The news is by your side.

تریخ حقیقت دی خو منو به یې / مینه صابر

0

ما د مېرمن بينارد ليکنه او په دې اړوند د ځینو افغانو لیکوالانو لیکني او تبصرې ولوستې .دا سمه ده چي د خليلزاد صاحب ښځه افغانه نه ده او نه هم په افغاني دود او دستور پوهیږي. یو ټکی چې زه یې په دغه مقاله کې د افغانستان د کلتور په اړه د دې نظراو څېړنې ته ځير کړم هغه د ټولو افغانو ښځو د ژوند ترخو حقیقتونو ته یوازې د پښتنو کلچر نوم ورکول دي.آغلې بينارد بايد په دې پوه شي چې د افغانستان په ټولو سيمو کې ښځې د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په دې برخه کې آغلې بينارد د خپلو معلوماتو د بشپړولو لپاره نورې  مطالعې او څېړنې ته اړتیا لري. دې ته په کار وه چې دغه دودونو ته یې د افغان کلچر نوم ورکړی وای، نه پښتون کلچر. ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو له دغې ليکنې ‌‌‌‌‌‌څخه داسې ټکي را اخیستي او په هغو يې خپل نظرونه لیکلي چې د نوموړې لیکنې مهم ټکي نه وو او نه هم دي. د آغلې بینارد موخه له دې لیکنې په افغان ښځینه فعالینو غږ کول دي چی باید د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره راپورته شي او خپل حقوق وغواړي. دې ته دې نه په تمه کیږي چې کوم څوک، حکومتی سیستم او يا سیاسي ډله دوی ته د خپلو روا حقونو د تر لاسه کولو زمينه برابره کړي.

آغلې شیریل بينارد

یو حقیقت بايد له احساساتي کېدو پرته ومنو او هغه دا چې تر څو موږ خپله افغانې ښځې د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره راپورته نه شو نه حق لرو او نه به یې هم ولرو. دا يو آزمایل شوی حقیقت دی، هر څومره ژر یې چې ومنو زموږ لپاره به ښه وي. په دی باندې زموږ د ملک هره ښځینه فعاله پوهېږي خو غږ نه پورته کوي. کله چې د حق د غوښتلو لپاره غږ نه لرې  بيا نو د حق غوښتنې فعاله ځان مه بوله او نه هم یې. زما په اند د دې مقالې ‌‌‌‌‌‌ډیر مهم ټکي هم دا دي چې ورته په ‌‌‌‌‌‌ډېر غور اشاره شوې. په دې ټول پوهېږو چې حق ورکول کېږي نه بلکه اخیستل کېږي او د حق د اخیستلو لپاره د حق غوښتونکو راپورته کېدل لومړنی شرط دی. ترکومه چې د ښځو د حقونو په اړه د امریکا د پالیسی  خبره ده په دې ټولې پوهېږو چې په افغاني ټولنه کې د دې پالیسی سل په سله عملی کیدلو شونتیا نه وه او نه هم شته.

آغلې بينارد په خپله مقاله کې دې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې تر هغه چي ددوی توان و کوښښ يې کړی چې دغه پالیسي یوه کامیابه او د افغانو ښځو د ژوند د ښه کیدو او پرمختګ پر بنسټ ولاړه پاليسي وي او پر مخ ولاړه شی. دا چي دا یوه کامیابه پا لیسی وه ؟ددوی په نظر هو او زموږ په نظر نه.

د افغان ښځو حق ورکولو او د ژوند د ښه کولو لپاره لومړنی ښه کړنلاره دوی ته د ښوونې د شرايطو برابرل وو.که چېرې امریکا د افغانستان له دولت سره د افغانستان د ښځو د حقوقو په اړه په دغه یوه کړنلاره کار کړی وای زه باور لرم چی نن به د افغانستان په هر ګوټ کې  ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښځو د خپل حق هره غوښتنه کړی وه.د افغانستان ښځې باید لومړی خپل حقونه وپیژني او یا هم وروپېژندل شي .دا يوازې او یوازې د تعلیم ،کتاب او قلم له لارې امکان لري.د دوه میاشتو ورکشاپونه، لیکچرونه د هغه ښځو لپاره بسنه کوی چی د دغه حقوقو له اصطلاحاتو سره بلدې دي،خپل حقونه یی د کتاب له لوستلو او خپل نظر له لیکلو پیژندلي.

