The news is by your side.

بریالۍ رهبري – دویمه برخه /ژباړه: شمس الحق حیران

0

ژباړه: شمس الحق حیران

رسمي او غیر رسمي رهبري

رهبري رسمي او غیر رسمي اړخونه درلودلای شي. د رسمي اړخ بېلګه یې په ادارو او بېلابېلو بنسټونو کې رهبري ده. عام وګړي تر ډېره د رهبرۍ پر رسمي اړخ فکر کوي. دوی انګيري چې یوازې د یو هېواد ولسمشر، لومړي وزیر او په ټوله کې چارواکو ته د رهبر اصطلاح کارولی شو. خو علمي څېړنې او د نننۍ نړۍ واقعیتونه بیا د رهبرۍ غیر رسمي اړخ هم راسپړي، تر دې چې ګومان کېږي نن ورځ د غیر رسمي رهبرۍ رول د رسمي رهبرۍ رول پیکه کړی دی. د دغې رهبرۍ نمونه په مذهبي یا توکمیزو او دې ته ورته نورو ډلو کې رهبري ده. رهبري هغه مهال رسمي بڼه لري چې د ادارې په چوکاټ کې مطرح شي، په دې صورت کې ترلاس لاندې کسانو ته مادون وايي. خو په هغه صورت کې غیر رسمي بڼه لري چې له ادارې بهر مطرح شي، په دې صورت کې ترلاسه لاندې کسانو ته پیروان ویل کېږي.

د مدیریت له مخې، رهبري په رسمي بڼه مطرح کېږي او تر ډېره ترلاس لاندې کسانو سمبالولو مفهوم افاده کوي. دا چاره د لارښونې، هدایت، لیدلوري ورکولو، خوځښت، پرېکړو، ستونزو د حل، هڅونې او ملاتړ له لارې ترسره کېږي.

 

د رهبرانو ځانګړنې

بریالي رهبران لاندنۍ دوولس ځانګړنې لري:

  1. کورنیو او بهرنیو پېرودنکو او د هغوی د اړتیاوو رفع کولو ته ځانګړې پاملرنه لري.
  2. ترلاس لاندې کسان د کنټرول پر ځای پیاوړي کوي.
  3. د شته وضعیت پر ځای تل د لاښه والي لپاره هڅه کوي.
  4. پر وړاندې والي ټينګار کوي.
  5. د سیالۍ پر ځای همکاري هڅوي.
  6. د هدایت پر ځای، زده کړه ورکوي او روزونکی پاتې کېږي.
  7. له ستونزو زده کړه کوي، د ستونزې په صورت کې له یادې ستونزې سره د یو فرصت په بڼه چلند کوي.
  8. تل د اړیکو د لاښه والي په لټه کې وي.
  9. تل د کیفیت پر وړاندې خپله ژمنتیا ښيي.
  10. تولیدوونکي د کیفیت له مخې ټاکي، نه د قیمت له مخې.
  11. د کیفیت لپاره کېدونکو هڅو د ملاتړ په موخه اداري نظامونه (د کیفیت شورا) جوړوي.
  12. د ټيم هڅې ستايي او دوام یې تشویقوي.

په رهبرۍ کې د مدیریت رول

پوهېږو چې وګړي ډېر کله د مدیریت له مقام څخه د رهبرۍ مقام ته صعود کوي. خو دې ته مو هم باید پام وي چې دا پروسه په ټولو مواردو کې عمومیت نه لري او ځينې خلک له نورو لارو لکه د محصلینو د ټولنو، ډله ییزو او وګړنیو ناستو او یا داوطلبانه پرلتونو (راټولېدنو) او نورو څخه د رهبرۍ مقام ته ځان رسوي. دوی د مدیریت د فن په هکله نه پوهېږي، خو د خپل ورځني ژوند د دوام لپاره اړ دي چې د مدیریت مهارتونه زده کړي. په دې برخه کې د واکونو او مسوولیتونو د تفویض څرنګوالی، د لومړیتوبونو ټاکنه، د وخت مدیریت او نور هغه موارد دي چې دوی یې باید زده کړي. هغوی پر دې سربېره چې د رهبرۍ په اصولو کې مهارت په خپله طریقه ورزیاتوي په پورتنیو چارو کې هم بویه چې لاسبري اوسېږي. ځکه، هماغه ډول چې د رهبرۍ د وړتیاوو درلودونکي لږ شمېر تکړه مدیران لرو، داسې رهبران هم شته چې په مدیریت کې کمزوری عمل کوي. دا چاره د دې لامل ګرځي چې د رهبرۍ پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ شي، چارې لکه څرنګه چې لازمه ده مخ ته ولاړې نشي او خپل پیروان په لازم ډول هدایت نکړای شي. داسې موقعیتونه شته چې له ښه مدیریت راوتلی ځواک د اغیزمنې رهبرۍ پیاوړې ستنه ګرځي، پام مو وي؛ هغه رهبر چې ښه مدیر نه وي تل به له ستونزو سره مخ او زیان منونکی وي. په دې برخه کې، کمزورې سازماندهي د رهبر واک او اختیارات لړزاند کوي او په پای کې ښايي دا چاره د نوموړي پر سقوط هم تمامه شي.

