال په وینا کې محبت له (ستا) سره دی. هغه ورک (ستا) چې د ده هیلې او ارمان ورپورې تړلی دی. عشق یې مجازي و. د جنسي غریزې سړولو لپاره په عشق هم لاسبری و، ځکه دا هم په رواني لحاظ د یوه انسان فطري غوښتنه او هوس خړوبونه ده. محبت یې ټول عمر ژوندی پاتې شو. د محبت دنیا یې چا ته څرګنده نه ده. ځکه د محبت دنیا د هر انسان په زړه کې پرته ده. که د جنسي خړوب خبره وي، نو پر هغه خو یې هېڅ بسنه ونه کړه. بیا به یې دا نعره نه وهله چې: مینه لا ور باندې زور شوه، څو زړېږي. خبره به ختمه وای. خو نه د خوشال محبت هغه محبت دی چې دی ترې له زوکړې وړاندې، وروسته او ان د جسم تر فنا کېدو بې برخې و او پاتې شو. په همدې محبت پسې لالهانده ګرځېده. په خپل عمر نه و. یوازې ماشومتوب، ځواني او زړښت نه دی. عمر یو بل کیفیت او دنیا ده چې انسان پرې نه مړېږي او نه پوهېږي. خوشال چې تر زړښته هم رسي، نو د ده ذهن او نفس هغه څه غواړي چې ده په ژوند ونه لیدل. په هغه کې یو هم همدا محبت او مینه وه خو عشق یې چې کړی نو بیا یې تر هر څه بهتر ګڼلی دی. د ده تجربې دا ښودلې چې عشق تر هر څه بهتر دی:
عشقه تر اورنګزیب پاچا بهتر یې
چې خوشال دې په عالم کې سر بلند کړ
په اروايي لحاظ د شرقي ټولنو یوه غوښتنه د مینې ده. لامل یې دا دی چې په شرقي ټولنو کې ماشوم او بیا ځوان سره مینه نه ده شوې، په جنګ جګړو کې را لوی شوي دي، د ښاپیریانو او دیوانو وېرونکې کیسې ور ته شوې دي، پر ذهن یې د جنګ تورې بلا سیوری کړی دی، کله یې هم له خپل چاپیریاله د مینې خواږه داسې نه دي لیدلي چې ذهن دې ارام کړي. دلته که ځوان خاندي هم نو د خندا تر شا یې یو زور ، اندېښنه او وېره پرته ده. د ژړا تر شاه یې هم د یوه زورونکې او ویرونکې مخینه ښکاري. خوله چې خندا ته کله جوړه کړي، نو یوه ټکه نه یوه ټکه پرې لوېږي. دلته ژوند د کړاو او ستونزو په منګولو کې ښکېل دی. ځوان له ستونزو نه د وتلو لپاره یا مینه کوي یا نشته او یا ځان وژنه. ددې ټولو لامل دا دی چې په شرقي ټولنه کې لکه څنګه چې ښايي هغسې مینه نه ده شوې او نه د مینې په روایاتو شپې رڼې شوې دي.
په شاعرۍ کې هم چې کله د مینې خبره ډېره کېږي نو لامل یې دا دی چې دلته خلک له مینې بې برخې پاتې شوي دي.
انسان همېشه د هغه څه په لټه کې وي چې ترې بې برخې وي. له تحت الشعوره یې مینه نه ده را کېوتي. هغه څه چې د انسان د مغز او تجربو له مخې را څرګند شي. هغه روان وي. روان عملیې او حالتونه وړاندې کوي. په رواني حالاتو کې هیجانونه، عواطف او احساسات ځان را ښيي. په روان کې پراته توکي (تفکر، تخیل، تصور، احساس، ادراک او غور) په حرکت کې وي. دغه توکي یو له بله سره کور کلی پالي، خو دنده یې بېله ده. همدا حرکات، هیجانونه، عواطف او احساسات خړوبوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.