The news is by your side.

بګرام ـ کاپیسا

ژباړن: فهیم بهیر - لیکوال: احمد علي کهزاد

0

لومړی څپرکی

طبیعي او جغرافیوي موقعیت

نوم ـ موقعیت ـ اوبه او هوا(اقلیم) ـ کرنه  ـ اوسیدونکي

  بګرام زموږ په اوسنۍ عنعنه کې د هغه پخواني ښار موقعیت ته وايي، چینايي تاریخ لیکونکو د «کې پیش» یا « کې پن» او د روم او یونان جغرافیه لیکونکو د «کاپیسا» په نوم یاد کړی دی او له « ۱۵۰ ق م»  تر « ۴۷۵ ق م» پورې، نژدې «۶۲۵» کاله د افغانستان د شاهي او سترواکۍ پلازمینه وه.

څرنګه چې د کابل نوم له پلازمینې سر بېره خپلې شپږ خواې هم رانغاړي،  همدا ډول د «کاپیسا» کلمه سر بېره له پلازمینې څخه د کوهدامن ، کوهستان، وړوکی کوهستان ټولې جلګې  چې د ښکلو غرنیو لړیو په منځ کې پرتې دي هم اطلاق کېږي.

       د اوسني «کاپیسا» نوم «بګرام» سانسګریټ کلمه ده چې په دې اړه تاریخپوهان داسې نظر لري:

انګریز کپطان« کنګهام» د «هند د پخوانۍ جغرافیې» کتاب کې لیکي چې: بګرام کلمه اصلاً «ویګرام » ده چې « ګرام» په سانسګریټ کې «ښار» او «وی» یو توصیفي (تعریفي) توری دی چې ښار ته ځانګړنه او غوره والي وربښي. د «ویګرام» مرکبه کلمه «مهم ښار ـ مرکز«پلازمینه».

انګریز « مسن» لیکي: چې بګرام اصلاً « بیګ رام » دی، رام په سانسګریټ کې ښار ته او «بیګ» په تورکې کې خان ته وايي. د دواړو مرکبه مانا د « خانانو» او «شریفو خلکو ښار» ګڼل کېږي. له بلې خوا« رام» په سانسګریټ او اوسنیو اهلې هنود په ژبه کې « خدای». که «بګ» د باغ په مانا شي که چیرې همدغه د «باغ» کلمه پارسي وي چې «غ» په «ګ» بدل شوی وي د دې کلمې «باګ ګرام» یا « بګ رام» مرکبه مانا  د « خدای باغ» کېږي.

د تاریخ د څانګې مرستیال مولانا یعقوب حسن خان د تعبیر له مخې  بګرام اصلاً « بالکهه ګرام » دی چې تشریح یې په لاندې ډول ده: « بالکهه» په لومړیو کې په سانسګریټ ژبه کې هلک مانا ورکوله چې وروسته یی د «مرید یا فقیر» مانا  غوره کړه. څرنګه چې «بالکه» زموږ په اوسنۍ عنعنه کې همدا معنا ورکوي. «ګرام» کلمه په سانسګریټ ، نورستاني، پشه یی او پنجابي ژبه کې د «کلي» مانا ورکوي چې په دې ترتیب سره د «بالکهه» د «مریدانو کلي» یا « راهبانو کلی»  ګنل کېږي ؛ ځکه چې بګرام په بودايي دوره کې ډېر معبدونه«مزدکونه» او استوپې درلودې کېدای شې د د بودايي راهیبانو په راټولیدو سره یی دا نوم ځانته غوره کړی وي.

«بالکه ګرام» ورو ورور بدلون وکړ او «بلګرام » شو او په اسانه ډول یی د «بګرام » نوم غوره کړ. د یادونې وړ ده چې «بلګرام» د هند د یو ښار نوم هم دی.کېدای شي چې د « بګرام» نوم د «بهګوان» له کلمې څخه راغلی وي، چې «بهګوان» په سانسګریټ کې « بخت ورکونکي» او  خدای ته وايي.

