The news is by your side.

افغانستان ولې مرکزي سياسي نظام ته اړتیا لري؟

0

 ننګيالی یوسفزی 

د اوږدې شاهي دورې او شوروي اتحاد د یرغل وروسته په افغانستان کې سیاسي نظام او اداره د ځینو ګاونډیو او نورو هیوادونو دغه راز د ځینو  کورنیو کړیو د پام وړ موضوع وګرځیده او له هاغه وخته په وقفه يي شکل د نظام د بدلون غوښتنه مطرح کیږي دا کړۍ په افغانستان کې د یو غیر ریاستي او یا غیر مرکزي سیاسي نظام او سیمه ایزې خپلواکۍ غوښتنه کوي چې غوښتنه يي د نړۍ د سیاسي تاریخ او اصولو سره هیڅ مخالفت نه لري او نن ورځ ګڼ شمیر هیوادونه غیر مرکزي سیاسي نظام تجربه کوي او په ډیرو هیوادونو کې حتی د بري راز هم شمیرل شوی دی خو هغه هیوادونه چې دا ډول عامه اداره تجربه کوي نو د نظام د پایښت او بریالۍ بیروکراسۍ د عملي کولو لپاره اړیني منابع او لازم تظمینونه هم لري او کولای شي چې هر ډول سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او عسکري ننګونې مهار کړي او دا ځواک لري چې د خلکو او هیواد لوړې ګټې او ملي یووالی وساتي.

خو افغانستان بیا د غیر متمزکر سیاسي نظام د تجربې لپاره پورته ذکر شوي شرایط نه دي پوره کړي او په داسې حالاتو کې به ګرانه وي چې سیاسي متمرکز نظام په ډیرو ټوټو وویشي او هیواد لا د بشري، اقتصادي او ټولنیز بحران لور ته یوسي، په دغسې حالاتو کې د یو غیر متمرکز نظام غوښتنه د نظام او خلکو په ګټه نه بلکه په زیان ده او غوښتونکي يي یواځې د قدرت د جزیرو لیواله دي او اکثره دا هغه خلک دي چې په ملي کچه يي ونه شو کړای یو ټول منلی او هیواد شموله اجنډا مخ ته یوسې او نهایتآ د هیواد په سیاسي بهیر کې منزوي شوي دي او یا د نورو هیوادونو ورکړل شوي پلانونه مخ ته وړي ځکه سیاست او ټولنپوهنه د هر سیستم د تطبیق لپاره وړ چاپیریال، منل شوي میکانیزمونه او د تطبیق لپاره يي اړینه اقتصادي او اداري تظمین شوي حکومتي قوه غواړي چې وښودل شي نوی سیستم له پخواني نه په مثبت ډول پرمخ ځي او د خلکو د لا هوساینې سبب شي.

دا چې عملآ ګورو د هیواد سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او نظامي وضعیت مو ثبات نه لري او ډیره تکیه مو په بهرنیو مرستو او همکاریو ده نو په داسې حالاتو کې دا ډول غوښتنه پرته له دې چې درانه تاوانونه را واړوي بل څه نه لري او پاتې بنسټونه به هم لا ویجاړ شي، هیواد به یو ځل بیا د هر ډول بې ثباتیو ډګر وګرځي.

د نړۍ ډیرو پوهانو او پوهنتونونو د غیر متمرکز نظام ښیګڼې او بدۍ په خپل وار سره څیړلي دي خو زه کوښښ کوم د هغوي د څیړنو سره سره په افغانستان غوندې یو هیواد کې د غیر متمرکز نظام د تجربې په وړاندې پراته علمي، اداري او اقتصادي خنډونه وڅیړم او هر یو يي د حقیقت په اینې کې هم خپله وګورم او هم يي تر لوستونکو ورسوم.

