The news is by your side.

افغانان د خوف او رجا‌ء په منځ کې

0

د سولې د هیله بښونکو خوځښتونو په اوج کې یوې فېسبوکي کړۍ سیسټماټیک د سولې په تړاو داسې زهرجن تبلغات پیل کړي چې په اکثریت نا لوستې افغان ټولنه کې یې د نفاق دړز پراخ کړی او د هرې ورځې په تېرېدو د ځوان نسل تر منځ کرکه زیاتوي. دغه کړۍ چې فکر کېږي د کوم بهرني هېواد له خوا ورته پلان ورکول شوی په منظم ډول دولت د سولې مخالف معرفي کوي او داسې تبلیغات یې پراخ کړي چې ګنې ولسمشر غني د سولې پر ځای د واک د غزېدو په لټه کې دی او هر مثبت خوځښت ته یې منفي رنګ ورکوي او ناسم تعبیر یې وړاندې کوي.
په داسې حال کې چې د ولسمشر اشرف غني په راتلو سولې نوی لوری ونیو او دغه موضوع یې په یوه ملي نړیوال بحث او اړتیا بدله کړه او ښاغلی غني د باتدبیره او د داسې با عزته سولې هڅو ته زور ورکړی چې د اسلام‌اباد په خوښه نه، بلکې د افغانانو په ګټه او پلان وي. د هغه ټوله موخه دا ده چې افغانستان د داسې امن کور کړي چې ولس یې ځان بریالی وګڼي نه دا چې خلک یوې بلې جګړې ته ور ټیل وهل شي.
خو د سولې په نوم د افغانانو تر منځ د کرکې خپرولو کړۍ د لسیزو وړاندې سټراټېژي ته مخه کړې چې افغانانو خپل واکمن حکومتونه د پردیو غلامان بلل او په دې توګه به د ولس او حکومتونو تر منځ واټن را منځ ته او کړکېچ ته به زمینه برابره شوه. دغې کړۍ کټ مټ هماغه پالیسي رامخې ته کړې او د حکومت او ملت تر منځ د بېلوالي په هڅو کې د نظام شړېدو ته زمینه برابروي.
دغه کړۍ چې ځانونه سوله‌خوښې معرفي کوي، ان د لویې جرګې له دایرېدو سره مخالفت ښيي او د عبدالله او اتمر نه ګډون ته څڼې اچوي. دغه بې‌چاره‌ګان په دې نه پوهېږي چې دا جرګه د څو سیاستوالو لپاره نه، بلکې د ملت له استازيو جوړېدونکې ده چې د دغو یادو شویو څو په نوم سیاستمدارانو په نه ګډون به د افغانستان د ملت ریښتینو استازيو ته په جرګه کې د ګډون زمینه برابره شي. د عبدالله خېلو او اتمرخېلو له پرېکون وروسته ډېرو سره تمه پیدا شوې چې دا ځل به د افغانستان ولس ته ریښتینې د خپل نظر په ډاګه کولو موکه په لاس ورشي، خو یو شمېر طالب‌پلوي فېسبوکي مبلغین خوښ دي چې د حکومت او سیاسي ډلو تر منځ د سولې د هڅو په برخه کې دړزونه پیدا شوي او د دوی په فکر دغه را منځ ته شوی واټن طالبانو ته ګټه رسولای شي.
خو پوښتنه دا ده چې که دغه جرګه د سولې لپاره وي، د افغانستان له ولسه پوښتنه پکې کېږي او حکومت ترې مشورې اخلي؛ نو دغه فېسبوکیان ولې ورته خفه دي؟ په داسې حال کې چې د حکومت ټوله هڅه دا ده چې سوله داسې بریالۍ کړي چې افغانستان ته یې ګټه ورسېږي، خو د پاکستان په پله روان همدغه فېسبوکي طالبان د عمران خان طرحه د ولسمشر غني پرتله د افغانستان په خیر ګڼي او ټوله ورځ د خپل بادار خبره زمزمه کوي.
دغه مبلغین په خورا ډېرې سپین سترګي د طالبانو هرې کړنې ته توجیهات لټوي او د دولت پرتله طالب سوله‌خوښی او د خلکو په زړه کې ځای لرونکی معرفي کوي. دوی ډېر منظم د طالب پر قتل‌عام، ځانمرګيو او هر ډول نارواوو سترګې پټوي او د ملکي تلفاتو هغو پېښو ته ښه پرېمانه هوا ورکوي چې دلته او هلته د زرګونو چڼو د وژل کېدو په ټس کې قرباني کېږي.
همدغه کړۍ د دولت د هر نظامي او سیاسي مخالف هرې ناروا ته خوښې ښيي او ټوله موخه یې د ښاغلي غني یوازې کېدل او د نظام ړنګېدو ته تبلیغ کول دي. که نن همدغو کسانوته واک لاسته ورشي؛ نو طالبانو ته د دې غوړېدلي ملت واک سپاري او د پاکستان هرې غوښتنې ته په ورین تندي ځواب وايي. د اوس لپاره د پاکستانيانو او همدغو کابل مېشتو فېسبوکي طالبانو نظر، پلان او هیلې یو ډول دي. دواړې کړۍ د افغانستان د واکمن نظام د ريښو وچېدو ته ګډ کار کوي او د افغانستان پر نظام د خلکو د بې‌باوره کېدو او د منفي تبلیغ د پراخېدو په لټه کې دي. دواړه هیله لري چې ولسمشر غني له واکه لیرې او د پاکستان دوستان چې عمران خان یې خوبونه ویني په ارګ واکمن شي. دواړو ته د حکومت پلویان د پیسو په مقابل کې ګمارل شوي کسان ښکاري او په دې لا هم سترګې پټوي چې د همدې فېسبوکي طالبانو ناموس او عزت له همدې له پاکستانیانو او د افغانستان له دوښمنانو همدا حکومتي ځوانان ساتي چې دوی ورته خیاطان وايي.
خو ولسمشر محمد اشرف غني او خدايي ځوان پلویان یې د ټولو پردیو تبلیغاتو په مقابل کې لکه د برلین دېوال ولاړ دي او د دوښمنانو هر ډول تورونو ته یې سینه سپر کړې او له خپل نظام او شرفه په دفاع کې یې هر فېسبوکي چړي او طالب ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.