The news is by your side.

افغان سوله په کوم قیمت؟ (۱)/ ایمل جلال

0

لکه جنګ سوله هم قیمت لري. د سولې مذکرات په حقیقت کې پر همدې قیمت د دواړو متخاصمو غاړو جوړجاړي ته وايي. د افغانستان په علمي ماحول کې د سولې کارپوهان په نشت حساب دي. مثلاً هېڅ داسې افغاني بنسټ نشته چې د نورو هېوادونو تجاربو ته په کتلو سره د افغان سولې لپاره قیمت پرې کړي. راځئ په ګډه د سولې د روانو خبرو اترو په اړه همدې محور یو بحث پیل کړو. ددې بحث موخه به دا وي چې د سولې د روان بهیر په اړه ملګري په سړه سینه د قضاوت کولو وړتیا ومومي او د فیسبوکي تبلیغاتو او اعلامیو ښکار نه شي.

نن سبا د « سوله په هر قیمت» جمله ډېره اورو. دا جمله د عام ولس لپاره ریښتیا هم مفهوم لري. افغانان دې ته تیار دي چې له ولږې دې مړه شي خو چې سر یې خوندي وي. ددې بېلګه مو د کوچني اختر په درې ورځني اوربند کې ولیدله. دا تاریخي اوربند ځکه مهم و چې افغانانو نړۍ ته وښودله دا جګړه پردۍ ده. یعنې له ایډیولوژیکي لحاظه د دواړو سنګرونو عسکر یو بل سره مشکل نه لري او ټول د یوې مور زامن دي. دا د سولې افغاني اړخ دی. دویم اړخ یې چې ريښتیا یو قیمت لري، هغه بهرنی اړخ دی. دغه ټول پټ او ښکاره مذاکرات، غونډې او سفرونه ددې لپاره کېږي چې ټولې خواوې افغان سولې ته قیمت وټاکي. دا بحث پر همدې دوو اړخونو را څرخېږي. همدا راز دغه پوښتنې به ددې بحث محوري موضوعات وي:

اول اوربند څه معنا درلودله؟ تالېبانو د لوی اختر دویم اوربند ولې ونه منلو؟ تالېبان ولې د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کېني؟ دوی ولې د مسکو، اسلام آباد، اماراتو او قطر ترمېنځ سرګردانه دي؟ د سولې په اړه د ټرمپ دریځ څه دی؟ تالېبان د زلمي خلیلزاد سره پر څه غږېږي؟ د سولې په اړه د خلیلزاد مېشن، صلاحیتونه او دریځ څه دی. بلاخره حقیقي سولې ته د رسېدلو لپاره دې ته ورته پوښتنې ولې اهمیت لري؟ او …

دغه ټولې پوښتنې د افغانستان د سولې د هغه قیمت پورې اړه لري چې افغانان یې باید د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پرې کړي تر څو حقیقي سولې ته ورسېږي. که چېرې په ریښتیا هم لږ زړه تنګ کړو نو دې پوښتنو ته منطقي ځوابونه موندلی شو. بیا لږ تر لږه دا استدلال هم کولای شو چې د سولې پروسه کومې خوا ته روانه ده او پدې پروسه کې باید موږ کوم قیمت ورکړو.

د سولې افغاني اړخ:
راځئ دا بحث د لومړیو دوو پوښتنو یعنې د اوربند له بهیره پیل کړو. د کوچني اختر درې ورځنی اوربند یوه کنترول شوې تجربه وه تر څو دا ثابته کړي چې په جنګ کې د ښکېلو ځواکونو ترمېنځ د پخلاینې حقیقي بهیر څنګه دی؟ پدې معنا چې آیا د دواړو خواوو جنګیالي دې ته تیار دي چې تېر هېر کړي او نوی فصل پرانیزي؟ زما په نظر دا بهیر ریښتیا هم افغاني معجزه وه. معجزه ځکه وه چې د سولې او جنګ په تیوریو کې ددې حالت د تحلیل لپاره هېڅ څه نشته. تاسې فکر وکړئ چې هغه تالېب او سرتېری چې تر پرونه د یو بل وینو ته تږي وو، څنګه د یو بل پر اوږو د خوشالۍ اوښکې توی کړې. چا به ویل چې طالب دې پر موټر سایکلو تر کارته پروانه راشي او آیسکریم دې وخوري. د آیسکریم خورو طالبانو په اړه هغه مهال زما تحلیل دا و چې یواځینی فکتور چې کولای شي د طالبانو او عسکرو دا جرئت او متقابل باور تشرېح کړي، هغه د پښتونولۍ کوډونه دي په خپل کور کې پر دښمن باندې برید عار ګڼي. نه پوهېږم. کیدای شي زه غلط یم.
په کوټه کې د ناستو تالېب مشرانو لپاره دا اوربند د خطر زنګ و. د مولوي شهید خېل په نامه د یو تالېب مشهوره وینا به مو اورېدلي وي. ځکه عام طالبان او افغان ولس ریښتیا هم د سولې لپاره د هر قیمت پرې کولو ته تیار و. تالېب دې ته هېڅکله تیار نه دی چې په هر قیمت سوله وکړي او نه يې ورته څوک پرېږدي. د اوربند پر مهال هغه سلګونه طالبان چې له غرونو راښکته شوي وو، بېرته ستانه نشول. هغه کسان چې د تالېبانو تحریک له نږدې څاري پدې ښه پوهېږي چې تر اوبند وروسته د تالېبانو د منځنۍ او ټیټې قدمې ۴۰ سلنه مشران بدل شو. حتا ځیني یې ترور کړل او ځینې نور یې هوايي بمبارۍ ته برابر کړل. افغان حکومت په لوی اختر کې دویم اوربند اعلان کړ خو تالېب د توقع سره سم ورسره مخالفت وښود. تالېب او خواخوږو یې نه غوښتل چې عین اشتباه بیا تکرار کړي. اوس حکومت د دریم اوربند لپاره تیاری نیسي خو فکر نه کوم چې تالېب دې له خپل خره راکوز شي.

ددې یو مهم علت دا دی چې تالېب قیضه د بل چا په لاس کې ده. او دوی هېڅکله هم دې ته تیار نه دي چې د یو قیمت د پرې کولو پرته دې بیا طالب جنګیالي په کارته پروان کې آیسکریم وخوري. دوی ته یې څه چې هر ورځ د افغان وینه بهېږي.
که تر دې ځایه مو لوستی وي نو سبا ته له خیره د بحث پر اصلي محور یعنې د سولې پر بهرني اړخ چې ډېر مهم دی وغږېږو. پاتو پوښتنو ته به سبا او بل سبا د ځوابونو د موندلو هڅه وکړو!

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.