The news is by your side.

ترغیب او ترهیب، که خواره تمه او وهمیات؟/ مجید قرار

0

ترغیب او ترهیب چې د انسان د اعتدال او مزاج لپاره دوه ضروري او لازمي دیني مفاهیم دي چې که په قراني او دیني اسلوب وکارول شي، د انسان مزاج ته د افراط پر ځای د اعتدال خاصه ورکوي، خو دا دوه مفاهیم د افراطي ډلو له خوا په بدترین شکل تحریف شوي او د افرادو د تسخیر او افراطي کولو لپاره کارول کېږي. افراطي ډلو ترغیب، يانې هڅول، په حرص او خوارې تمې یا لالچ ورکولو او ترهیب، یعنې وېرول په وهم او د پټې وېرې په خپرولو تعبیر کړی او له دې دواړو نهایي منفي استفاده کوي.

غواړو له دې دوو حربو، يانې تمې، حرص، او لالچ خپرولو او وېرې او وهم عامولو پر څرنګوالي لنډه تبصره ولرو؛

لومړی؛ مظلومانو او محروماتو ته حرص او خواره تمه ورکول؛

دا دنیا له مظلومانو او محرومانو ډکه ده. انسان چې څومره غریب او محروم وي، هغومره یې هیلې او ارمانونه زیات او د نعمتونو د خوند اخیستلو قوه غښتلې وي. بالعکس، خانان، بډایان د خپل دستارخوان له سلو نعمتونو دومره خوند نه اخلي، لکه غریب چې یې له خپلې وچې ډوډۍ اخلي. دغه راز، هیڅ ظالم د ظلم لپاره دومره تنده او تلوسه نه لري، لکه مظلوم چې یې د انتقام او عدالت لپاره لري.

افراطي ډلې تر هر څه مخکې دغه دوه خلاګانې په خپلو کاذبو دعوو ډکوي. محروم ته په دنیا د اسلامي نظام من او سلوای مخې ته مخې ته کوي او په اخيرت د جنت حورې او نعمتونه، او مظلوم ته بیا په دنیا خپل قاسیانه عدالت او په اخيرت د خدای پاک عادلانه قضاوت. دوی جنسي محرومانو ته د حورو او غلمانو، او د خېټې او سرپنا محرومانو ته د شهدو او شیدو د ویالو او د یاقوتو او زمرودو د ودانیو ژمنې ورکوي.

په داسې حال کې چې دا ډلې نه محروم ته رفاه او نه مظلوم ته عدالت ورکولای شي. د دوی په نظامونو محرومان تر بدو بترېږي، ځکه چې محرومیت په جنګونو، دعوو، شخړو، وحشیانه سزاګانو نه، بلکې په ساینس، ټکنالوژي، کرهڼه، صنعت، تعلیم، تجارت او له نړۍ سره په اړیکو ساتلو ختمېږي، او دوی دا هیڅ نه لري.

د دوی په صفونو کې له مظلومانو د هغوی سپېڅلی هویت چې مظلومیت دی، اخیستل کېږي او هغوی ته برعکس، د ظالمتوب کرغېړن هویت ورکول کېږي. د دې خبرې ښه مثال، د پښتون مظلوم قوم دی چې د همدوی د اعمالو له برکته یې د مظلومیت سپېڅلی هویت له لاسه ورکړ او پر ځای یې د یوه ظالم او وحشي قوم هویت پيدا کړ.

د افراطي ډلو ادبیات ټول په وینو رنګ او اوښکې یې په خوناب ککړې دي. د دوی ویډیوګانې د ټکنالوژیو، ابادیو، سولې، او کروندو پر ځای زخمونه، وراني، لوګي او اورونه ښيي. د دوی اشعار د انتقام په لمبو ډک دي او دوی لکه پرازيټونه د ټولنې په زخمونو او ناروغو اندامونو کې اوسي.