۱: د سیاسي اړخه ولي افغانستان د غیر متمرکزې تجربې جوګه نه دی؟

الف: د غير متمرکز سياسي سېستم له پاره تر ټولو اړين د سياسي ګوندونو شتون دی، ځکه چې همدا ګوندونو د خلکو په مرسته سيمه یيزه حکومتولي اداره کوي، یعنې د يوې سيمې لويه برخه اوسېدونکي باید د همغه ګوند سياسي غړيتوب ولري، او دا هغه وخت شونی دی چې ولس سياسي شعور ولري او سياسي فعاليت وکړي، خو له بده مرغه افغانستان په حقیقت کې هیڅ سیاسي ګوند نه لري البته د سیاسي ګوندونو په نامه نژدې ۱۱۰ په نوم ډلې د سیاسي ګوندونو د قانون خلاف د افغانستان د عدلیې وزارت سره راجستر شوي دي چې په دومره کوچني هیواد کې دا تعدد او داخلي ترکیب يي خورا د فکر او اندیښنې وړ دی، دا ډلې د سیاسي ګوندونو په نامه یواځې د وسلو ساتلو، ځمکو غصبولو، قومي تمایلاتو او سیاسي باج اخیستو لپاره جوړ شوي دي او په تیرو اوولس کالو کې يي د افغانستان په سیاسي ډګر د هیواد او خلکو د رفاه او نظام د ملاتړ لپاره هیڅ نه دي کړي او په دې لار کې هیڅ د قناعت وړ مثال هم نه لري که په داسې حالت کې غیر متمرکز سیاسي نظام ومنل شي نو د سیمې خلک به د همدې ډلګیو تر نارواه فشار او تاثیر لاندې ژوند کوي او هیڅ نوعه سیاسي خپلواکي به نه لري، هره ورځ به د بشري ناخوالو او وحشت شاهده وي.

ب : په سیاسي فضا کې د سیمه ایزو جنګسالارانو ممکنه اغیز: سره له دې چې د افغانستان ولس تل غوښتنه کړې چې حکومت جنګي ډلې مهار او جنګي وسلي او عسکري نفوذ يي کنټرول کړي خو په افغانستان کې د جنګي ډلو دا ډول اغیز نه کنټرول شو او نه هم دمنځه لاړ،‌ ډېری جنګې ډلې لا تراوسه په خپلو سیمو کې حاکمې دي او په شکل د اشکالو د نظام سیاسي اړخ ننګوي او حکومت ته ستونزه دا ده چې څنګه وکړای شي سیاسي اصلاحات په ریښتینی ډول پیاده کړي او تازه مثال يي د ټاکنو د کمیسیونونو ناوړه تشکیل او جوړښت دی چې د همدې ګروپونو د فشار په مټ حکومت مجبورآ رامنځته کړ، او داسې نور مثالونه چې د افغانستان عام ولس يي د پیاده کیدو ارمان لري او حکومت ترسیم کړي دي خو د عملي کیدو پر وړاندې يي همدا ډلې لوی خنډ دی. کابل او د هیواد نور لوی ښارونه دا مهال کاملآ یو عسکري بڼه لري او تر يوه بريده دولتي عدلي، قضايي او امینتي ارګانونه هم د همدې جنګسالارانو تر تاثیر لاندې دي او مهم امنیتي ارګانونه د مسلکي خلکو پرځای د غیر مسلکي جنګي ډلو د غړو او قومندانانو په ولکې کې دي که په دغسې یو امنیتي چوکاټ کې د غیر متمرکز سیاسي نظام رامنتځه شي چې مرکزي قوي امنیتي او څارونکي ادارې يي د کنټرول ظرفیت ونه لري نو پایله به يي د هیواد په ځمکنۍ بشپړتيا او ملي یووالي لویه بده اغیزه ولري.

ج: په اوسني حالت کې ولسي غبرګون: دا چې د افغانستان اکثره خلک د جګړو او نورو ناخوالو له کبله د زده کړو او لوړې سیاسي پوهې لیري پاتي شوي دي او اوس هم د سیمه اسیزه جاګیر دارو او قومندانانو تر هر اړخیز تاثیر لاندې ژوند کوي او لکه د اروپا د ۱۷ مې پیړۍ د سیاسي او اقتصادي وضعیت په څیر ټول ولس د دوه درې کسانو تر اغېز لاندې ژوند کوي او نه شي کولای چې خپل سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه ګټه واخلي نو د دوی برخليک همدغو خلکو ته سپارل به ستر بشري جنايت وي. اوس مهال مرکزي حکومت د دې زورواکو او محدودو حاکمانو د واک د کنټرول کوښښ کوي ترڅو عام خلک او د هغوي بچې د وړتيا په اساس لوړو دولتي څوکیو ته لار پیدا کړي چې د ډیموکراسۍ یو ریښتینی تصویر تمثیل شي او خلک د زور واکو له منګولو خلاص شي، د حکومت اکثره نوي تعین شوي ځوانان د مرکزي حاکمیت یوه ښه بېلګه ده.

