The news is by your side.

جګړه ولي

جانباز جرار

0

فرویډ انساني غریزه او تمایلات په دوو برخو ویشي، یوه برخه یې د انساني نفس له ساتني او ژوند سره سرو کار لري، چې دې ته عشقي غریزه هم وایي، په دې کي انسان په ژوند مین وي او د خپل ژوند له پاره هلي ځلي کوي. بله برخه یې له ویجاړتیا او مرګ غوښتني سره سرو کار لري چي د ویجاړتیا او تخریب غریزه یې بولي، په دې برخه کي انسان ځیني هغه جوړښتونه او شیان چي د ده له ذوق او طبع سره مخالفت لري او یا هم ورته د خپل ژوند له پاره ضرر ایسي له منځه وړي.

پورته دواړې غریزې په هر انسان کي موجودي دي او یو له بلي بغیر فعالیت نه سي کولای، ځکه هر کړنه باید د عشق او نفرت ګډ شکل و اوسي، فرویډ د فزیک پوه انشټاین په جواب کي چي د جګړې د مخنیوي په هکله یې ترې پوښتنه کړې وه په انګیزه ټینګار کوي او وایي چي انسان کله جنګ ته بلل کیږي ډیري انګیزې یې باید د خوښي او شور ځواب ووایي تر څو له جنګ سره موافقه وښیي، دا چي بیا انګیزه څنګه او څوه رقمه وي په دې به بیا بحث وکړو اوس به غریزې لږ نوري هم واضح کړو د انساني نفس د ساتني یا عشقي غریزې)چي د ژوند کولو هڅه ده(بقا د تخریب او ویجاړتیا په غریزه کي نغښتې ده، ویجاړتیا کټ مټ نړول او یا هم تخرب کټ مټ خرابول نه دي، موږ چي له مخالف او یا داسي شي سره مخ سو چي موږ ته ضرر رسوي او یا هم راته د زغم وړ نه وي له منځه یې وړو او یا هم د خپلي خوښي له پاره هر هغه شي چي نه مو خوښیږي له مخي چپوو او د ځینو شیانو د تر لاسه کولو، یا هم کله کله ځینو اهدافو ته د رسیدلو له پاره له غوسې، قهر، دعوې، مخالفت او جنګ څخه هم استفاده کوو، حتی د خپل ژوند او ځان په خاطر ځیني مړه کوو هم ځکه خو د ویجاړتیا غریزې ته د مرګ غریزه  هم وایي.

انګیزې هم  چي د غریزو سره په پاڅون کي غښتلی نقش لري په دوو داخلي او باندنیو برخو باندي ویشلي کیږي داخلي انګیزې دانسان له روان ( اروا ) او یا هم که ووایو د انسان له داخل څخه سرچینه اخلي چي د انسان له شوق احساساتو او عاطفې سره تړاو لري، دا انګیزې انسان د خپلي عقیدي، شوق او تمایل په اساس بیلا، بیلو کړنو ته اماده کوي او د انسان په شخصیت جوړونه کي زیات رول لري. باندنۍ انګیزې بیا د باندنیو ټولنیز مسایلو او تاثیراتو څخه را منځته کیږي، چي کله کله د انسان داخلي انګیزو ته  مسیر ټاکي، دا انګیزه د انسان له ذهن څخه نه بلکي له چاپیریال، ملګرو، غوښتنو او مجبوریتونو څخه سرچینه اخلي، هغه چیپټرونه چي موږ یې بغیر له علاقي یوازي د نمرو له پاره زده کوو د باندنۍ جبري انګیزي یو اندک مثال دی، باندنۍ او داخلي انګیزې همیشه یو له بله متاثره وي.

 دا و د غریزو او انګیزو هغه جوړښتونه  چي انسان خیر او شر ته سوقووي، که انساني غریزې په صحیح شکل سره مدیریت سي، په ټولنه کي به همیشه د خیر او امن فضاء وي او که دا په صحیح توګه سره مدیریت نه سي بیا خو نو زیاتره خلګ تر شیر په شروا خوشحاله وي او شر ته په تتۍ ورځي، ځکه چي د هیڅ انسان د ویجاړتیا غریزه او  تاوتریخوالی لرونکي تمایلات په بشپړه توګه له منځه نه ځي، هر انسان تریخی، غوسه او مخالفتونه لري،