له بلې خوا، په هره کچه چې ترلاس لاندې کسان د رهبر ځانګړنو ته ارزښت ورکړي، بیا هم غواړي چې له شور او ځوږ په خالي او مناسب چاپېریال کې کار وکړي، دا یوه دوه اړخیزه معادله ده چې هم پکې د مدیر او هم پکې د رهبر رول لوبول کېږي.

بریالي مدیران چې د مدیریت پوره مهارتونه نه لري، باید چې د مدیریت په روزنیزو پلانونو کې برخه واخلي، اړین او لازم ټکي زده کړي. همدارنګه، کله چې مدیران وغواړي د خپلو مسوولیتونو پېټي دروند کړي، باید د رهبرۍ په شته درسونو کې هم برخه واخلي، دا ځکه چې یاد مهارتونه د یو بل بشپړوونکي او لازم او ملزوم دي.

د رهبر او مدیر د رول پرتلنه:

یو رهبر لاندې رولونه لوبوي:

  • نورو ته هدایت ورکول
  • خوځښت یا تحرک رامنځ ته کول
  • لیدلوري ورکول
  • پرېکړه کول
  • د ستونزو حلول
  • انګېزه ورکول او ملاتړ کول
  • د وګړو تنظیم او اداره کول
  • ځان سمبالول
  • ډله سمبالول

یو مدیر لاندې رولونه لوبوي:

  • د چارو لکه: اسنادو او مدارکو، شمېرو او سرچینو سمبالول
  • پلان او بودجه جوړونه
  • پر کار د کسانو ګمارل
  • سازماندهي، همغږي او د واکونو سپارل (د اختیاراتو تفویض)
  • پراختیا او پرمختیا
  • پر چارو او د ستونزو پر حل تمرکز
  • کنټرول، معلومات رسونه او راپور ورکول

 

د رهبرۍ ارزښت

د رهبرۍ په اړه پورتنیو بحثونو ته په پام سره د رهبرۍ ارزښت هم په ګوته کېږي. په حقیقت کې، رهبري تر دې کچې ارزښت لري چې د ځينو لیکونکو او متخصصینو په باور په یو هېواد، اداره یا ډله کې د ټولو تاریخي بدلونونو، پرمختګونو، وروسته پاتې والي، بریاوو، ماتو، جوړونو او ورانیو ستر لامل د دغو ارګانونو سمه یا ناسمه رهبري ده.

نن ورځ حتی په پرمختللو هېوادونو کې چې د عام باور له مخې د خلکو پوهونې لپاره د وګړو رول کمرنګه شوی دی، لیدل کېږي چې د یو شرکت د مدیر یا رهبر بدلون، د ونډو (سهامو) په بازار کې د یاد شرکت یا کارخونې د ونډو قیمت ته بدلون ورکوي او د دغې کارخونې یا شرکت په هکله د بېلابېلو تفسیرونو او شننو لامل ګرځي.

په نن او پرون کې د مختلفو سیاسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي فعالیتونو په بېلابېلو سطحو کې د رهبرۍ ارزښت ته په کتو سره، لیدل کېږي چې مدیران او رهبران د پرمختګ او ټولنیزو خوځښتونو په ټولو برخو کې ټاکونکی او بنسټيز رول لوبوي. او د دوی رول ته له پام پرته نشو کولای د یوې ډلې، ادارې، ملت او یا نړیوالې ټولنې هدایت طرح او سمبال کړو. د ملتونو او ټولنو د تاریخ مطالعه زموږ پر پورتنۍ ادعا د صدق مهر لګوي.

دوام لري…

(Visited 84 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.