The news is by your side.

بیا هم نړیوال ریکارډ/ استاد اسماعیل یون

0

نوره نړۍ د مثبتو پدیدو په پنځونه کې ریکارډ جوړوي او موږ یې د منفي پدیدو په تخلیق کې.یو خو مو د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې یو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ او د یو بې بدیله سک افغان (۱۵۰) رایې مو په (۱۵۰) ورځو کې و نه شوې شمېرلی او دا دی اوس مو د ولسي جرګې د رییس په ټاکنه کې د رشوت او فساد یو بل نړیوال ریکارډ ټینګ کړ. دټاکنو په بهیر کې د سپېره او مظلوم ملت کور د نړیوالو اسعارو د مارکېټ بڼه خپله کړې وه.د شهزاده سرای د صرافۍ مارکېټ کې هېڅکله هم په دومره لنډ او تنګ وخت کې دومره ډالر نه دي تبادله شوي لکه دلته چې (( د ملت استازو)) ته ور کړل شول.د نړۍ د هېڅ هېواد په پارلمان کې داسې عجیبه لوبه نه ده پېښه شوې، نو ځکه خو د یو بل نوي ریکارډ خاوندان هم شولو.اوس د ولسي جرګې د ټولو غړو جنجال پر یوې رایې دی چې دا حساب شي او که نه شي؟خو پر هغه اصلي نا مشروع علت هېڅوک بحث نه کوي چې دا رایې ولې له (۳۰) طبیعي رایو (۱۲۳) تصنعي رایو ته پورته شوې؟ ایا دا رایې د نوماند د اخلاقو،کفایت او لیاقت له مخې پورته لاړې که د (۸) ملیونه ډالرو په زور؟ ایا راشي او مرتشي په کې کومه ګناه لري او کنه؟ کله چې یو مامورګوټی چېرته زر دوه زره افغانۍ رشوت کې ګیر شي ،نو د خدای په غضب ککړ شي ، د څارنوال او قاضي تر قلم لاندې یې زړه له ژونده تور شي، خو اوس چې د قانون جوړونې په کور کې رشوت او فساد اوج ته رسي ،نه قاضي شته ،نه څارنوال ،نه محکمه شته او نه عدالت.
که زه د جمهورییس پر ځای وای نو په تېرو څو ورځو کې چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره څومره رشوت ورکړل شوی د هغه د څېړنې لپاره مې عاجل یو هوښیار او زړور قضایی او عدلي هیت ټاکه ،اول مې رشوت ورکوونکی له یوې پښې ځوړنداوه او بیا مې د هغه د اقرار له مخې له ټولو رشوتخورو وکیلانو څخه دا څه باندې اته ملیونه ډالر را ټولول ،په دې پیسو مې یو ځانګړی پوهنتون جوړاوه، د هېواد د امنیتي ځواکونو او نورو شهیدانو اولادونو ته مې د وړیا زده کړو زمینه برابروله.هغو وکیلانو ته چې رشوت یې اخیستی و هغو ته مې قانوني سزا هم ورکوله او یو څه وخت مې د رایې له حقه هم محرومول.صندوق مې ایښوده ، له رشوت پرته به ټولو په کې رڼه او پاکه رایه اچوله ، بیا به د یوې پاکې او نا پاکې رایې پر ځای ټولې رایې پاکې وای.اوس خو موږ پر خپل ځان رشخند وهو ،چې ګنې اوس خو(۱۲۳) رایې ټولې پاکې دي، خو زموږ جنجال پر دې یوې مبهمې رایې دی؟ یانې دومره د شفافیت په غم کې ډوب یو!
د شرعي اصل له مخې د هر هغه شي اساس چې پر باطل بنا شي، هغه باطل دی.نو د ولسي جرګې د ریاست دا ټاکنې د همدغه اصل له مخې باطلې دي خو ایا د جمهور رییس ، ،لوی څارنوال ،قاضي القضات او د شورا د وکیلانو په ګډون داسې نر څوک شته چې د شریعت ،انسانیت او قانونیت دا او نور اصول تطبیق کړي؟ په خواشینۍ سره چې اوسمهال یې ځواب ( نه) دی. ولسه خدای ج دې مل شه!

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.