The news is by your side.

ته څوک یې؟

عصمت الله صالح

0

 ماشوم وم د خپل کلي وروستی کور مې د نړۍ پای باله؛ د خپل کلي جومات راته د اسلام مرکز ښکارېده او هر لمونځ به مې ضرور پکې قبول احساساوه؛ د شنې‌ درېشي‌واله عسکر به راته پاچا ښکارېده؛ د سورلۍ له‌پاره تر خره او بایسکل بل ښه شی په نظر نه راتله؛ پلار راته د نړۍ تر ټولو قهرمان انسان معلومېده؛ د خوب له‌پاره مې نرمه توشکه او کمپله ډېره خوښېده؛ په خوراک کې وریجې راته تر ټولو ګټور او پُرذایقه خواړه ښکارېدل، او… خو کله چې له ورور سره د بایسکل پر کنجوغه سپور او د ماماخېلو کره روان شوم، نو هله مې لږ ذهن خلاص شو چې نه زموږ له کلي خو اېخوا ته نور کلي هم شته، یانې دا نړۍ پراخه ده؛ د ماماخېلو جومات ته چې ننوتم، هلته هم زموږ د کلیوالو غوندې لمونځونه کېدل؛ هلته مې بل ډول درېشي‌پوشه عسکر ولیدل؛ د خره او بایسکل د سورلۍ پر ځای مې دا ځل آس هم ولید؛ د هغه کلي له ماشومانو سره چې په لوبو لګیا شوم، هره یوه راته د خپل پلار د زړورتیا صفتونه کول؛ د ماماخېلو کره مې د خوب پر مهال زموږ تر توشکو او کمپلو لا ښه توسان او بړستنې ولیدلې؛ هلته مې د وریجو پر ځای لوبیا ډېره خوښه شوه، او… .

که پورته بېلګې په غور ولوستل شي، باوري یم چې د ژوند ښه زده‌کړه ترې کېدای شي؛ انسان ته د خپل خلاقیت او مفکورې اړوند د خپلې ذهني دایرې د محدودیت پته لګېدای شي، دی پر دې توانېږي چې د ژوند هدف ته څه ناڅه ورنږدې شي. که فکر وکړو، دغه ژوند اصلاً د «ته څوک یې؟» سوالیه جملې ته ورته دی. د «ته څوک یې؟» جمله چې څومره ساده او عام‌فهمه ښکاري، هغومره په خپل ذات کې ګونګه او ژور تفکر ته اړتیا لري. ځکه چې په یوه وخت کې څو ماناوې زېږوي. مثلاً له کوم ناپېژنده کس سره مخامخېږئ، او له جوړ پخیر وروسته ترې پوښتئ «ته څوک یې؟» هغه کس به ضرور درته وایي چې زه پلانکی، د پلانکي ځای او د پلانکي زوی یم، یا د پلانکي بنسټ رییس یم؛ د پلانکي پوهنتون استاد یم؛ د پلانکي کلي خان یم؛ د پلانکي خان نوکر یم؛ د پلانکي کتاب لیکوال یم؛ د پلانکي کلي شپون یم؛ د پلانکي هوټل آشپز یم؛ د پلانکۍ سیمې نایي یم؛ د پلانکي مذهب پیرو یم؛ د پلانکي ښوونځي زده‌کوونکی یم؛ په پلانکۍ اداره کې مامور یم او… .

په پورته بېلګو کې به له یوه اړخه دوې داسې جملې پیدا نه کړئ چې یوه مانا ورکړي، خو که له بله اړخه فکر پرې وکړو، ټولې یوه مانا لري چې هدف ترې تعرف (پېژندنه) ده.

نو د ژوند اساسي موخه له همدې ځایه را ایستل کېږي. البته هغه هدف چې موږ پسې په ځلونو لالهانده او ستړي یو. د ژوند هدف اصلاً پخپله هستۍ کې «یو» دی، مګر دا خو موږ یو چې دوه، درې، څلور او… شوي یو؟ کله چې جسمونه بېل شي، مفکورې ضرور بېلېږي.

تاسو فکر وکړئ چې د یوه فرد یوازې یوه خبره (ته څوک یې؟) دومره ذهنونه منتشروي، نو د زرګونو ژبو د افهام او تفهیم په پروسه کې به څومره هیلې په تکامل کې ورکې وي.

اوس بحث د ژوند پر هدف (یو) دی. د ژوند موخه په ماضي کې رغېږي، مانا اسکلېټ یې هلته جوړېږي او په حال کې پرې ګوتې وهل کېږي؛ اپډېټېږي؛ سینګارېږي او… کټ مټ لکه یوه بوجۍ. لومړۍ بوجۍ جوړېږي، وروسته څوک پکې واښه (بوس) اچوي؛ ځینې پکې پیسې؛ څوک پکې زیورات او څوک پکې خوراکي څیزونه.

هغوی چې تل تجسس کوي؛ د هرې پدیدې په لیدو شکمنېږي؛ د بېلابېلو ټولنو افکار مطالعه کوي؛ یو انسان د ایډیال په توګه نه نیسي او هر حرکت یې د سالم بغاوت سېمبول وي، هغوی به ضرور د ژوند پر هدف پوهېږي، مانا هراړخیز بریالي کسان به هماغه وي؛ هغوی به وي چې د ژوند بوجۍ به د وښو پرځای له زیوراتو ډکوي. مګر هغه کسان چې نه مطالعه کوي، نه تفکر؛ د هر جوړ او ناجوړ لیکلي افکار د کاڼي کرښې بولي؛ د نااهلو پیرانو مریدي کوي؛ بل هڅوي، خو خپله د ساده فکر د تولید استعداد نه لري، او… هغوی منېکه په ټول عمر د ژوند اساسي موخه ومومي؛ تر مرګه به د بریا څکه ونه کړي؛ هېڅکله به د «ته څوک یې؟» پوښتنې ته کره/ سم ځواب ونه شي ویلی. دا کسان به د ژوند بوجۍ، د زیوراتو پر ځای له سپېرو بوسو (وښو) ډکوي.

پای

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.