په پارسي کې «بوک» هم د خدای مانا ورکوي. کولای شو چې د «بوک ـ ګرام» له کلمې څخه د یو «ګ» په لرې کولو سره د « بوګرام» کلمه جوړېږي چې د خدای د کلي مانا ورکوي. «بهاک» به سانسګریټ کې «بخت» او «ګرام» کلي ته وايي. په دې کلمه کې په مجموع کې دوه «ګ» یوله بل پسې راځي چې یو حذف کېږي «بهاګرام» لاسته راځي او د «بخت کلي» مانا ورکوي او «رام» د هند یو افسانوي شهزاده او پهلوان هم دی. که د «بهاګ» یانې «بخت» کلمه له هغې سره یو ځای کړو« بخت رام» لاسته راځي.

لنډا دا چې بګرام د «پلازمینې»، د «شریفه خلکو ښار» ، « خدای باغ» ، د «راهیبانو کلی»، د «بخت کلی» مانا ورکوي. که هر څه وي خو ښکلی نوم دی او د دې مهم نقطې له موقعیت سره مناسبت لري ځکه چې «بګرام» له یوې خوا د پخواني افغانستان یا «اریانا» پلازمینه وه او له بلې خوا یو مهم بودایی مرکز و. د هېواد د تشکیلاتو له مخې یی «ویګرام » نوم او د مذهبې اړخ له مخې «بالکه ګرام» دا نومونه یې موږ ته ښه راپېژني؛ ځکه چې یونانی، رومي او چیني تاریخ لیکونکو د دې نوم یادونه نه ده کړې ویلای شو، چې مخکې له میلاد څخه او ۵ یا ۶ پېړۍ له میلاد نه را په دیخوا په لومړیو کې  بهرنی وجود نه درلوده او زیات احتمال شته چې د برهمني عصر د ۷ او ۸ میلادي پېړۍ یادګار وي.

د جغرافیوي موقعیت له مخې کاپیسا په پراخه مانا عبارت د هغه حاصلخیزه، پراخه او مستطیل شکله جلګې څخه ده چې د شمال او جنوب له خوا سل کیلو متره، د ختیځ او لودیځ له خوا پنخوس کیلو متره سور«عرض» لري.  شمال خوا ته یې د هندوکش واورین غرونه او له درې اړخونو له خوا یې تور غرونو چارییر دي. له پغمانه تر سالنګه پورې غرنۍ لړۍ د کاپیسا د جلګي لودیځ اړخ محدود وي چې یو شمېر وړې ښکلې میوه لرونکي درې او ګڼ اوسیدونکي لري چې یوه دره  له بلې څخه ښکلې ده په مجوع کې د نړۍ د ښکلو غرنیو سیاحتي ځایونه څخه دي.

همدا ډول د شمالي دیوال په امتداد له کلبهار او د سالنګ له خولې نېولې د نجراب د «عاشقان»  غرونو پورې د لوړو واورینو غرنیو لړیو « هندوکش غر» او «میان شاه» یو شمېر ښایسته د رې چې ښه هوا او اوبه لري یوه قطعه باغ او تاکونه لیدل کېږي تر څو چې سترګې کار کوي شین معلومېږي.

یوازې د ختیځ او جنوب ختیځ له خوا چې د کوه صافي غر یی  کرښه ټاکي دا ښکلې جلګه وچه ده او اوسنی بګرام یی هم یو برخه دی. د وچوالي علت یی د پخوانیو ویالیو وچیدل او له منځه تلل دي؛ ځکه په لومړیو کې دا ښکلې جلګه د طبقات الارض د علم په اصطلاح «ته تشت» وه چې د وخت په تېرېدو سره د پنجشیر، شتل، سالنګ څپانده او نورو رودونه چې د شمال او لودیځ له خوا بهېږي په تدریجي ډول ډکه کړې ده او د یوې حاصلخیزې  جلګې بڼه یی رامنځته کړې.

