The news is by your side.

!… او ننگیال بیا خاورو ته وسپارل شو

احسان الله ارینزی

0
ارواښاد ننګیال

دا لیکنه باید ۶ ورځی مخکی، د د مړینی د کلیزی له پاره په لیکه شوی وای. له بده مرغه چی د نختیکی ستونزو له امله لږ وځنډیده.

او ننگیال بیا خاورو ته وسپارل شو… !

ارواښاد اسحق ننګیال د افغانستان په معاصرو ادبیاتو کې داسې یو روڼ او نه هېرېدونکی فصل دی، چې د برېښنا د یوه پړک په شانې وځلېد؛ خو ژر الونیا شو، د زړه اس یې د ارمانونو له درانه باره سره د “یو باد” تر سر ځار شو او زموږ وطن یې له یوه لوی ویر سره مخامخ کړ.

یو باد رالګېدلی، ما له ځانه سره وړي

د زړه اس مې د باره له ارمانه سره وړي

ننګیال فقیر مشربه او بېوزلی انسان و. ده په خپل ټول عمر کې یوه ورځ هم د کور د کرایي او د خپلو بچیانو د نفقې له لاسه ارامه سا وا نخیسته او په افغانستان کې یی د “ړندو” چارواکو او “کڼو” سیستمونو په لمن کې، حتی د یوې شېبې له پاره هم د مادي او معنوي آرامتیا احساس و نه کړ. هېچا په ننګیال د یوه لوی هنري استعداد په نامه د شفقت لاس تېر نه کړ او هېچا د هغه د ستر شعري او ادبي استعداد د لا غوړونې او زرغونولو مرسته ونه کړه. ننګیال بېوزلی وزېږید، بېوزلی ناروغه شو او په پردیسۍ کې بېوزلی مړ شو!

همغسې چې د لغمان د (بسرام) خلکو یوه ورځ د کمکي اسحق په زېزېدو خوشالي کړې وه او بیا یې د خپل دې شاعر بچي د ستر استعداد په غوړېدو او ځلېدو ویاړ کړی و، یوه ورځ د هېواد د برم، عزت او ستر نامه د لوټ په تورو کلونو کې د اسحاق ننګیال په بېوزله مړینه په چیغو- چیغو وژړل او د افغانستان داسې یو بچی یې خاورو ته وسپاره چې ډېر استثنایي و او خدای ښه پوهېږي چې بیا به ژر تکرار شي که نه!

زه د ننګیال د کړاوونو د یو ملګري په صفت، دلته د هغه ژوند داسې یوه کیسه یادوم، چې ښایي د ننګیال ډېر نژدې کسان او دوستان نه وي پرې خبر! که څه هم چې دا موضوع شخصي رنګ لري؛ خو د داسې یوه “کاڼه”، “ړانده” او “ګونګ” نظام له ناخوالو پرده بیرته کوی چې ژوندي خلک یې په خاورو سپارل او خپلې پخې ریښې یې ورو- ورو په خپلو ناوړه اعمالو او افعالو پرې کولې.

دا د هغه کال خبره ده چې ښاغلی دستګیر پنجشیري د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د سیاسي دفتر غړی او د افغانستان د لیکوالو ټولنې مشر و. د لیکوالو ټولنی یو وخت پریکړه کړی وه چې یو شمېر شاعران او لیکوال به، د ګوند او دولت د اهدافو د توضیح او ضمناً د هنري سوژو د موندلو له پاره ولایاتو ته واستوي.

زه او ننګیال “فراه” ته ټاکل شوی وو. په دوه درېو ورځو کې د سفر اداري مراحل بشپړ شول، زموږ اصلي کار ځایونو ته خدمتي مکتوبونه واستول شول، سفري بکسونه او مواد برابر شول او تګ ته چمتو شو.

