The news is by your side.

افغانستان او د سولی هلي ځلې!/پاچا

0

پاچا – کليفورنيا – امريکا

۱۶ جنوری ۲۰۱۹

په ليکنه  کی داسی تعامل موجود دی چی ليکوال بايد پخپله ليکنه کی د قلم عفت وساتی اوکه د کاغذ  له مخی او يا هم شفاهی خبري وي د کلام عفت ته بايد ډيره پاملرنه وشی، خو ځينی وخت داسی هم پيدا شی چی سړی د مجبوريت او يا هم د موضوع د ښی روښانتيا لپاره د يو متل او يا مثال په وړاندی کولو سره چی د لوستونکو او حاضرينو ذهن او فکر ښه روښانه شی  وړاندی کيږی. دا تعامل په هر کارکی که هغه عادی خبري وي، جرګه وی او يا هم کوم کنفرانس، نو خبرلوڅ او ليکوال بايد خپلو ليکنو او خبرو ته پوره پاملرنه وکړی.

خبره را نه اوږده نشی، را به شم اصلی خبری ته او هغه دا چی زما په دی ليکنه کی به د مجبوريت له مخی تر يو اندازی د قلم عفت په نظر کی  و نه نيول شی، که د يو مثال په وړاندی کولو سره د لوستوونکو فکر ښه خلاص شی اجتناب نا پزيريم چی بايد وويل شی.

 تاسو ټولو ته معلومه ده چی په دی اخرو وختونو کی افغانستان ته د سولی د راوستو په خاطر د ذيدخلو قوتونو لخوا يو او بل طرف ته منډې تړي روانې دي چی طالبان ديته راضی کړی چی د کابل د واکدارانو سره سولی ته حاضر شی.امريکا زلمی خليل ذاد د ځانګړی استازی په توګه ګمارلی دی  چی په دی لړ کی خليل ذاد قطر، اسلام اباد، روسيی، چين  او د منځنۍ اسيا  هيوادونو ته سفرونه کړيدی او دا لړۍ روانه ده. د افغانستان مــامورينو هـم اسلام اباد ته ، قطر، چين او روسی ته ځي او راځې. نا ويلی دی پاتی نه وی چی دا خبري نه يواځی د ولسمشرغنی د حکومت په وخت کی شروع شوي، بلکه د کرزی د حکومت په وخت کی هم رواني وي، خو اوس چی امريکا نوره د افغانستان د جنګ څخه په تنګ راغلي ده، غواړی چی په شکل د اشکالو ځان ددی سريښتو ډنډ څخه اوباسی نود خبرو او منډو تړو بهير يی ګړندۍ کړيدي.

په خواشينۍ سره بايد وويل شی چی د افغانستان دوه کرغيـړن ګاونډيان چی يو يی ايران اوبل يی پاکستان دی، دې دواړو هيوادونو افغانستان ته  هيڅکله هم د يو ګاونډی په نظر نه دی کتلی بلکه هميشه يی زمونږ د هيواد په ګډوډۍ کی خپلی ګټي لټولې دي او دواړه هيوادونه د افغانستان سره نه پخلا کيدونکی او ابدی دشمنی لری. دی که شک نشته چی د پاکستان د پخوانی صوبه سرحد اود اوسنۍ پښتونخوا عامو پرګنو د افغان کډوالو سره د روسانو د يرغل څخه وروسته د مهاجرت په دوران کی د خپل وس په توان مرسته کړيده، که ددی حقيقت څخه څوک انکار کوی دا به د پاکستان د عامو وګړو په حق کی لويه بی انصافی وی، خو دا خبره د پاکستانی سياستوالو او نظاميانو په باره کی هيڅ صدق نه کوی، ځکه دوې افغانان له هره لحاظه ځورولي دې چی هيڅ د عفوی او بخښنی وړ نه دي.

