The news is by your side.

افغانستان له يوه لوی توپانه بريالی راووت

 محمد عزيز پردېس

0

د تمو، کينو، نيوکو او بدبينيو خلاف تېره ورځ د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې په پوره ډاډ او د امنيت په چاپېريال کې وشوې. که څه هم له مياشتو مياشتو راهيسې اټکلونه داسې وو چې ګواکې ټاکنې به اصلاً و نهشي او يا هم وبه ځنډېږي. د افغاستان د امن، پرمختګ، پر ځان بساينې او سولې دوښمنانو خپلې وروستۍ هڅې وکارولې.

 څوک تر مسکو لاړل او څوک تر قطره او بېجينګه، مختلفې او ډول ډول بهانې يې وکړې، خنډونه يې جوړ کړل، په ټولنيزو رسنيو کې يې هر اړخيز کمپاينونه وکړل چې د ټاکنو د تر سره کېدو مخه ونيسي، خو له نېکه مرغه افغان ملي امنيتي ځواکونه، د ټاکنو کمېسيون، اړونده او ذيربطه ادارې او بنسټونه، زړه‌ور او په ولسواکي او جمهوريت ميين ولس په دې توانېد چې سره له دومره خنډونو او ستونزو يې په پوره برياليتوب ټاکنې تر سره کړې.

 هغه څه چې نړۍ او ګاونډیان ورته ګوته په غاښ شول. اروپايي ټولنې، لوېديځې او ختيځې نړۍ، نږدې ګاونډيو، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو، مختلفو نړيوالو رسنيو او نړيوالو فعالانو د افغانانو مېړانه او د افغان ملي امنيتي ځواکونو زړه‌ورتيا وستايله.

د ټولنيزو رسنيو فعال نجيب ننګيال؛ «د پنځه کالو لپاره د یوه ملت زعیم ټاکل وړه خبره نه ده. د وطن فرد فرد تشویش ورته لري. پرونۍ ورځ د دې کال تر ټولو امن ترینه ورځ وه. افغانستان بیا ولسمشر وموند. خپله یې وټاکه، خپله. د پېښور په ګورنر هاوس کې فیصله و نه شوه، له قطره را وارد نهشو. د مسکو، تهران، اسلام‌اباد، ریاض او دوحې رایې پکې شاملې نه وې، بلکې د اچین، نوزاد، ارغنداب، غوربند، ګرمسیر، مقر‌، محمداغې او ‌‌‌‌‌‌ډنډپټان خلکو وټاکه. د کاغذونو پيسې یې خپلې وې، سیسټم یې خپله جوړ کړی و، ماموران یې خپل وو، امنیت یې خپله نیولی و، رایه یې خپله واچوله، ولسمشر یې خپله وټاکه

دې عظيم ملت ته دې دا ستره بریا مبارک وي. افغانستان له یوه لوی توپانه ژوندی ووت. د بدبینانو تحلیلونه غلط ثابت شول. وېرې او اندېښنې ختمې شوې. موږ د موقت پر ځای، دایمي حکومت وموند. ثناء او صفت دې وي هغه خدای لره چې دا ملت یې له سیاسي شعوره برخمن کړ او د ځان بساینې، ځان پېژندنې توفیق یې ورکړ.»

په ټولنيزو رسنيو کې د افغان ځوانانو او پېغلو له خوا د هېواد مختلفو سيمو د رايو اچوونکيو ډول ډول انځورونه، ويډيوګانې او مالومات شېبه په شېبه د هېواد په دواړ ملي ژبو او په انګليسي ژبه خپرېدل ولسواکي او جمهوريت سره د افغانانو د بې‌کچې مينې يوه غوره بېلګه ګڼلای شو.

هېره دې نه وي چې په ټولنيزو رسنيو کې د افغان ملي امنيتي سرتېريو ډېرې ستاينې شوې چې په پوره متانت او بې‌پلويتوب يې د تېرې ورځې ټاکنو ښه امنيت په موخه شپې او ورځې زيار وګاله او بريالي راووتل.

ليکوال او ژباړن مير احمد ياد؛  «پرونیو ټاکنو یوه خبره ثابته کړه چې څوک د ملت د ارادې خلاف روان وي، ناکام به وي.

په کمین کې ورته وسلو سر ناست وو او په رسنیو کې یې خوله په منفي بافیو وشلوله، وېره او ترهه یې خپره کړه، د ټاکنو د پرېکون لپاره یې پروفایلونه بدل کړل، خو د ملت د ارادې پر وړاندې مات او خړسترګي شول. د ملت اراده سیند دی او سیند په خځلو نه را ایسارېږي. ژوندی او تلپاتې دې وي جمهوریت».

د خيبر پښتونخوا د عوامي نشنل ګوند یو مخکښ غړي مختار خان يوسفزي په خپل ټوېټر د افغانانو مېړانه ستايلې؛ «د پرون ورځې په کاميابو ټول ټاکنو ټولو افغانانو ته مبارکي وایم او ټولو ملي امنیتي ځواکونو ته په ټينګ امنيت ساتلو شاباش او افرين، د دې تر څنګ په ځينو سيمو کې د ناوړه پېښو په کلکه غندنه، شهيدانو ته په جنت کې لوي مقام او زخميانو ته د روغ صحت دعا کوو. ژوندى دې وي افغانستان.»

 ليکوال او مدني فعال ايمل جلال؛ «دا ټاکنې د نوي‌ افغانستان ځوان نسل ته هم مهم فرصت دی چې د ۵ کاله وروسته اقتدار لپاره بدیل رامنځ ته کړي. نوی نسل باید د سیاسي ګوندونو، فکري مکتبونو او مدني بنسټونو د پیاوړتیا لپاره همدا اوس لاس په کار شي. تر څو پنځه کاله وروسته یو ځل بیا ضرورت نه‌شې چې د ټوپکمارو، قومي، مذهبي، توکمي او ستمي ټېکه‌دارانو ځولۍ ته کېني.

ټولو ټیمونو، سیاسي ډلو او کمپاینرانو ته باید د نوي حکومت غېږ پرانیستې وي. ټول د دې خاورې بچي دي. فکري مخالفت ته د سیاسي پلورالېزم په سترګه وکتل شي. وطن ته د خیانت پرته هر فکر ته درناوی وشي.»

 تر ټولو جالبه دا ده چې افغان رايه اچوونکی صفي الله صافي چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې خپله يوه ګوته د رايې د استعمال په ګناه د دولت مخالفو وسله‌والو له خوا پرې شوې وه، پرون يې په ټاکنو کې ګدون کړی او خپله رايه د خپل خوښې وړ نوماند ته وکاروله.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.