هغه وخت له کابل څخه ټولو ولایاتو ته د تلو راتلو ځمکنۍ لارې د حکومتي سړیو له پاره بندې وې؛ ځکه نو ما او ننګیال باید د الوتکې په واسطه سفر کړی وای. د الوتکې ټکټونه مو واخیستل او هوایي ډګر ته د تګ په تمه شوو؛ خو یقین وکړئ چې دومره ډېر هوايي ډګر ته لاړو او راغلو چې ستومانه شو. میاشت تېره شوه! د سفریي پیسې مو په کابل کې د هوایي ډګر په تګ راتګ ولګلوي؛ خو د فراه له پاره پلان شوې الوتکه مو په سترګو و نه لیده. څو نورې ورځې هم ووتې او ما تقریباً د فراه د سفر خبره هېره کړې وه، چې یوه ورځ د ننګیال ټلیفون راغی.

آرینزیه ته یې؟

ما ورته وویل: هو ننګیالیه، ستړی مه شې.

ننګیال ووېل چې ځان هوايي ډګر ته ورسوه. د فراه الوتکه تیاره ده!

نه پوهېږم ولې مې دا خبره خولې ته راغله چې زما مور ناروغه ده او نه شم تلای.

هم ننګیال هوښیار سړی و او هم زما پلمه ډېره درنه وه، مور مې ناروغه ده!

ده وویل: سمه ده، زه به لاړ شم، هلته به د ځای ځایګي غم وخورم . ته جمعې ته په بله الوتنه کې راشه.

بس دواړو خدای په اماني وکړه او غوږۍ مې کېښوده. چورت مې وواهه چې ولې مې داسې پلمه وکړه؟ هېڅ دلیل مې نه درلود. مور مې جوړه روغه وه!

ارواښاد ننګیال

نوره کیسه په زړه پوری ده.

کله چې ننګیال هوايي ډګر ته رسي، هلته له خپل ورور سره ویني چې په هوايي پوځونو کې سرتېری و. سرتیری، ننګیال الوتکې ته خېژوي او بیا ترېنه ځي. څو دقیقې وروسته د الوتکې مسوولین راځي او سپرلیو ته په ځیره ګوري. له دوی سره هغه لسټ هم و چې د عارضینو د اسنادو له مخې جوړ شوی و. دوی سپرلیو ته ښه ګوري، لکه چې په یو – دوه عاجزانو پسې ګرځيدل چې ښکته یې کړي او ځای یې هغه زورورو یا شتمنو ته ورکړي چې د الوتکې عملې ته یې (ګټه) رسولای شوای!

تصادفاً زما او ننګیال نومونه د لسټ په آخر کې وو، په دې لست کې د هغه کسانو نومونه وو چې په تېره یوه میاشت کې د فراه په تمه و او معتبر اسناد یې درلودل.

کله چې زما او د ننګیال نومونه اخلي، ننګیال ورته وایي چې آرینزی نه دی راغلی؛ خو اسحق زه یم. پیلوټ ورته وایي چې ښکته شه! ننګیال د ځان ننګه کوي چې زه رسمي سړی یم او د یوه سرکاري کار له پاره روان یم؛ خو پیلوټ ورته وايي چې د فراه د عامې روغتیا رییس او مېرمن یې “فوق العاده” امر راوړی.

خیر لږ لانجه کېږي، ننګیال په زوره له الوتکې څخه ښکته کوي، نویو سورلیو ته ځلی ورکوی او الوتکه الوځي.

ستومانه او خپه ننګیال د خپل هغه ملګري دوکان په لور ورځي چې د خړوبولو اوبه به یې خرڅولې! ننګیال به بیا له هغه ځایه په شاه شهید کې خپل خټین وړوکي کرایي کور ته ستنیده.

ماښام مهال د کابل په هوایي ډګر کې دا اوازه خپرېږي چې د فراه الوتکه په لشکرګاه لګېدلې او ټول 52 کسه مسافرین یې تباه شوي!!