 له بله اړخه د ايران  خلک، حکومت، نطاميان او امنيتی چارواکو د افغان کډوالو سره په ايران کی او د افغانستان په دننه د هيڅ ډول شقاوت او بيرحمۍ څخه دريغ نه دی کړی او دا لړۍ همداسی روانه ده. د ايران اخوندی واکمنان او د پاکستان نظامی او سياسی ډلي هغه کنچنيانو،لوليو، ډمو او بد لمنو (فاحشو) ته ورته دي چی د پيسو په مقابل کی د هر چـا مجلس او بسـتـر ګرموی. د پاکستان څخه به ګيله نه کوو، ځکه چی پاکستان په هيڅ معيار ولاړ هيواد نه دی، خو ايران چی ظاهرآ هميشه د امريکايی استکبار سره مخالفت کوی، همدغه اخوندی رژيم وو چی دامريکا هوايی ځواکونو ته يی د طالبانو پر ضد خپله هوايی فضا خلاصه کړه، دا ښکاره خبره ده چی ددي کار په مقابل کی يی د امريکا څخه ښه پريمانه ډالر تر لاسه کړل. يو متل دی چی وايی “پيشو د خدای د پاره موږک نه نيسی.” دا بايد ووايو چی مونږ د پاکستان سره د پښتونستان او د ډيورنډ د کرښی په سر جنجال لرو، خو ايران زمونږ په خاوره، ژبه، مذهب یعنی شيعه او سنی دعوی لری. که د افغانستان اوسنيو رسنيوته او  په ځانګړی ډول د دری ژبی خبرونوته وګورو ټول ايرانی اصطلات کارول کيږی. دا ناسوری (سرطانی) مرض هغه وخت منځته راغی کله چی سيد مخدوم رهين د کرزی په کابينه کی د اطلاعاتو او کلتور وزير په حيث وټاکل شو د مخدوم لومړی کار دا وو چی د اطلاعات او کلتور وزارت نوم يی په اطلاعات او فرهنګ بدل کړ. د رهين د جاسوسۍ او ايران ته د نوکرۍ په اړه ما (ليکوال) د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نيټه يوه ليکنه کړی وه چی عنوان يی “سيد مخدوم رهين را خوبتر بشناسيد” کړی وه چی په ځينو ويبسايټو کی خپره شويده که دغی ليکنی ته وکتل شی نو د رهين جاسوسی څيره به ښه بر بنډه شی. د ګرانو لوستونکو د معلوماتو په خاطر دغه پورته ليکنه چی د سيد مخدوم رهين  په باره کی ليکل شوی وه  ددی ليکنی سره يو ځل بيا د لا روښانتيا لپاره ضميمه کوم، هيله ده چی خوښه مو شی.

يوه بله ضروری خبره چی د يادولو وړ ده، کله چی پخوانی شوری اتحاد په افغانستان کی ماتی وخوړه نو هغه د پيښوريانو خبره د شورويانو د استبداد لاندی هيوادونو ته هم ازادی ملاو (ورپه برخه) شوه چی داد رښتينو مجاهدينو برکت وو چی د شوروی طلسم يی مات او حتی د برلين ديوال يی ونړاو. کله چی شوروی مات شو نو ايرانی اخوندانو خپله توجه د تاجکستان خواته ته واړوله. په لومړيو کی يی ځينی ايجنټان وګمارل چی د اصلی تاجکی اصطلاحاتو پر ځای  په رسنيو او مطبوعاتو کی ايرانی فارسی اصطلاحات مروج کړي، په دی کار باندی يی ډيره سرمايه ګزاری وکړه خو د تاجکستان دولت د  ايران په شومو اغراضو ډير ژر پوه شوځکه چی دغو ايرانی اصطلاحاتو د تاجکستانی وګړو لپاره د نه پوهاوی ستونزي رامنځته کړي وي. د تاجکستان دولت د يوی اعلاميی په ورکولو سره د تاجکستان ټولو رسنيو او مطبوعاتو ته ګوتڅنډه او اخطار ورکړ او ويی ويل که هر چا پردي(بيګانه) نا مروج  ايرانی اصطلاحات په خپلو ليکنو، رسنيو او مطبوعاتو کی وکارول نقدی جريمه او حتی د زندان د خطر سره مخامخ کيدی شی. په دی کار سره زه (ليکوال) د تاجکستان غيور او په وطن مين دولت ته سلام وړاندی کوم.

ايرانی اخوندانو د ژبی په لحاظ په افغانستان کی ډيره سرمايه ګزاری کړيده، ډير ايجنټان يی روزلی او په مقابل کی دغو ايجنټانو ته په ميلينونو ډالر ورکوی. زياتره دغه جاسوسان او ايجنټان هغه افغانان دي چی ايران ته يی مهاجرت کړی او د ايرانی اخوندانو په لومو او دامونو کی لويدلي او د پيسو په مقابل کی ددی پر ځای چی د افغانستان اصيل اصطلاحات وکاروی ايرانی اصطلاحاتو ته ترجيح ورکوی. ښکاره خبره ده چی ايران په دی کار ډير لګښت کړی او پټ او ښکاره ايجنټان روزی، خو ډير غټ جاسوسان او ايجنټان يی لکه کريم خليلی، محقق او ډير نور دې. که تاسو د ځينو خصوصی تلويزونونو خپرونو لکه طلوع، چينل يک او داسی نورو ته وګورۍ و به ګورئ چی د افغانستان د اصيلو او نګه اصطلاحاتو پر ځای ايرانی – فارسی اصطلاحات کارول کيږی.

خبري خو ډيرې زياتي دي خو زه خپلی خبري را لنډوم او بيا د سولی په باره کی وايم. عـجـبـه خـبـره داده چی د افـغـا نـسـتـان حـکومـت د پاکستانی حـکـومـت، جـنـرالانـو او د آی- آس – آی (ISI) جاسوسی سازمان، او د ايرانی اخوندانو څخه افغانستان ته د سولی په راوستلو کی د سخاوت او ديانتدارۍ طمعه کوی.  د بخښنی په غوښتنه د فارسی ژ‌بی يو شعر را ياد شو چی وايی ”  از کونی مکن طلب سخاوت :  که سخاوت کونی همان کون است” زما په خيال دغه يو فارسی شعر د ډيرو سوالونو جواب ورکولی شی.

درنښت

پاچا

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.