کاپیسا په محدوده معنا عبارت له پخواني ښار څه دی او د ننني بګرام  کلمه د هغې مفهوم وړاندې کوي، چې د دې لویې مستطیل شکله جلګې شمال ختیځ څنډه کې پروت دی او څلور خوا یې په لاندې ډول دي:

شمال خوا ته یی د پنجشیر سیند، ختیځ خوا ته یی د پنجشیر  او د صافي غرونو یوه برخه، جنوب خوا ته یی د صافي غرونو لړۍ او لویدیځ خوا ته یی  یو شمېر کلاګانې چې بګرام له چاریکار او عمومي سړک څخه بېلوي.

د بګرام واټن له کابل سره ۶۰ کیلو متره دی، له چاریکار سره اته کیلومتره او د جبل سراج سره ۱۵ کیلو متره. بګرام د ادارې له پلوه د لوی چاریکار مربوط دی او د «جان قدم» علاقدارۍ پورې تړلی دی چې د بګرام د کنډوالو څخه یو نیم «کروه» لودیځ خواته پرته ده. دا علاقه دارۍ د بګرام ټولې لرې او نژدې سیمې چې د «خواجه خضري» په نوم یادیږي اداره کوي. د بګرام د اوبود کموالي له امله د خپل نژدې سیمو لکه وړوکی کوهستان، کوهستان، کوهدامن  چې بي مثاله باغونه او د تاکونو قطعي لري: خو بګرام ډېرې ونې نه لري پرته د یو شمېر باغچو څخه چې د کرنیزو ځمکو او دشتو په منځ کې د تور سیوري په څیر ښکاري.

اوبه او هوا(اقلیم):

څرنګه چې د بګرام لوړوالی (ارتفاع) له کابل څخه ټیټ دی؛ نو ځکه یی هوا هم د پلازمینې په پرتله توده ده. ژمی یی ملایم «معتدل» دی، خو په اوړي کې د ورځې له خوا یی ګرمې زیاته وي، چې د تودوخې درجه یی په سیوري کې له  ۳۵ نه تر ۳۸ پورې حتی تر ۴۰ پورې هم درجه ښيۍ. د پروان باد چې د شمال لویدیځ څنډې څخه را الووزي، هر کال د پسرلي په پیل سره تر څو میاشتو پورې دوام کوي. ځینې وخت چې یو ځل شروع شي تر اونیو پورې یوه ثانیه هم نه دریږي. که څه هم د دې باد لګیدل په ځینو اونیو کې نامطبوع وي« ښه نه وي».

څرنګه چې چینې ګرځندوی «هیوان تسنګ» په بګرام کې د اوسېدو پر مهال هم له دې باد څخه سر ټکولی، خو د سیمې د اوسیدونکو له پاره د اوړي د ګرمي د کموالي له پاره ښه دی. د اوسیدونکو په وینا  په سیمه کې ناروغۍ هم کمه ده.

بګرام سره له دې چې له  دوه خوا (شمال او جنوب ) نه د پنجشیر سیند او باریکاب سره تړلی دی له هغې نه ګټه اخستلای نه شي؛ ځکه د دواړو سیندونومسیر یا لاره دوخت په تېرېدو سره له عمومي سطحه څخه ټیټه شوې ده. د باریکاب سیند له نوم څخه معلومېږي چې ډېرې اوبه نه لري دایمې سیند  نه ګنل کېږي او د باراني اوبو سره تړلی دی چې د پسرلي په لومړیو حمل او ثور کې اوبه لري او بیا وروسته وچېږي.