یوه بله خبره چې دلته د یادونې وړده هغه دا ده چې د ښځو د حقوقو په اړه د امریکا پالیسي پلي کېدل یوازې او یوازې د افغانستان د مرکز او څو نورو ښارونو د ښځو لپاره دي.په دې پالیسي کې د لرو پرتو ولایاتو او سیمو ښځې او نجونې شاملې نه دي او که وي هم د ګوتو په شماربه وي.زموږ ښځینه فعالینوهم د مرکز او ځینو نورو ولایتونو په فعالیتونو بسنه کړې.

په ټوله کې د افغانستان د ښځو ډېره لږ سلنه څه ناڅه خپل حقوق پېژني ،دهغو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي او يو څه لاسته راوړنې هم لري.د پاتې ډېری سلنې ښځو په ژوند کې هیڅ کوم مثبت بدلون نه دی راغلی او نه هم په دې برخه کې کوم کوښښ شوی .تېرو نږدې شلو کلونو کې زموږ د ملک لوړپوړو ښځو او هغوی چې ځانونه د افغان  ښځو د حقونو مخکښانې بولې نه یوازې د دې  پاليسي ستونزمنو ټکو ته ګوته نه ده نيولې بلکی هیڅ یوې هم کوښښ نه دی کړی چې سره راټولې شي او په ګډه په داسې يوې ‌‌پالیسي کار وکړي چې د دې ټولنې له کلچر سره په ټکر کې نه وي او د هرې افغانې ښځې لپاره د راتلونکي ښه ژوند شرایط برابر کړي .نن هره یوه امریکااو اروپايي ملکونو ته را روانه وي او د هرې یوې له خولې بس همدا یوه کیسه اورې چې: زه په کلی کی اوسیدم، موږ د طالبانو په وخت کی مکتب نه درلود ، ما په کور کی پټ مکتب درلود او افغانو نجونو ته می پکی درس ورکاوه. کیسه خلاصه شي.تېر تېر شول اوس څه کوی ؟ اوس هم درسره د خپل کور او کلي د ښځو غم شته او که نه؟ اوس خو یو لوی ریاست یا وزارت ستا په لاس کي دی خو هغه پټ مکتب دې چي د طالبانو په وخت کي درلود او د خپلې کوڅې او کلي نجونې دې پکې روزلې تړلی دی، اوس د هغو نجونو شمېراوس سلهاو او زرهاو ته رسیدلی خو ستا د مکتب هېڅ درک نه شته.

کله چې د ښځو د حق د نه ورکولو خبره راشي بیا نو موږ ټولې د نړی له دیموکراتانونه هم دیموکراتې شو خو کله چې بیا د دغه حقوقو دلاسته راوړلو لپاره د عملي او ریښتنې خبرې وار راشی بیا نو همغه نظر او خبره د خپل ځان لپاره سپکاوی بولو. دغه مقاله باید لس، دولس کاله مخکې یوې افغانې مخکښې ښځې لیکلې وای .په هغه صورت کې به مو نن شاید ددغی مقالي یوڅو ټکو ته د عملی کار یوه کړنلاره لرلی او بيا به چا دا جرئت نه شو کولی چي ددغه حقونو د بیا اخیستلو خبره یې راپورته کړې  وای او زموږ ښځینه فعالانې به هم د سولی په کنفرانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون لپاره د چااجازې ته اړتیانه درلودلی. تریخ حقیقت دی خو منو به یی.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.