The news is by your side.

ايراني مذهبي مشر ته /سيد حسين پاچا

0

له ټرمپ سره تفاهم به ستاسې و د ولس او هم د ټولې سيمې په ګټه وي

ټرمپ له تاسې د اسرائيلو مصوونيت، د خپلو ګټو تضمين او د مالي سرچينو واک غواړي

د مذهبي – سياسي وعقلي ارزښتونو له مخې د دوو بدو ترمينځ يو انتخاب شي

سيد حسين پاچا

ښاغلی روحاني مشره،

موږ مذهبي لېونيانو خو خپله جونګړه د نورو لپاره ړنګه کړه، خو تاسې خپله ورانه نه کړئ!

زه چې ستاسې د دفاع وزير او ځينو نورو لوړپوړو چارواکيو خبرو، غورو او دربو ته ګورم، نو حيران شم چې د ځمکنيو حقايقو پر بنسټ همدا نن ايران له هراړخيز پلوه ايسار دی. سيمه ټوله له امريکايي قواوو ډکه ده او خپل نژدې مخالف ګاونډي سعودي هم درته غاښونه چيچي.

همداسې د امريکا د نويو بنديزونو پر وړاندې ايران له لا نورو سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی او اسعار مو مخ پر ځوړ روان دي. دا يو ښکاره ثبوت دی يو څوک چې پخپله خاوره او نړيوال مارکېټ کې خپل اسعار ثابت نه شي ساتلی، نو هغه ته به له يو نړيوال زبرځواک سره ډغره وهل څنګه وي؟ خپل مال وتېل او داسې نور صادرات سړی نه شي پلورلی او کړي قراردادونه يې له خنډ سره مخيږي، نو فزيکي شخړه به څنګه سرته ورسوي؟

موږ يو متل لرو :

پک (کنجی) چې ځوروې، نو خولې ترې لېرې کړه!

يا دا چې :

غريب وبېچاره (ناتوانه) چې ځوروې، نو د خولې مړۍ ترې واخله بيا څه نه شي کولی.

عملاً چې ګورو د امريکا له يو ګواښ وبنديزونو سره تهران له سختو ستونزو لاس وګرېوان شو، کاروبار چې ورک شي، پيسه ورکه شي او ولس وږی شي، نو تاسې به وګورئ چې د خپل ولس لاسونه ګرېوان ته درورسيږي، نو ښه به دا وي چې د يورانيمو په بډاينه کې سر څه چې هر څه هستي ونيستي له لاسه ورنه کړئ. د بغداد له نيولو سره سم لومړی لويو شرکتونو د تېلو او نورو سرچينو قراردادونه واخېستل او نن بغداد لا څه چې طرابلس هم د ورته ستونزې سره لاس وګرېوان دی.

ښه به دا وي چې د احساساتو پر ځای له هوشه کار واخلئ او له ټرمپ سره خپلې اړخيزې ستونزې په سړه سينه او معقوليت حل کړئ.

په درنښت

ټرمپ: جګړه به د ايران د تباهۍ په معنی وي

https://www.bbc.com/pashto/world-48331739

ټرمپ: که ايران جنگ غواړي نو دا به يې رسمي ختمېده وي

https://www.pashtovoa.com/a/trump-says-to-iran-never-threaten-again-/4923854.html

سعودي عربستان: ايران په سيمه کې جنگ غواړي

https://www.pashtovoa.com/a/saudi-arabi-accuses-iran-for-/4923847.html

ايران: نور مو د يورانيمو پر غني کېدو محدوديت نشته

https://www.pashtovoa.com/a/USA-Iran-tension-/4918167.html

ايران : خپلو دښمنانو سره جګړې ته چمتو يو

https://khabarial.com/archives/32107

ايران : له امريکا سره د خبرو وخت تېر شوی دی

https://khabarial.com/archives/32135

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.