The news is by your side.

(اروایي ادب پوهنه (لومړۍ برخه

پوهاند لعل پاچا ازمون

0 262

شاعر په خپل تخلیق یا په پنځونه کې، د عشق او محبت کلمې زیاتې کاروي. د دغو کلمو کارونه نېغ په نېغه او یا څنګ‌زنه توګه کاروي. پښتانه دا دواړه بېلابېل مفاهیم په یوه کلمه کې رانغاړي چې هغه مینه ده. خو عشق او محبت دوه بېلابېل مفاهیم دي. عشق د انسان په اندرون یا داخلي وجود کې له ښکلا سره پیوندېدل، تر نفسي جذبې او هوس لاندې راتلل، ځان په مخامخ جسم کې ورکول او بالاخره د نفسي کیفیت له مخې تر جزباتو لاندې راتلل، په هوس کې د هوش ورکېدل او لاس اچول دي. دلته مغزي کنترول د جزباتو او هوس په منګلو کې ښکېلېږي. محبت یوه لویه نړۍ ده، په دې نړۍ کې هر هغه څيز چې د انسان ذهن پرې را ټول شي او هغه د ده د حواسو پالنه وکړي، د ده سترګې ور اوړي او پرې رڼېږي. دلته مغزي تجربه د ادراک پر موادو عقلي کار کوي. ذهني او نفسي کیفیت او اغېز د هواسو تر لاس لاندې را څرګندېږي، خو د تودې جذبې تر اغېز لاندې نه وي چې هر څه هېر کړي، بلکې هر عمل په شعور توګه ترسره کېږي. شعور او عقل، حواس او هوس څاري، خو په عشق کې شعور او عقل د هوس په پنجو کې ښکېل وي. پر همدې بنسټ د محبت نړۍ پراخه وي، له مور، پلار، وطن، ونې غنې، کاڼي بوټي، خاورې، سیند او په ټوله کې، ټولو موجوداتو او نړۍ سره محبت کېږي. خو عشق یوازې له هغه سره جسم سره چې ټول حواس یې د هوس په لومو کې ښکېل کړې وي ترسره کېږي. شاعر دغه دواړه پالي. د ده په وجود کې دغه دواړه اندروني کیفیتونه ژوندي او فعاله دي. د ده ذهن له سندریزو غږونو، لفظونو، کلمو او ښکلا سره تړلی دی. د ده لپاره خام توکي همدا یاد شوي توکي دي چې د دوی په وسیله خپل اندروني (ذهني- نفسي) کیفیت څرګندوي. دی له هر غږ او هر جسم سره محبت لري. مهارت یې په دې کې دی چې دغه اندروني کیفیت څنګه او په کومه ژبه وړاندې کړي. د ده ژبه له ادراک، احساس، حافظې، تفکر، تخیل، تصور او تعقل رنګ اخلي او تر ذهني او نفسي تجربې او کیفیته وروسته د تصویر او تخییل په بڼه وړاندې کېږي. د ده په تخییلي دنیا کې د ذهني تجربې ټول کیفیتونه نغښتي او څرګندېږي. د عشق او محبت دغه ذهني انځوګري او کیفیت د هغه محرومیت زېږنده هم ده چې په ټوله کې انسان ترې ځان محروم بولي. عقده او محرومیت یې ځان له هغې ورکې دنیا سره وصل کول غواړي چې د ده حواسو نه ده درک کړې. شاعر چې د عشق او محبت خبره کوي، دا خبره د وږو تږو حواسو خبره ده. دی د انسان هغه هیله او غوښتنه را اخلي چې اُنس یې نه دی لیدلی. تر پيداېښته وړاندې د روح او الله تعالی تر منځ لیده کاته شوي دي. له هغه سره محبت شوی دی. هغه په مینه روزل شوی او پالل شوی دی. کله چې جسم ته راغلی، نو دی د همغه جذبې له مخې په جسم کې حرکت کوي. انسان په دې روح د پروردګار دیدار او مینې ته رسوي. دی پخپله تش کالبوت دی، دلته روح وسیله ده، دغه جسم خاوره او ایره شي، خو مینه یې لا هم په زړه کې پاتې وي. شاعر په عشق او محبت دواړو پسې ورک دی، د صوفیانو په څېر په هر څه کې د هغه مخ ننداره کوي چې دی پسې ورک دی. دغه ورکه په تخییل کې د ده د ارمان دنیا جوړوي. دغه دنیا په آبادۍ کې ورانه وي، ځکه لا هم دی په ورکې پسې ورک دی.
په ارواپوهنه کې هر هغه څوک چې د یوه څیز زیات ذکر کوي، فکر کوي او غواړي یې، دی د همغه څيز وږی او تږی دی، ورته رسېدلی نه دی. شاعر په خپلې تخیلي دنیا کې هغه ورک انسان یا د مجنون په څېر دی چې لیلی مجنون ته راغله، سر ته یې ودرېدله، مجنون سترګې ور پورته کړلې، ویې پوښتله، څوک یې؟ لیلی ورته وویل: زه ستا لیلی یم. مجنون په ځمکه سر کېښود او ویې ویل: زه ستا جسم نه، بلکې نوم سره مینه لرم. ځه لاړه شه، زه یوازې ستا په مینه کې خوشحاله یم، خو له تا بېزاره یم.
مجنون چې په څه پسې ورک و، همداسې ورک پاتې شو. ارمان یې د لیلی د سترګو لیدل وو، هغه سترګې چې د ده له تحت الشعوره لا درکه وې. مجنون عشق نه محبت وباله، د لیلی په خیال کې خو دا وه چې مجنون به لاس ور اچوي، خو د مجنون په اندورن کې د محبت لمبه بله ه، نه د عشق. ځکه خو تر پایه په خپل محبت کې ورک پاتې شو. شاعر محبت پالي، په هغه څه پسې ورک دی چې دی یې ور رسېدلی نه دی. د دې مقدمې په رڼا کې خپلې آرې موضوع ته را ګرځو.
رواني ادبیات یا رواني ادب پوهنه له ارواپوهنې سره په ګډه هغه پنځونې را سپړي چې هغه د لیکوال یا شاعر تخییل دی او د تخییل په ژبه یې خپل اندروني (ذهني-نفس) کیفیت څرګند کړی وي. اروایي ادبپوهنه موږ ته د یوې پنځونې تر شا پرته ورکه دنیا او حرکت راښيي.
د هر لفظ، کلمې او ترکیب هغه مفاهیم را څرګندوي چې هغه د پنځګر خپل ذهني او نفسي کیفیت او تجربې ښيي. د هر غږ، لفظ، کلمې، ترکیب او بالاخره جملې او مصرې تر شا یوه داسې دنیا پرته ده چې په سترګو نه ښکاري، خو سیوری یې په نڅا او حرکت برېښي، دغه نڅا او حرکت د یوه آرماني زړه او ذهن هغه غوښتنه او هیله د چې دی پسې ورک دی او تل یې په وینا کې په لټون پسې دی. په اروايي ادب پوهنه کې د پنځونې رواني او فلسفي هنر او شاعرانه بغاوت سپړل کېږي:
ستا په تور مې مال تالا ماڼۍ نړېږي
راشه ګوره که په دا دې زړه سړېږي
ما به هېڅ په چغو نه ژړل علمه
ولې څه وکړم دننه زړه ژړېږي
د خوشحال خټک په کار پورې حیران یم
مینه لا ور باندې زور شوه څو زړېږي

Leave A Reply

Your email address will not be published.