دوی هغه ځای تر ډولو ډېر ګروي چې ټولنې ته تر ټولو ډېر درد او سوز ورکوي. که مو لیدلي وي، دوی د ناموسي تجاوزاتو، وحشتونو، او دردونو کیسې ډېرې په شد او مد کوي خو هیڅکله به پر یوې رفاهي پروژې یا پر یوه نېک اقدام د دوی نېکه تبصره و نه ګورئ. د دې خبرې دلیل همدا دی چې دوی ته د مظلوم او محروم احساسات، د هغوی د انتقام جذبه په کار ده او دغه احساسات د دوی د انجن د سون توکیو کار ورکوي.

دويم؛ وهمونه، غیبیات، او کرامات د وهم خپرولو د وسېلې غوندې کارول؛

پر وهمي انسان زر کتابونه، زر مقالې او لکچرونه دومره اثر نه کوي، لکه یو خارق‌العاده او غیبو ته منسوب عمل. اکثره به مو لیدلي وي چې د افراطي ډلو په ویډیوګانو کې د خپلو مړیو کرامات بیانوي. د پلاني مړی خراب شوی نه و، د پلاني مړي د عطرو بوی کاوه، د پلاني مړي خاندي. د پلاني تر مړي مار را تاو شوی. پلانی مشر خلکو ته په خوب کې را څرګند شوی و. د پلاني پېغمبر علیه السلام په خوب لیدلی و، ورته ویلي یې و چې د پلاني اطاعت وکړئ. د پلاني نوم په کچالو کې راوتلی و.

د دوی په رسنیزو پیغامونو، سي‌ډي‌ګانو، او وعظونو کې تل د زلزلو تصویرونه، د هاليووډ له فلمونو را اخیستل شوي د جهان او ښارونو د ورانیو، سونامیو او قیامتونو صحنې، د قبرونو او مارانو کیسې وړاندې کېږي.

د دوی عمومي نریټیف هم د نړۍ د فنا کېدلو، وراني، د مهدي، تورو بیرغونو، یاجوج ماجوج او نورو د را ښکاره کېدلو پر تصور ولاړ دی. حال دا چې د مهدي، یاجوج ماجوج او خلافت نکل د اسلام په تاریخ کې په تکرار تکرار د لویو خوارجي فتنو لامل شوی دی. د مثلاً، د چنګېز په مقابل کې د مسلمانانو د ماتې یو لامل همدا و چې خلکو چنګېزي مغولیان یاجوج ماجوج او شکست نه منونکي وګڼل.

حقیقت دا دی چې په اسلام کې د حقانیت دلیل مداریتوبونه نه، بلکې د شریعت پابندي ده. کومه ډله چې حرامو ته حلال وایي، بې‌عدالتي کوي، حرام کوي، اباحي وي، مزدوره وي، غلامه وي، د یوه ملت نابودي او بربادي ته کار کوي. امام شافعي رحمه الله وایي، که مو یو کس ولید چې په هوا الوزي، یا د اوبو پر سر روان دی، تر څو چې مو د ده حال له شریعت سره نه وي پرتله کړی. که ورسره موافق و، سمه ده، که نه شیطان دی.

د وهم او وېرې یو تفاوت دا دی چې د وهم سرچینه په عقیده، لاشعور او باطن کې وی. د وېرې اسباب ظاهري، محسوس او ملموس وي. افراطي ډلې ځوانان د شرعي دلایلو پر ځای په مداریتوبونو تابع کوي. حال دا چې که مداریتوب د حقانیت دلیل کېدای شوای، د بازارونو مداریان به اکثره اولیاءالله ګڼل کېدای، ځکه چې د هغوی کړنې د هیڅ ولي تر کراماتو کمې نه وي.

په خالي کوزه کې اوبه پیدا کوي، په خولۍ کې روپۍ ږدي، تر خوله یې را وباسي او سلګونه ډوله نور خارق‌العاده کارونه کوي. په دې زمانه کې چې ټکنالوژي له امریکا څخه یو کس د کابل له اوسېدونکي سره په سکایپ غږوي، د استخباراتي ایجنسانو لپاره دا ډول عوام تېر ایستونکي کرامتي صحنې جوړول کومه ګرانه خبره ده.

(Visited 24 times, 2 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.