The news is by your side.

امنیتي ځواکونه د ولس بېساری باور او ملاتړ له ځانه سره لري

0

محمدبشیر یوسفزوی-

پنځه کاله وړاندې چې د بهرنیو مجهزو عسکرو ځای او واک افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لېږدول کېده، نو ټول په وېره کې وو او له ټولو سره همدا اندېښنه وه چې دا ځواکونه به دا توانایي ونه لري چې د هغوی ځایونه په اسانۍ ډک کړي او د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جنګ تاب ولري.

حتی دا انګېرنې او اټکلونه موجود وو، چې ممکن په څو میاشتو کې هم اردو خدای مکړه وپاشل شي او هم حکومت سقوط شي. دلیل یې دا وو چې هغه مهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه نه وه شوې، دوی نه وو مجهز شوي ، حتی ولس ته دا باور نه و ورکړل شوی چې دا د هیواد صادق بچیان د هرې ستونزې پر وړاندې په کلکه ودرېږي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې زموږ د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې غلط او له تهدیده ډک ګام واخلي.

په لومړیو کې چې ولسمشر غني ته واک ورسېده، نو امنیتي او دفاعي سکتور هم د دولت او حکومت د نورو برخو په څېر ګڼې ستونزې لرلې، له فساد او بې کفایتیو رنځېدل. دوی ته پاملرنه نه وه، روابط پر ضوابطو حاکم وو او په همدې خاطر یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه کمزورې کړې وه، حتی هغه وخت چې په دانګام کې په یوه تپه حمله وشوه، نو بېرته نیولو یې پنځلس ورځې وخت ونیوه، ځکه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي وړتیاوې نه وې روزل شوې.

مګر دا مهال زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو وخت کې څو ځایه عملیات ترسره کوي او په بریالیتوب یې ترسره کوي. د دې ترڅنګ دوی په مراتبو ښه تجهیز شوي دي. ښې وسلې او امکانات لري، د دوی اعاشې، اباطې او درملنې ته توجه شوې، حتی په رهبرۍ کې یې بدلونونه راغلي دي او له همدې امله د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او مبارزې د هیچا له سترګو پټې نه دي او په دې خاطر ورځ تر بلې نه یوازې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو باور زیاتېږي، بلکې د ټول ولس ملاتړ له دوی سره دی.

پخوا غیر مسوول وسله وال  د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې لوی تهدید وو او د ښار په منځ کې به یې دوی ګواښل، مګر په تېرو پنځو کالو کې د غیر مسوولو وسله والو زور اوبه شو او اوس دوی له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پټ تېرېږي. ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې د هیواد په داخل کې او له هیواد څخه د باندې په بین المللي کچه د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ښه عامه پوهاوی وکړ او د ټولو پام یې دوی ته ور واړاوه او له همدې برکته زموږ مېړني ځواکونه په ډېره مېړانه د سپر په توګه د دښمن پر وړاندې ولاړ دي او جنګېږي.

ولس اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چې له خپلو ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مه واره یې بل هیڅ طاقت هم د دښمن له وحشت او شرارت څخه نشي ژغورلی او په همدې خاطر د ولس ټول ملاتړ له خپلو مېړنیو ځواکونو سره دی. 

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.