The news is by your side.

تریخ حقیقت!/ اجمل ستانکزی

0

د یوې افغان مهاجرې ښځې ویډیو مې څو کاله مخکې کتله چې پاکستاني پوځیان یې سامان ورته له کوره باسي او کور یې ورته ورانوي او دا په بام ولاړه وي قران یې ورته نیولی وي چې د قران روی ته وګورئ مه کوئ. څو لسیزې مخکې په بابړه کې هم د باچاخان پلویانو قرانونه په سرو نیولي وو خو بیا هم پاکستاني پوځ پرې ډزې وکړې او سلګونه کسان یې پکې ووژل. پښتون فکر کوي چې هر څوک په دین دومره ړنده عقیده لري لکه دی چې له خپلو ملي او شخصو ګټو به هم ورته تیر شي.
مونږ تل کوښښ کړی چې خپل مشکلات د عقل په ځای په عقیده حل کړو ځکه خو تل ناکام شوي یو. میلونونه خلک مو هره ورځ د امن لپاره دعاګانې کوي. څو ورځې مخکې هم لکونو خلکو په حج کې امن ته دعا وکړه. خو مطمین اوسئ چې هیڅ هم خپله نه کیږي او نه کله شوي.
سره لدې هم که سیلاب وي، که زلزله وي که کوم بل انساني یا طبعي آفت وي زمونږ خلک د دې په ځای چې له عقله کار واخلي له عقیدې مرسته غواړي. قرانونه یې اسمان ته نیولي وي ته به وايې که ريښتیا هم یو کتاب څه کولای شي. په هر ځای کې دغسې په ځان ریشخند وهي. نتیجه کې هماغسې په میدان پاتې شي. دا څلویښت کاله همدا کارونه کوي خو مشکلات یې نور هم ډیریږي ولې بیا یې هم عقل سر ته نه راځي او لاهم فکر کوي چې عقیده یې مشکلات حلولای شي.
څو وخته مخکې مې یو کارټون ولید چې پکې یو کس په اوبو کې ډوبیږي او له بهر خلکو مرسته غواړي. بهر ولاړ یو کس ورته قران ونیسي چې دا واخله دا به دې وژغوري. دا زمونږ د ډیری خلکو فکر دی چې د عقل په ځای کې هم عقیده استعمالوي.
همدا د پښتون کمعقلتوب دی چې لا یې هم ځان او نړۍ نه ده پيژندلې. نور قومونه ځانته وفادار دي خو پښتون عربو ته وفادار دی. نور قومونه د خپل ځان په ګټه شیان غواړي خو پښتون د اسلام لپاره له ځانه هم تیر دی. د هیواد په نوم کې هم اسلام غواړي، په ملي ترانه کې هم اسلام غواړي، په تذکره کې هم اسلام غواړي. په قانون کې هم اسلام غواړي، په ساینس، سیاست، تاریخ او جغرافیه کې هم اسلام غواړي لنډه دا چې په هر څه کې اسلام ننویستل غواړي که څه هم په تاوان یې وي. همدا د نورو او د پښتون توپير دی چې نور د ځان غم خوري او ځان جوړوي خو پښتون د دین غم لیونی کړی او ځان جوړولو ته یې هیڅ پام هم نشته. حتا هغه خپله عربو ته چې دین یې جوړ کړی هم ملي ګټې تر هر څه مخکې دي او اول ملي ګټې پالي بیا دین. پاکستاني دیني عالمانو خو داسې حدیثونه او تفسیرونه جوړ کړي چې خپل پوځ یې پکې مقدس او د اسلام مدافع ښودلی. خو یوازې پښتون دی چې ځان ته یې پام نشته. د اسلام تر نوم لاندې کله د عرب ډول ته ګډیږي او کله د پاکستاني. دومره فکر نه کوي چې ماته باید لکه نورو هیواد لمړیتوب ولري که اسلام. بس د عقیدې لپاره لګیا دی خپل هیواد ورانوي او خپل خلک وژني.

(Visited 49 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.