د ننګیال سرتېري ورور چې دا غمجنه خبره اوری، لومړی په چیغو-چیغو ژاړی، بیا بیسده کېږي او ملګري یې روغتون ته رسوي. کله چې دا سرتیري ځوان د ډاکترانو په مرسته لږ ښه کېږي، په مات زړه کور ته ځی چې کورواله خبر کړي او د جنازې او نور درنو کارونو غم وخوری.

لکه چې بیا وروسته په کیسه خبر شوم، د ننګیال سرتیري ورور، له نورو کورواله وو جلا، په سراچه کې ژړغونی ناست دی او هېځ نه پوهېژي چې په کومه ژبه او خوله، د ننګیال مېرمن او بچیان خبر کړي چې دوی تباه شوي او د سر سیوری یې له لاسه ورکړی!

دی ځوان لا دا ‌‌جرئت نه دی موندلی چی کورواله په دی غمجنه پیښه خبر کړی چی شااوخوا نه بجی د کور دروازه ټکیږی.

ځوان سرتیري له کړکۍ څخه لاندې ګوري او چې کله اسحق ننګیال هلته ویني، یوه چیغه له خولې باسي او بیا بېسده پرېوږي!

د دې ورځې په سبا د لیکوالو ټولنه د ویر د ګلانو په جوړولو لګیا کېږي. نه پوهیږم ما هلته کار درلود چی د ورځی شا او خوا یوولس بجی می فاضل شاعر او ادیب واصف باختري ته ټلیفون وکړ. هغه ډېر اریان شو او څو ځلې یې په بیړه- بیړه پوښتنه وکړه چې ارینزیه ته ژوندی یې؟ ته اوس چیری یی؟ ته په رښتیا ژوندی یی؟

زه چې په موضوع نه وم خبر، هک پک شوم چې باختري صاحب ولې په دومره ټینګار زما د ژوند پوښتنه کوي؟

ده وویل چې ته چېرته یې؟ ما ورته وویل په کور کې یم! ده وویل چې یو ځلې عاجل د لیکوالو ټولنې ته راشه.

کله چې په نوي ښار کې د لیکوالو ټولنې مرکزي دفتر ته ورسېدم، په ډېره اریانیتا مې د ګلانو په دوو هغو لویو کړیو سترګې ولګېدې چې په منځونو یې زما او د ننګیال عکسونه لګېدلې و او د هر یو لاندې (شهید احسان الله آرینزی) او (شهید اسحق ننګیال) لیکل شوي وو!

ما خپلو ملګرو ته د (نه تګ) کیسه وکړه او دا مې وویل چې د (مور د ناروغۍ) پلمې، زه له دې حتمي مرګ څخه وژغرولم!!

تر ماسپښینه پورې د ننګیال په ژوندي پاته کېدلو هم خبر شو؛ خو زموږ دواړو نومونه په سرکاري لسټونو کې د “شهیدانو” په توګه ثبت شوي وو.

چې خبره لنډه کړو، یوه ورځ وروسته د 52 کسانو تابوتونه له لشکرګاه یا کندهار څخه کابل ته ورسېدل. د ښخولو له پاره ستر دولتي مراسم په پام کې نیول شوي او د شهیدانو په غونډۍ کې 52 قبرونه تیار شوي وو.

په تابوتونو هغه نومونه لیکل شوی وو چی په همهغه لومړني لسټ کی راغلی وو!

د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته و، زه او ننګیال د زرګونو کسانو په وړاندې په خاورو وسپارل شوو! موږ خپله هم په ځانونو خاوری واړولی، ډېرو نورو کسانو هم د آرینزي، ننګیال او نورو (شهیدانو) په قبرونو خاورې واچولې؛ خو دا ښکاره نه شوه چې په هغه تابوتونو کې به د کومو بېوزلو انسانانو ټوټې پرتې وي چی د ارینزی او ننګیال په نومونو خاورو ته وسپارل شول!