نو که غواړو چي ټولنه له شرارته خلاصه سي، پوهه باید په غریزه باندي غالبه کړو، کله چي پوهه په غریزه باندي غالبه سي بیا نو د هر چا نفرت، شکایت، دعوه، مخالفت، قهر او انګیزه د جنګ تر سرحده پوري ځان نه رسوي، بیا د انسان تاوتریخوالی لرونکي تمایلات د جنګ په شکل سره سر نه را پورته کوي، چي دا نو د یو با تمدنه او علمي ټولني د ژوند سطحه وي!
جنګ د ټولني یو وقعي برخه ده، د نړۍ اکثره تمدنونه تر جګړو وروسته را منځته سوي، مسلمانانو ته هغه وخت د جنګ اجازه ورکړل سوې، چي کله یې له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ او د قریشو  له اذیت سره مخ ول، قریشو سره له دې چي له تکبراو جهالت څخه یې لاس نه اخیست، د مسلمانانو ځورولو ته یې هم لاس اچولي و، هغه و چي له دوی سره د جنګ کولو امر وسو تر څو دوی ځانونه اصلاح او مسلمانان کړي، چي وروسته بیا ډیر بت پرستان مسلمانان او کرار، کرار د خلافت سیوري د نړۍ  په ډېرو منارو باندی وغوړیدل، رښتیا هم کله  چي غریزي او انګیزي د جهالت له تیاري څخه ووزي او پوهه ورباندي غالبه سي بیا نو جګړه یا خو وي نه او یا هم له ځانه سره د تباهي پر ځای خوشبختي راوړي.

تاسو فکر وکړي افغانان تر بل هر شي ډېر له تعلیم او پوهي څخه محروم کړل سوي او لا هم محرومیږي، تر څو دوی خپل غرایز قابو نکړای سي او هر ډول انګیزه یې وګډوي، لکه ګډ چي دي…

جنګ داسي فلټریشن دی چي تر څو پوري یې خپل لاملونه نه وي ختم کړي، تر هغو پوري یې درېدل نا ممکن دي او خپلي تباهۍ ته به دوام ورکوي، تر څو پوري چي ناپوهي، فساد او جهالت له منځه نه وي تللي تر هغو پوري سوله نا ممکنه او د جنګ دریدا یو غولونکې هیله ده.

موږ باید د جنګ انګیزې وپیژنو له ناپوهي را وروسته د جنګ دوهمه قوي انګیزه او مستقم لامل فساد، ظلم او بې عدالتي ده چي د جګړي ډګر یې ګرم ساتلی، تاسو به په ټولنیزو رسنیو کي ویني چي اکثره باسواده ځوانان هم د جنګ غیږي ته پناه وړي او دغه نیمي بیتي په خورا سوز سره زمزمه کوي چي « خدای دغه ښار تالا کړې په مغولو» دوی ته له ډیري مجبورۍ د ټولنیزي بي عدالتۍ، فساد او دوامداره ظلم د له منځه وړلو له پاره  یوازي همدغه لاره ورپاته ، ځکه چي په داسي بې ثباته حالاتو کي د بلي لاري فکر نه سي کېدلای.

له بده مرغه موږ  چي هر وخت د جنګ د لاملونو د ختمولو له پاره شروع کړې ده، بهرنیو دښمنانو مو په ډېر منافقت دا فُرصت را څخه اخیستی او بیرته یې د خوشبختۍ د کاذبي هیلي په پار په ساړه او تاوده جګړه اخته کړي یو،  په اماني دوره کي چي کله د هیواد خپلواکي تر لاسه سوه د وخت پاچا غازي امان الله  په وطن کي د جنګ د دې لوی عامل له پاره په ډېر شدت سره کار پیل کړ، هغه په دې پوه و چي د خپلواکۍ او ارزښتونو د ساتلو او جنګ د له منځه وړلو له پاره د ملت پوهه او سویه مهمه ده، نو هغه و چي په ټولو خلګو یې تعلیم کول او زده کړي جبري کړه اما دوه مخي دښمن ته د یو باتور اکثراً ناپوه ملت د بنسټیزو بنیادونو ثبات د زغملو وړ نه و، تر څو چي د پوهي د کاروان لښکري تنظمېدې موږ ته یې په خپله ناپوهي بیرته سترګي را پټي کړې او هر څه مو له لاسه ورکړل.

کندهار – افغانستان

۱۵ / ۵ / ۱۴۰۰ل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.