The news is by your side.

بي کیفیته تیل او زموږ تجاران

عابدالله حیدرزی

0

زموږ ډیری افغان تجاران د پنځو افغانیو ګټي لپاره بې کیفیته تیل هیواد ته را واردوي چې دلته بیا د اته دیرش میلیونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ککړتیا هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوندیو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او نا راحتۍ لامل کېږي، ویل کېږي. ککړتیا کېدای شي د کيمیاوي موادو په شکل وي یا د انرژۍ په شکل لکه غږ، ګرمي یا هغې رڼا چې چاپېریال ککړ کړي. ککړوونکي مواد هغه وخت د طبیعي پدیدو له پېښېدو وروسته رامنځته کېږي او هغه وخت ککړتیا ګنل کېږي چې د دې ککړتیا حد له طبیعي شمېرې زیات شي. یا ککړتیا ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ککړې کړي.

موږ او تاسې وینو چې په هیواد کې مو ککړتیا اوج ته رسیدلی. افغانستان ته چې په ۱۹۶۰مو کلونو کې د یو متمدنه هیواد په سترګه کتل کیدل او کابل ته به یې د ښارونو ناوي ویل کیده. دا ځکه چې په همدي وخت کې د کابل ښاریانو خپل ښار دومره پاک او شین ساتلی ؤ چې د ټولې نړۍ سترګې ورته اوښتي خو نن موږ او تاسي وینو چې په نړی کې کابل د ککړو ښارونو په کتار کې لومړی هغه ښار دی چې ډیر ککړ دی له عواملو څخه یی یو بی کیفیته تیل دی چې په پراخه پیمانه هر ورځ د تیلو د مافیا په واسطه هیواد ته واردیږي چې د چاپیریال په ککړتیا کې مستقیم اغیز لری. دغه تیل  چې کله په ډیزلي ماشینونو، کارخانو، فابریکو، جنراتورونو،موټرونو او هم داسي نورو وسایطو کې واچول شي دا تیل نیم ماشین سوځوي او سم نیم یی د لوګې په شکل هوا ته پورته کیږی.

زهرجنه هوا په څه معنا!؟

دغه بې کیفیته تیل دي چې په خپل ترکیت کې مختلف کیمیاوي مواد او زهرجن ګازونه لري کله چې په ازاده فضا کې او یا هم د لوګې په شکل هوا ته پورته کیږي دغه بی کاره او زهرجنه هوا بیا موږ تنفس کوو چې زموږ ده مړیني لامل ګرځي.

د څيړنو په اساس هر کال په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه درې ميلونه وګړي د ککړې هوا له لاسه ساه ورکوي، چې په دې کې (۹۰٪) سلنه په پرمختلليو هېوادونو او نور مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو کې دي.

افغانستان هم  له ککړې هوا خوندي نه دی، د ازادي رادیو د یو راپور پر اساس افغانستان کې د کال ۳۰۰۰ افغانان د زهرجنې هوا له امله مړه کېږي چې یو له عواملو څخه یې دا زهرجن او بی کیفیته تیل دي

هر لیټر ګمرک شوي بی کیفیته تیل د سالمو تیلو په نسبت ۱۷ افغانۍ ګټه لری د افغانستان بازار کې روزانه ۱۵ میلونه لیټره بی کیفیته تیل پلورل کیږي، چې هره ورځ د تیلو مافیا له دی لاري دوه سوه او پنځوس میلیونه افغانۍ ګټه تر لاسه کوي. پورته ذکر شوی مبلغ د بې کیفیته تیلو د واردونکو مافیا د یوي ورځي درامد دي!

د چاپيريال د ستونزو څخه يوه لويه ستونزه دوړې یا میده ګردونه دي. میده گردونه هغو گردونو ته وایي چې قطر يې له (۱۰) مایکرونو څخه کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي. دا میده گردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس له لارې ننوځي او هلته ځای نیسي، چې د امبولي او سر طان ناروغیو باعث گرځي او دا میده گردونه د زړو ډیزلي ماشینونو،بی کیفیته او زهرجنو تیلو، موټرونو او تولیدي کارخانو څخه راوځي، چې له بده مرغه په افغانستان کې ددغې ستونزې د کنټرول لپاره کومه ملي پالیسي نه شته.

په افغانستان کې د ژوند چاپيريال وضعيت هم د نورو وروسته پاتې هېوادونو غوندې ځورونکى او د زياتې اندېښنې وړ دى؛ خو بيا هم د بېلابېلو دلايلو له امله دا موضوع له خلکو پټه او بې اهميته پاتې ده، په اړه يې معلومات نه لري او حتى په اړه يې لږ سوچ هم نه کوي. دې موضوع ته تر ډېره دولتونو او حکومتونو هم پام نه دى کړى او يوه ډېره حياتي موضوع يې له پامه غورځولې ده. که له هره اړخه دې موضوع ته وګورو؛ نو د لاملونو يوه برخه يې بيا هم امنيت ته راګرځي، يعنى سياسي او امنيتي ستونزو بيا هم د ژوندچاپيريال د ژوند نورو برخو غوندې زيانمن کړى دى.

همدې ستونزو، جګړو او غربت زموږ خلک دومره ځورولي، چې يواځې د ژوندي پاتې کېدو په اړه سوچ وکړي، نه د سالم ژوند کولو او ژوند چاپيريال په اړه.

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.