په دې سیند کې د شکردرې، ګل درې، د صافي غرونو د  لمنو اوبه بهېږي. د پنجشیر سیند سره له دې چې له درې لویو دروو اوبه لکه د غوربند، شتل او سالنګ له ځان سره لري د سطحې د ټیټوالې له امله بګرام ته اوبه نه شي ورکولی. څو څاڅکې اوبه چې د بګرام په وچو دشتو کې څڅېږي له هغې ویاله څخه راځي، چې د غوربند سیند د (پل متک) په سیمه کې د جبل السراج د لارې په سر بېلېږي؛ ځکه چې د غوربند له خولې نه تر بګرامه پورې ډېر واټن دی. که مستقیمه خط وکاږل شي لس کیلو متره واټن دی او ویاله هم د یو شمېر کلاګانو او کرنیزو ځمکو څخه تېرېږي. چې ډیری مهال یی بندونه اوبه وړي او یا  بیخي له منځه ځي، چې د بګرام خلکو ته د اوبو د کمېدو ویره پیدا کوي. د بګرام خاوره د کرنې له پلوه حاصلخیزه ده او حاصلات یی حبوبات، غنم، جوار، باقولي دي. فالیزي حصلات یی خټکی او هندوانه دي چې خټګي یې ډېر مشهور دي، چې لومړی کابل ته رسېږي (وړل کېږي). یو شمېر کمې وني په بګرام کې لیدل کېږي چې د کاپیسا د نورو سیمو په څېر توت په کې ډېر دی. تاکونه په کې هم په دې وروستیو کې ډېر شوي دي لنډا دا چې هغه ځمکې چې د کرنې لاندې دې ډیرې حاصلخیزه دي.

د کاپیسا اوسیدونکي:

د کاپیسا د جلګې اوسیدونکي هم  د افغانستان د نورو سیمو د اوسیدونکو په څېر اریايي دي، دوی  په یو نوي نوم چې په افغانستان کې بهرني مفهوم نه لري تاجک وايي. دا نوی نوم په وروستیو درې پېړیو کې د اریایانو هغې ډلې ته ورکړل شوی دی چې ډېر ژر یې کوچاني ژوند پرېښې دی او په کرنه بوخت شوي دي یا یی د کرنیزو ځمکه سره مینه زیاته شوې ده چې په هره سیمه کې هستوګن شوي دي د نورو  عناصرو سره چې تازه دې سیمې ته راغلي دي یو ځای شوي دي؛ نو دا یوه وضعي کلمه ده چې وضع کول یی بي معنا دي. د کاپیسا اوسیدونکي چې د «تاجک» په نوم یادیږي د «پښتنو» وروونه دي او دواړه د اریايي شریفه نژاد اولادونه دي، چې په تېرو پېړیو کې یې هیڅ اختلاف نه درلوده او هیڅ یوناني، چیني او رومي تاریخ لیکونکو ددې تازه وضع شوې کلمې یادونه هم نه ده کړې.

که موږ هم دا کلمه د خپل هېواد د یوې ډلې اوسیدونکو له پاره کاروو باید معنا او مفهوم یی زموږ په نظر کې معلوم وي، چې «تاجک» هم د اریايي نژاد یوه برخه ده. که چېرې بګرام د تاریخي ګنډوالو یوه ځانګړې برخه وګڼل شي؛ نو هلته د تاجکو یو څو کوورنه دي چې د ماهيیانو د ښکار په اساس خپل ژوند پر مخ وړي په صیادو مشهور دی او نور اوسیدونکي نه لري؛ خو د تاریخي کنډوالو نه بهر جنوب، ختیځ  او شمال خواته د پنجشیر د سیند په اوږدو کې لږ لږ ابادۍ او کلاګاني لیدل کېږي چې ۵ یا ۶ کلاګانې د غلزایی پښتنو د «قرچه» په نوم یادیږي. شمال خواته یو شمېر نورې کلاګانې لکه اکاخیل کلا، جرنیل کلا، نجارانو کلا، لوګریانو کلا او جنوب خوا ته یی هغه سړک چې د باریکاب په اوږدو کې پروت دی، اوسیدونکي یی عموماً (پښتانه) او څه هزاره هم له هغوی سره یو خای شوي دي.د متروکي کلا کنډوالې چې اوسمهال بګرام ته نژدې لیدل کېږي اوسیدونکي یي ښکاري تاجک دي، چې پخوا ټولو د بګرام د جلګې پر سر ژوند کاو؛ خو د اوبه د کموالي له امله هغوی ورور هغه سیمو کې ژوند کولو ته اړ شول چې سطحه یی د پنجشیر د سیند سره برابره وه.

(Visited 88 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.