The news is by your side.

افغان سوله؛ د امریکا او طالبانو له مذاکراتو د بسوګۍ واده جوړ شوی

0

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ له شاوخوا لس میاشتو راهیسې پر افغان سولې خبرې اترې روانې دي، خو لا هم کومې مطلوبې او داسې پایلې ته نه ‌دي رسېدلي چې له مخې یې، د سولې روانه پروسه خپل اصلي مسیر ته چې د بین ‌الافغاني خبرو پیل او اوربند دی، سیخه کړي.
امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي، امریکا او متحدانو ته به یې ګواښ نه پېښوي، دوامداره اوربند او د بین‌ الافغاني خبرو اترو پر پیل په نهو پړاوونو کې چې هر پړاو یې په ورځو ورځو دوام کړی، خبرې کړي، خو لا هم دواړو لوریو وروستۍ هوکړه نه‌ ده کړې.
د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالب استازیو د اتم پړاو له مذاکراتو او په اړه یې د دوی څرګندونو او دغه راز له طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو لوړپوړیو امریکايي چارواکیو له ځانګړې غونډې وروسته تمه کېده چې د امریکا او طالبانو استازي به په نهم پړاو خبرو کې د سولې روانه او اوږده بهرنۍ پروسه پای ته ورسوي او په خپلو کې به د سولې په نوم هوکړه‌لیک وروستی کړی.
خو دغه خبرې اترې پرون پای ته ورسېدې او د دواړو لوریو د استازیو د څرګندونو له مخې، دا پړاو خبرې یې بریالۍ وې، خو د هوکړې مواد نه‌ دي وروستي شوي او لا هم تخنیکي ټیمونه پرې کار کوي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی هم تر نهم پړاو مذاکراتو وروسته کابل ته راغلی او دلته به د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون له ځینو نورو چارواکیو سره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو څرنګوالي په اړه جزیات او وروستي موارد شریک کړي.
خو د چارو یو شمېر شنونکي په هېواد کې د جګړې تېزۍ او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو ته په کتو چې هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې له حده زیاتې اوږدې شوي او باید نورې پای ته ورسېږي.
د دوی په وینا، افغانان هره ورځ د جګړې له کبله ځاني او مالي قرباني ورکوي او که د امریکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې اترې لا هم دوام پیدا کوي، د افغانستان قضیه به نوره هم پېچلې، سخته او د سولې روان مذاکرات به هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله وردګ پر امریکا او طالبانو غږ کوي چې د سولې له روانې پروسې د بسوګۍ واده جوړ نه کړي او څومره ژر چې کېدای شي دا پروسه خپل اصلي مسیر ته چې د بین‌ الافغاني خبرو اترو پیل او اوږدمهاله اوربند دی، سیخه کړي.
د ده په وینا، څومره چې د سولې روانې خبرې اترې ځنډېږي، هماغومره دا پروسه له خنډ سره مخ کېږي او تر څنګ یې په افغانستان کې جګړه هم تېزېږي چې پور یې افغان ولس پرې کوي.
په همدې حال کې مدني فعال جمال حسرت بیا د امریکا او طالبانو تر منځ روانو خبرو اترو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، امریکا، طالبان او پاکستان د افغانستان پر سر پر معامله بوخت دي او تر هغې چې د اسلام‌اباد خوښه نه وي، نه به په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي او نه به هم د سولې روانې خبرې اترې یوه ښه مسیر ته برابرې شي.
حسرت زیاتوي، طالبان د پاکستان په مستقیمه اشاره او لارښوونه نه یوازې په افغانستان کې د پردیو د ګټو جګړه توده ساتلې، بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې اترې هم د هغوی په خوښه مخې ته وړي چې په‌دې پروسه کې د را منځ ته شوي او راتلونکي ځنډ او خنډ اصلي لامل هم همدا موضوع ده.
دی له طالبانو غواړي چې نور د پردیو د موخو او ګټو لپاره د خپلو هېوادوالو د وینې تویول پای ته ورسوي او څومره ژر چې کېدای شي له امریکا سره تر هوکړې وروسته، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، څو په هېواد کې روانه جګړه چې قرباني یې یوازې او یوازې افغانان دي، ختمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو پرون پر بغلان او وړمه ورځ هم پر کندوز ښار پراخ ډله‌یز بریدونه وکړل چې له کبله یې د دوی تر څنګ، عامو خلکو ته هم سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 16 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.