The news is by your side.

افغاني ټولنه او د علماوو نقش

نوید احمد څرک

0

تېرو کلونو کې هغه برخه باندې پانګونه کمه شوې چې زیاته اړتیا ورته لیدل کیدله، اړتیا دا ده چې د علماوو نقش باندې باید تمرکز وشي، څنګه کیدلی شي له علماوو د نظام لپاره ګټه واخلو او اجازه ور نه کړو چې نور هېوادونه ترې زموږ په مقابل کې ګټه واخلي.

تاسو ولیدل چې کلونه جګړه کې افغانان د سخت دریځۍ قرباني دي او دا سخت دریځي د پآکستان په مدرسو کې راولاړیږي او په افغانستان کې پای ته رسیږي.

په تېرو څلور لسیزو کې متاسفانه له علماوو سره کار کول یا د باج ورکولو پالیسې وه، یا د حذف کولو پالیسي، د حج او قافو وزارت د مالومات په اساس،  په افغانستان کې ۲سوه زره جوماتونه ثبت او ناثبت لرو، دا په دې مانا چې ۲ سوه زره علماء په جوماتو کې شته دی. که دا هر یو دیني عالم لس کسه مقتدیان ولري، دوی ته سالمه او ښه لار وښي فکر وکړئ څومره کسان به د نظام او خلکو لپآره کار وکړي.

دا یوه ښه پانګونه ده چې د نظام د ملاتړ او له افراطیت څخه د راګرځیدو لپاره وشي، دا به دومره وخت وا نه خلي، خو د افغانانو او افغانستان د راتلونکي لپاره یوه ښه پانګونه ده چې ګټه به یې دوامداره وي.

ایا موږ په تېرو کلونو کې توانیدلي یو چې دیني عالمانو ته ووایو چې دا وطن ستاسو ملکیت دی؟ دا وطن تاسو ته اړتیا لري او د اسلام له لید څخه په ټولنه کې کار وکړئ چې دا وطن هوسا شي او خلک یې ارام ژوند ولري.

ایا موږ توانیدلي یو چې افغانان له بیروني مدرسو راوګرځو، هغه مدرسې چې پټي پالیسۍ پکې د سخت دریځۍ تطبیق کیږي، ایا موږ توانیدلي یو چې داخل کې یو داسې سیستم رامنځ ته کړو چې بیروني هېوادونو ته اړتیا پيدا نه شي چې خلک د دیني زده کړو لپاره ورشي.

له بده مرغه چې اکثره د دیني علم طلب کوونکي پاکستان ته ځي او هلته داسې زده کړې او روزنه ترلاسه کوي چې نه زموږ او نه زموږ د وطن په خیر دی.

په داسې حال کې چې افغانستان د امام ابوحنیفه، ابن سینا، اخند خراساني خاوره ده، خو لارویان یې پاکستان ته د زده کړو لپاره ځي او هلته افراطیت ته مخه کوي.

ایا موږ توانیدلي یو چې علماوو ته په حق قانع شو او هغوی پروړاندې ځان مسوول وګڼو؟ زما په نظر نه؛ ځکه موږ د حذف او باج ورکولو پالیسي غوره کړې او دا پالیسي سمه نه ده.

ایا موږ هڅه کړې چې د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن کم کړو؟

ایا موږ توانیدلي یو، یا مو هڅه کړې چې د ښوونکي او ملا ترمنځ واټن کم کړو؟

ایا موږ توانیدلي یو چې د علماوو له نفوذ او ظرفیت څخه د هېواد د ملي ګټو او ملي یووالي برخه کې کار واخلو؟

ایا موږ هڅه کړې چې د دې جګړې مشروعیت وننګو چې تجاوز دی ، نه د اسلام جګړه ده او نه د دین، له بده مرغه چې په دې برخه کې هم هیڅ کار نه دی شوی.

امیرالمومنین د طالبانو د لس کسانو په واسطه تعین کیږي چې د ای ایس ای مهم غړي او جاسوسان پکې شامل وي.

تاسو ولیدل چې ملا منصور د یو څو قاچاقبرو او یو څو د ای ایس ای جنرلاانو په موږ تعین کړ.

د ملا هیبت الله او ملا منصور په فتوا زرګونه زموږ افغانان ووژل شوی، خو یوه ورځ مو د دوی فتوا چلنج نه کړه.

موږ باید د دې لپاره برنامه لرو چې څنګه له علماوو سمه ګټه واخلي چې هم د ټولنې او هم د نظام لپاره ګټوره وي چې د پردیو له انحصار ووځي.

د دې لپاره اړتیا ده چې یو لوی درالعلوم جوړ کړو، د افغانستان له ټولو برخو دلته جیید علماو راټول کړو، له دې مرکز به د اسلام رښتنی دین خپریږي چې له افراطیت خالي وي.

په لویو ملي مسایلو کې به د دې دارلعلوم له علماوو څخه مشوره اخیستل کیږي، زموږ دیني کتابونه نباید قصه خانۍ او لاهور کې چاپ شي، یوه لویه مطبعه باید ولري.

د دې لپاره سرچیني هم شته چې دا دارالعلوم پرې بهبود پيدا کړي، یو کورنیو عوایدو سرچینې دي او نورې سرچینې اسلامي هېوادونه دي چې ځینو ولایتونو کې مرستې کوي، خو مرستې یې په ځای نه دي او بنسټیز ځای نه نیسي.

(Visited 48 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.