The news is by your side.

افغانان خپلواک شول؟

لیکوال: امان الله

0

یوه پيړۍ مخکې نړۍ دومره سره تړلې نه وه لکه اوس. پرمختللي هیوادونه خو داسې ښکارې لکه یو هیواد. مثلا د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو ترمنځ د تګ راتګ په وخت ویزې ته اړتیا نه شته. د دې هیوادو هر غړی په بل هیواد کې مځکې اخیستلی شي، کورونه پیرلی شي، فابریکه جوړولی شي، بانکي حساب پرانیستل شي، تقریبا دومره واک او اختیار لري لکه د کوربه هیواد غړی.

 نن سبا د هیوادو ترمنځ دغه شراکت یوازی په اقتصادي برخه کې نه دی، دا شراکت په ځینو موارد کې په پوځي برخه کې هم دی، مثلا د امریکا د متحد ایالتونو په زرګونو پوځیان په جرمني کې دیره دي، خو کله هم جرمنیان دا نه وایي چې هیوادو مو اشغال شوی دی. برعکس په ۲۰۱۹ کال کې چې کله د متحد ایالتونو پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له جرمني به پوځیان وباسو په جرمني کې دننه د ټرمپ پرضد خبرې شروع شوې. امریکایي پوځیانو ورته مداخله په قطر کې کړې ده، هلته یې مرکزي پوځي قومانداني جوړه کړې ده خو د قطر امیر او قطري عالمان دا نه وایي چې هیواد مو اشغال دی. په کویت او بحرین کې هم د امریکایي پوځيانو اډې شته.

بل لور ته هغو هیوادو ته چې پوځ په زوره ورغلی دی هغه ته د اشغال نوم ورکول کیږي، لکه په ۲۰۱۴ کال کې چې کله روسیي پوځیان کریمیا ټاپوزمه ته داخل شول. کریمیا د اوکراین خاوره ده، نو کییف مخالفت وکړ او نړیوالو دا پوځی مداخله وبلله نه مرسته. د دې لپاره چې ماسکو له دې توره ځان خلاص کړي په کریمیا کې یې ټولپوښتنه وکړه چې د دې نتیجه د ماسکو په وینا دا شوه چې د کریمیا اکثریت اوسیدونکي غواړي چې له روسیې سره ژوند وکړي. دې ټولپوښتنې دا موضوع یو څه سړه کړه خو د اوکراین دعوه ورکه نه شوه ځکه چې اوکراین وایي چې په کریمیا کې جعلي ټولپوښتنه شوې ده او د پوځیانو تر سیورې لاندې د خلکو نظر اخیستل شوی دی.

کریمیا لاهم نړیوال د اوکراین خاوره ګڼي، که چیرته په امنیت شورا کې پریکړه وشي بیا به یې برخلیک بدل وي.

تر نړیوالې دوهمې جګړې وروسته په پنځوسمه میلادي لسیزه کې د امنیت شورا اهمیت زیات شو او پریکړې یې نړۍ ته د منلو شوې. د همدې شورا د پریکړې پر بنسټ په ۲۰۰۲ م کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې مداخله وکړه. دې مداخلې ته نړیوالو د استعمار نوم ورنه کړ. د دغو ځواکونو وتل اوس په نړیواله کچه د افغانستان د استقلال په معنا نه دي، برعکس د تیرو څلویښتو کلونو جګړو له بده مرغه افغانستان دومره احتیاج کړی دی چې د بشپړې خپلواکۍ لپاره یې ښایي اوږد واټن مخکې وي.

زموږ د بریښنا سویچ د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران په لاس کې دی. د اشرف غني د حکومت له ړنګیدو راوروسته مو د غذایي موادو واک تر تورخم او سپین بولدک پورې محدود شوی دی. له ذهني پلوه اوسني اکثر واکمنان د پاکستاني مدرسینو تر اثر لاندې دي. تر هغو چې له دغه فکري او اقتصادي اغیز نه خلاص نه شو، خپلواک کیدای نه شو او د اوسنۍ زمانې د خپلواکۍ د تعریف له مخې خپلواک نه ګڼل کیږو حتی که په خوله هم څوک دا راسره ومني.

د پخواني تعریف له مخې استقلال له یوه هیواد یا بنسټ څخه د بل هیواد ازادیدل دي. د اوسني تعریف له مخې په کور دننه که د یوه هیواد د اقتصاد بشپړ واک او د فکر د بدلون بشپړ واک له بل سره وي بیا هم ازاد نه دی. د دې وروستي تعریف له مخې وروستی هیواد چې په نړۍ کې یې خپلواکي اخیستې ده، جنوبي سودان دی چې په ۲۰۱۱ کال کې له سودان څخه بیل شو او خپلواکي یې اعلان کړه. په اسیا کې وروستی هیواد ختیځ تیمور دی چې په ۲۰۰۲ کې د اندونیزیا له واکمنۍ خپلواک شو. په اروپا کې وروستی هیواد مونتنیګرو په ۲۰۰۶ کال کې ازاده شوه.

د جنوبي سودان، ختیځ تیمور او مونتنیګرو په څیر د ازادۍ په لور هغه وخت ګام اخیستلی شو چې په کابل کې نوې اداره د ګاونډي پاکستان د تور له مداخلو ځان پاک کړي، که اسلام اباد اعلان کوي چې افغانۍ په خپل هیواد کې د یوه منل شوي پولي واحد په توګه نه منو، باید عکس العمل ښکاره کړي چې ستا پيسې هم نه منو، که په تورخم کې شپږ افغانان وژل کیږي باید اعلامیه خپره کړي، که روسیي، چینایي او امریکایي خبریال ته اجازه ورکوي چې چیرته چیرته ولاړ شي او چیرته چیرته دې نه ځي پاکستاني خبریال ته دې هم ورته محدودیتونه وضع شي که داسې نه شي دا وړې خبرې به هم د ازاد افغان ذهن له اقصتادي او اجتماعي لحاظه د یوه پریوتي هیواد غلام ګڼي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.