The news is by your side.

افغان ټاکنې او بهرنی مشروعیت

0

د دریمې نړۍ په ډیموکراتیکو هیوادونو کې حکومتونه دوه ډوله مشروعیت ترلاسه کوي. لومړی یې د ټاکنو له لارې له ملت څخه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول او دویم ډول یې له نړیوالې ټولنې (کورنۍ مشروعیت او نړیوال مشروعیت).

دافغانستان په څیر د ډیموکراسۍ له اړخه کاواکه هېوادونو کې ترکورني مشروعیت تل نړیوال مشروعیت پیاوړی او د خلکو د منلو وړ بلل شوی او لیدل شویدی. ترټولو وروستۍ او تازه بیلګه یې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره سم د افغانستان د همکارو هیوادونو او نړیوالو ادارو لخوا هرکلی وو، چې د ترسره شویو ټاکنو او راتلونکي ولسمشر او حکومت پرجوړولو یې د مشروعیت ټاپه ولګوله. تردې پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې د شاوخوا اته میلیونه خلکو لخوا په ټاکنو کې په ورکړل شوي مشروغیت د امریکا او ملګرو لخوا په وروستي جوړجاړي د تایید مهر ولګول شو. سره له دې چې ډیر پنځه کاله وړاندې د غني او عبدالله لخوا د جوړ شوي دوه سري حکومت لامل د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر رایه بولي، خو په دې سر نه خلاصوي، چې جان کیري ولې هغه مهال د استاد سیاف او زلمي رسول لاسونه نه پورته کول؟ یانې معلومه ده چې د کورني مشروعیت پراساس غني او عبدالله ددې وړ وو چې د حکومت مشرتابه ته اوږه ورکړي او امریکا یا په ټوله کې لویدیځ همدغو دواړو ته نړیوال مشروعیت ور وباښه او او ګوتې یې ورسره تیرې کړې.

د وروسته پاتې هیوادونو په لویو مسلو کې د نړیوال مشروعیت مسله ځکه ترکورني مشروعیت غوښتنه او مهمه بلل کیږي، چې ژوند او ورځ یې د نړۍ په خوښه او د نړیوالو د جیبونو په زور تیریږي. په بله مانا د غه وروسته پاتې نظامونه د نړیوالو د سوال او خیرات په پیسو چلیږي او د هغوی خوښه ترکورني رضایت ډیر مهم ګڼل کیږي.

ان په یو شمیر پرمختللو هېوادونو کې هم د کورني رضایت پرتله نړیوال مشروعیت ته پام ډیر کیږي او په ۲۱مه پیړۍ کې یې ښایسته ډیرې بیلګې لیدل کیږي. د ۱۸ کاله وړاندې عراق، د لس کاله وړاندې سوریه، لیبیا او اوسني ایران حکومتونه یې زموږ په ګاونډي اسلامي نړۍ کې هغه نمونې دي، چې د هېوادونو برخلیک یې د کورني مشروعیت پرتله په نړیوال مشروعیت پورې ډیر تړلی دی. سره له دې چې په دغو ټولو یادو شویو هېوادونو کې د ګړو یوه زیاته برخه له واکمنو نظامونو خوښ دي او په یوه ډول یې ډیموکراسي هم تمثیلوله/تمثیلوي، خو د لویدیځوالو لخوا یې تل مشروعیت ننګول شوی او نژدې ټول یې له تباه کونکي برخلیک سره مخامخ شویدي.

دافغانستان په لویدیځ کې ایرانی نظام له ټول کورني مشروعیت سره سره د لویدیځوالو له خوښې پرته خپلو خلکو ته نا مشروع بلل کیږي او د همدې یوې ناخوښی په مقابل کې یې اقتصادي سیستم له پاشل کیدو او ایران له دننه چاودنې سره مخامخ دی.

صدام حسین او بشار اسد تل په خپلو هېوادونو کې ټاکنې ګټلي، خو په اصطلاح د ټکني نړیوال مشروعیت له برکته له ناورین سره مخامخ شوي.

افغانستان دمګړۍ له ورته وضیعت سره مخامخ ښکاري او د ټاکنو له کورني مشروعیت څخه چې د شاوخوا ۲ میلیونه عاقلو افغانانو لخوا ورپه برخه شوی د نړیوال مشروعیت له ټاپې برخمن شو. د ملګرو ملتونو په ګډون له واشنګټن او اروپا تر هندوستان پورې مختلفو هېوادونو د لومړنیو پایلو هرکلی وکړ، چې لاره یې د پایلو وروستي کیدو ته هواره کړه. د افغانستان دننه نړیوالو سیاسي استازولیو پرهغه څه د دوام مهر ولګاوو چې اکثریت افغانانو یې دپایښت په پار هڅې کولې او هغه جمهوریت او ولسواکي ده.

که د نړیوالو خوښه نه وي په ډیرې اسانۍ سره کولی شي د افغانستان د دوه میلیونه رایه ورکونکو او سلګونو زره کسانو څو اونیزه خواري په ډیرې اسانۍ سره په سیند لاهو او روان ټاکنیز بهیر له بهرني مشروعیت څخه بې برخې او په کور دننه لانجو ته بستر هوار کړي، خو داسې ښکاري چې د ټاکنو په پار د افغانستان پر سیاسي فضا غوړیدلی چتر په راټولیدو او کورنۍ او بهرنۍ مشروعیت یې د خوندي کیدو په درشل کې دی

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.