The news is by your side.

امریکا چې هر کله د یو غیر ژوندي موجود پر وړاندې جګړه اعلان کړې، بایللې يې ده

0

د امریکا “واشنګټن ټایمز” ورځپاڼې د افعانستان د نشه ايي توکو په اړه په خپل يوه مطلب کې لیکلی، امریکا چې هر کله د یو غیر ژوندي موجود پر وړاندې د جګړې اعلان کړی، بایللې یې ده.

واشنګټن ټایمز، د بېلګې په توګه په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰مو کلونو کې يې د الکولو (بندولو) پر وړاندې کړه، په ۱۹۶۰مو کلونو کې د بېوزلۍ پر وړاندې جګړه او له ۱۹۸۰ څخه تر اوسه پورې د نشه يي توکو پر وړاندې جګړه. او اوس هم په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې جګړه چېرته چې خبره له کنټروله وتلې ده او تل پردې بحث کېږي چې باید دغه توکي له منځه ولاړ شي ځکه د طالبانو د عاید ستره برخه له همدې لارې ترلاسه کېږي.

دلته دوه لارې وړاندیز شوې؛ یو- دا چې بزګران نور کښتونه وکړي او دویم- دا چې که څه بیا هم تریاک کري چې پټي یې ورته واړول شي خو دوا دې ځکه پرې نه کارول کېږي چې بیا ټوله ځمکه شنډه کېږي.

خو کله به چې ځواکونه د تریاکو کښت اړولو لپاره ولاړل، د هغه چا پټي به يې نه اړول چې رشوت به یې ورکاوه، او د یو څو غریبو بې وسو خلکو پټي به یې ورته واړول او انځورونه به يې ورسره واخیستل.

که افغان حکومت رښتیا هم د تریاکو له منځه وړل غوښتل دوه کارونه یې کولای شوای؛ یا د ملاعمر په څېر به يې جدي فرمان صادر او اقدام کړی وو او یا به یې پخپله په پټه د نشه يي توکو کاروبار شروع کړی وو؛ خو دا دواړه کارونه ممکن نه وو.

امریکا که څه هم د نړۍ ترټولو ستر کاپیټال دولت دی خو بیا د داسې شیانو په مخنیوي کې تل پاتې راغلي ده.

نو ځکه نن د نړۍ تر ټولو ستر کاروبار تېل، د ډبرو سکاره او نشه يي توکي دي.

موږ هر څه ډېر وروسته زده کوو.

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.