The news is by your side.

اکاډمیک شعور/ جانباز جرار

0

شعور د ذهن هغه خود اګاه برخه ده چي انسان همیشه باخبره ساتي، دا چي انسان همیشه په لاره سم روان وي او په دیواله نه ورځي دا چي همیشه په لمده یا سره مځکه قدم نه ږدي دا چي همیشه ځیني کارونه سنجیده تر سره کوي دا ټول کارونه د شعور په مرسته تر سره کیږي، کله چي شعور کار پریږدي بیا نو انسان د ښه او بد د تاوان او ګټي تفاوت چندان نه سي کولای، د انسان د فکري جوړ او لوري نخشه د عقل په مرسته په شعور کي نقش کیږي چي  ذوق له همدې ځایه سرچینه اخلي، هغه شعور چي د انسان د ورځني ژوند د کنټرول او روان لپاره د انسان له پنځو حواسو سره اړیکه لري، له دا ډول شعور څخه ډیر پیچلی تفاوت لري زموږ د زیاتره بدبختیو د نه ختمیدلو لامل دا ده چي د هري بدبختۍ تر شاه په شعوري ډول خپله انرژي په بشپړه توګه په خورا اخلاص او صداقت مصرفوو ځکه دا زموږ شوق او د خوښي وړ مصروفیت وي.

سالمه مفکوره او جوړ ذهن د سالم او صفا شعور په نتجه کي را منځته کیږي، کله چي په ټولنه کي مثبتي او یا منفي کړني زیاتي سي، ټولنیز شعور متاثره کوي، غلا، منافقت، چوغلګیري، ظلم، تعصب، تبعض، جنګ، جګړې، بدګمانۍ او دې ته ورته نوري ډیري بدبختۍ زموږ او ستاسو د ټولنیز شعور نتجه ده، دغه تېر څړمنی د کابل کندهار په لویه لاره کندهار ته له څوه تنه ځوانانو سره چي ایران ته روان ول، را ملګری وم په شهر صفا کي د سړک غاړي ته په ولاړه لوحه د باقي پاته لاري کیلو متر یو ځوان ووایه چي (( نور نو تر کندهاره (۱۴۳؟) کیلو متره لاره پاتې ده، څنګ ته ناست ملګري یې په ډیر اطمنان سره خبره ور رد کړه چي نه دا درواغ دي، لاره لږ ده اما کیلو میتر یې انجنیرانو د پیسو لپاره اضافه ور اچولی، لکه موږ او تاسو چي په تهران کي څان دو چنده حسابوو.)) د دوی دا نظریه  د اندازه شوي کیلو متر په باره کي صحي ځکه نه وه چي دا دو چنده نه سي حسابیدلای، ځکه هر موټر کیلو متر لري او هر څوک یې ډیر واضح معلومولای سي اما د دوي ټولنیز شعور چي د څاوو په میتراج کي یې دو چند حساب او غلا په عادت بدله سوې وه او اطمناني ول چي زموږ د ټولني هر فرد ته داسي کړني عادي دي نو دې برخي ته یې هم له هغې زاویې کتل.

موږ به د خپل فرهنګ د هغو برخو څخه چي زموږ له دین، عقیدې او په عموم کي له تمدن سره په ټکر کي وي هغه وخت خلاص شو چي د عقل په مرسته یې د خپل ټولنیز شعور څخه په شعوري ډول وباسو، دا چي موږ تر اوسه هم د سوټي مسلمانان یادیږو دا په دې معنی چي موږ اکثریتو دین اوس هم د یو این له مخي منلی نه په فکري او شعوري ډول،ځکه خو داسي خوار، زار او د یو امن لرونکې دین تر سایې لاندي په خورا هر اړخیزه بد امنۍ کي ژوند کوو، دا چي د اکاډمیک شعور څخه موضوع فاصله و نه نیسي نو نتجه دا چي د ټولني د خوشبختۍ او اصلح لپاره د ټولنیز شعور سالمه نقاشي په کار ده.

اکاډمیک شعور د ټولنیز شعور یوه ډیره مهمه برخه ده، په کومه ټولنه کي چي اکاډمیک شعور ژوندی او ذوقونه له دې شعور جوړ او دې ته جوړ وي، هلته به د پرمختګ او تمدن سیلۍ خلګ حتمي خوشحاله ساتي، هلته به د موجوده عقیدې تر سیوري لاندي د میني، عزت، خپلواکۍ او مدنیت ژوند ته څېرمه د موجوده ارمانونو په مدارونو کي خورا خیالي زنده ګي روانه وي، خلګ به خوشحاله وي ذوقونه به بسیا وي، ملک به ګل ګلزار  او هر څوک به د الله تعالی ډیر بهترین مخلوق سي.

خو زما په فکر زموږ په ټولنه کي زما دا فکر ممکن داسي یو خیالي تصویر وي چي موږ به په دې طمه تر عاجل مطلق مخکي د برزوخ نړۍ ته ولیږي، ځکه چي زموږ د هیواد سرنوشت ټاکونکی  اکاډمیک شعور تر اوسه پوري زموږ د ټولنیز شعور تر بشپړه تاثیر لاندي دی.

مخکي له دې چي اکاډمیک شعور د ټولنیزو اصلاحاتو په موخه عملاً کار پیل کړي، لومړی باید خپله اکاډمیک شعور جوړ او چوکاټ یې له هر ډول تېروتنو څخه پاک سي.

دا چي اکاډمیک شعور څنګه جوړیږي په دې برخه کي بحث ته ضرورت سته چي په را روان وخت کي به بحث وکړو.

کندهار –  افغانستان
۱۳۹۸/ زمري/ ۱۲

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.