۲: د اقتصادي پلوه قابل د تطبیق نه دی: دا چې اوسمهال د افغانستان اقتصاد تر ډیره په بهرینو مرستو تکیه دی هر ډول کرنیز او تولیدي اساسات تیرو جنګونو او جنګسالارانو لوټ کړي او یا له منځه تللي دي نو افغانستان نه شي کولای چې د غیر متمرکز نظام د ډېریدونکو ملکي او نظامي مامورینو معاش او د چارو مصرف ورکړای شي ځکه په غیر متمرکز نظام کې بیروکراسي لا پړسیږي، دولتي مصارف څو چنده ډیریږي او د هرې سيمې عايدات به يوازې د همغې سيمې وي چې ممکن ځينې سيمې له خورا اقتصادي بحران سره مخ شي خو يوازې به جرمي اقتصاد وده وکړي.

۳: د جغرافیوي موقعیت او لږو خدماتي وسایلو له امله د نه تطبیق وړ دی: افغانستان یو غرنی هیواد دی او د مواصلاتي اړخه په نړۍ کې تر ټولو کمزوری هیواد شمیرل کیږي همدا مرکزي سیاسي نظام دی چې دولتي او عامه خدمات په عادلانه توګه د هیواد هرې سیمې ته رسوي که چیري دا سیستم غیر متمرکز شي نو سیمه ايیز حکومتونه بیا نه شي کولای چې د خلکو حتی لومړني بشري ضرورتونه په عادلانه ډول پوره کړي او لرې پرتي سیمې به د خدماتو او یو شان پرمختیا نه لیري پاتې شي او سياسي، اقتصادي، ټولنيز او ټولنیز مساوات به تر پښو لاندې شي.

۴: ترهګري او روانه جګړه: اوس مهال افغانستان عملآ د څو جنګي ډلو سره په جنګ اخته دی سیاسي او نظامي ثبات نه لري نو دا به په دې مانا وي چې هیواد په لوی لاس تجزيي ته وړاندې کول وي او دا هغه توطیه ده چې مخکې مو ترې یادونه وکړه چې ډیر وخت د نورو له خوا په غیر مستقیم ډول مطرح شوي ده او عام افغانان ورسره هیڅ علاقه نه لري بلکه عام افغانان په افغانستان کې سوله ایز ژوند، ښه بشري چاپیریال او سوکاله افغانستان غواړي.

د پایلې او ټولونې په دود:  په افغانستان کې د غیر متمرکز سیاسي نظام د ننګوونو او په اوسني بد وضعیت کې يي د نه تطبیق د پورته دلایلو سره سره یو لړ ټولنیزې ستونزې هم شته چې په داسې نازکه سیاسي، نظامي او اقتصادي وضعیت کې به د هیواد په تکلیف او ډیرو قربانیو څه نا څه جوړه شوي ملي ښیرازه هم له منځه لاړه شي ځکه تر اوسه لا افغانستان کې ملت جوړونه او واحدې ملي ګټي د تعریف او یا منلو له مخې د یوې لانجې په توګه پرتي دي او د هیواد ملي منابع لا د سیمه ایزه زوراکانو په منګولو کې دي دغه راز د هیواد سرحدونه او ورسره تړلي مسایل بله لانجه ده چې غیر متمرکز سیستم به دا ستونزې لا ډیري کړي او بهرنیو په ځانګړي توګه د ګاونډي هېوادونو لاس وهنو او سیمه ایزو خپل سریو ته لار هواره شي چې د افغانستان پایښت او سالمیت ته جدې خطر ګڼل کیږی.

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.