کله چې له هدیرې څخه ستنیدو، ننګیال وویل چې دا وړۍ ولا که شړۍ شي! دا نظام په دومره ړوندوالي د ټینګېدو نه دی، اوبه له سرچینې څخه نیولې تر پایه خړې او خیرني دي. هلته چې د ژوندیو کسانو په مخکې د دوی جسدونه (!) په خاورو سپارل کیږی او هلته چې خلک واقعاً ژوندي په خاورو منډل کېږي او هر څه په درواغو او فریب مخکې ځي، څنګه به د دوام او “اصلاح” او “ټینګېدو” او د خلکو زړونو ته د رښتیا “حقانیت” د رسولو تلوسه بریالۍ شي؟

ننګیال ما ته وویل چې که زه د دې وطن او دې خلکو شاعر یم، باید د خلکو په ستوني کې د ایسارې توپاني چیغې استازی شم او اولس ته دا په ډاګه کړم چې ستاسو “پاڅون” حق دی، ستاسې “چېغه” د حقیقت ده، ستاسې عزم پولادي دی او ستاسې لار د سرلوړۍ او بریالیتوب ده. مخ په وړاندې!

یوه شېبه هم مه ایسارېږئ او دا وطن د دې ړندو او کڼو له خونړیو منګولو څخه وژغورئ!

هغه ورځ ما ننګیال ته وویل چې ته باید د خپل شعر او هنر شهکار همدا نن ولیکې. ته مړ یی ! ته نن ښخ شوی یې! ته باید ځان په خپل هنر کې ژوندی وساتې. ننګیال راته وویل زه اوس پوه یم چې مړ یم. زه پخوا لا مړ وم. تش کالبوت مې لاندې باندې ګرځي. په هغه غوبل کې چې زما په وطن له څو خواوو څخه راروان دی، زه وختي لا مړ یم!

زه نه پوهېږم چې ننګیال په هغه ماښام څه ولیکل که نه؟ خو ما یوازې پرېښود چې دی خپل شاعرانه احساسات وپاروي، توپانی شی او په افغانستان کې د ژوندیو انسانانو د ښخولو حماسه ولیکي!

ننګیال د هغه “ړانده” او “کاڼه” رژیم وروستي وختونه هم ولیدل او د “نوی نظام” د راتلو تماشې یې هم وکړې، نوی نظام د ده او د نور اولس له پاره هېڅ نوی زېری نه درلود. خلک له “څڅوبي” څخه پاڅېدل او “ناوې” ته کېناستل! د وینو ویالې وبهول شوې، ښارونه وران او ډېر تاند ګلونه ورژېدل، د خلکو په سرونو، مال او عزت بېساری تالان ګډ شو، ټوپکیانو د وطن په تاریخ، په موزیمونو، کتابونو، علم، قلم، عفت او ټولو ملي نوامیسو ودانګل او هر څه یې ایرې او تالا والا کړل!

دې وضعې زموږ حساس او خواخوږی شاعر د زړه په خوږو اخته کړ. د ده د امیدونو ټول وروستني څلي هم ونړېدل، په وطن کې په سلګونو او زرګونو کسان بیا هم ژوندي او نیم ژواندي په خاورو ومنډل شول، د رڼا وروستۍ بېلګې د تیارو تر یرغل لاندې ایسارې شوې او نور نو د ننګیال د تنکي او حساس زړه د رغېدو ټول امیدونه په اوبو لاهو شول!

په همدغسې یوه ناامیده فضا کې د بسرام ګران شاعر، حساس ځلمی، بېوزلی هنرمند او د ملغلرو انځورګر په ابدي خوب ویده او هغه “باد” چې الوتلی و او په زرګونو یې له ځان سره وړي وو، د ننګیال د زړه “سپین اس”، د انساني او شریفانه ارمانونو له درانه باره سره یو ځای، له ځان سره ویووړ او جنازه یی د لغمان ولایت په بسرام کلي کې یې “بیا” خاورو تهړوسپارل شوه!

اروا یې ښاده!

(Visited 85 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.